چې په فيس بوک کې خپل ځانگړې پاڼه په ځانگړي ادرس ولري. کېداى شي ډېر خلک له دې سره بلد وي خو د هغو لپاره چې نوي فيس بوک ته راغلي او ياهم پخواني وي ،خود يوزر نېم له جوړولو سره بلدتيا نه لري او يايې خپل ځانگړى يوزر نېم نه وي جوړ کړى؛ دي دا ليکنه وړاندې کوم.

 

په عادي حالاتو کې کله چې تاسې په فيس بوک کې په لومړي ځل  ثبت نام کوئ، هغه ادرس چې تاسې ته يې فيس بوک درکوي ، د عددونو يوه مجموعه وي ،خو تاسې کولاى شئ، چې دا عددونه په خپل نوم، د لاندې شکل په ډول  واړوئ.

 

ددې کار د کولو لپاره کافي ده چې لومړى د خپل فيس بوک اکاونټ ته وردننه شئ، کله چې د خپل فيس بوک اکاونټ ته ننوتئ، نو پاس د کمپيوټر په ادرس بار کې لاندې ادرس پيسټ کړئ

http://www.facebook.com/username

نو په لاندې ډول به يوه پاڼه درته راښکاره شي، چې تاسې په اسانۍ سره کولاى شئ، چې بې له کومې ستونزې خپل نوم پکې ووينئ، او په څلورو انتخابونو کې يو وټاکئ،

 

په ياد ولرئ،چې فيس بوک د نوم د بدلولو لپاره، يوازې يو ځل تاسې ته اجازه درکوي،چې يوزر نېم مو بدل کړئ دويم ځلي حق نه لرئ چې نوم بدل کړئ، نو بايد چې په لومړې ځل له ډېر دقت څخه کار واخلئ.

 

او له هغه وروسته به ستاسې ادرس(يوزرنېم) : Facebook.com/yourname وي.

او په اتو مات ډول به مو برېښناليک:  yourname@facebook.com  شي.