د ډيلي ټيلگراف د خبر له مخې د کمبرېج پوهنتون نيورو ساينټيسټانو کره کړه، ددې لپاره چې د يوې باندنۍ ژبې ويى (کليمه) زده کوئ بايد هغه ١٦٠ ځلې تکرارکړئ.

 

همدارنگه ددې لپاره چې نوى ويى (کليمه)  په ماغزو کې له پخوانيو ويونو(کليمو) سره يوځاى کېني، ١٥ دقيقې وخت ته اړتيا شته.

 

دې پوهانو پايلې ته د رسېدو په موخه په ١٦ داوطلبو باندې دا ازمايښتونه وکړه، په دې ازمايښتونو کې د داوطلبانو مغزي سيگنالونه د اشنا او اورېدل شويو کليمو د اورېدلو په وخت کې ثبت شول،بيا له دوى څخه وغوښتل شول چې يوه نوې جوړه شوې اصطلاح تکرار کړئ.

 

دې څېړونکو په دې اړه توضيح کړه:  په پيل کې ماغزه بايد د يوې نوې کليمې د اورېدلو په وخت کې د هغې د تشخيص  لپاره سخت کار وکړي او د ١٦٠ ځلې تکرار(چې پنځلس دقيقې وخت نيسي)  څخه وروسته نوې کليمه په ماغزو کې له نورو پخوانيو ويونو سره ذخيره کېږي.

 

د ټيلگراف د خبر له مخې ددې څېړنو پايلې ښيي، چې د يوې ژبې د زده کولولپاره تر ټولو مهمه ده چې په دقيق ډول هغې ژبې ته غوږ شو.

 

دا کشف به له هغو کسانو سره چې د مغزي سکتې له امله يې ژبه توتله شوې او د يادولو په ځاى باندې اغېز کړى وي،مرسته وکړي.