دیــنـــی عـــــــلــــــــم


آیة الکرسی

 آیة الکرسی  الله لا اله الاهو الحی القیوم الله(هغه ذات) دی چی د هغه نه پرته بل څوک معبود نشته ژوندی دی، قایم لرونکی دی لا تاخذه سنة و لانوم نه ورته اسویلی(پرکالی) راځی او نه ورته خوب له مافی السموت ومافی الارض هم هغه(الله)  لپاره دی کوم څه چی اسمانونو کی دی او هغه څه چی په ځمکی کی دی

21.04.2011 لیمه وردګ

دا ستخاری دعا

 دا ستخاری دعا اللهم انی استخیرک بعلمک ای الله! زه له تا نه ستا د علم په ذریعه خیر غواړم واستقدرک بقدرتک او ستا د قدرت په ذریعه ستا نه قدرت غواړم واسلک من فضلک العظیم او له تا نه ستا د لوی فضل غوښتنه کوم فا نک تقدر ولااقدر ځکه چی ته بیشکه قدرت لری

19.04.2011 لیمه وردګ

د سورة یاسین فضیلتونه

د سورة یاسین فضیلتونه د نبی علیه السلام ارشاد مبارک دی چی څوک د یاسین سورة د ورځی په شروع کی ولولی نو د ټولی ورځی حاجتونه به یی پوره شی، په یو حدیث کی راغلی دی چی: چا د یاسین سورة په هره شپه کی ولوست او بیا مړ شو، نو شهید مړشوی دی. چا چی صرف د  الله پاک (ج) د رضا لپاره د یاسین سورة ولوست،  نو د هغه ټول و روستنی ګناهونه به یی معاف شی. لیمه وردګ

16.04.2011 لیمه وردګ

د کبیره ګناهونو لیست

د کبیره ګناهونو لیست چی بغیر له توبی نه معاف کیږی   انسان قتل کول زنا کول بچه بازی کول شراب څښل غلا کول

12.04.2011 لیمه وردګ

په کومو کومو صورتونو کی سجده سهو واجبیږی؟

په لاندی حالتونو کی د سهوی سجده واجبیږی:  ۱- کله چی د یو مونځګذاری نه سورة فاتحه لوستل هیر شی.  ۲- کله چی د مونځګذاری نه وترو کی دعا یی قنوت ویل هیر شی.  ۳ – کله چی د لمونځ کوونکی نه په اوله قعده کی کیناستل (لمړی التحیات) هیر شی  ځکه چی دری یا څلور رکعته لمونځ کی لمړی قعده واجب ده. ۴-   په لمړی قعده کی د تشهد نه وروستو درود شریف د «الهم صل علی محم

09.04.2011 لیمه وردګ

د حرام مکروه او مفسد تعریف

د حرام مکروه او مفسد تعریف    حرام څه ته وایی؟ حرام - حرام هغه امر چی ممانعت یی په کی قطعی دلیل سره ثابت وی، حکم یی دا دی چی په پریښودو کی یی ثواب دی او په کولو کی یی عذاب دی. او د دی په حلال او جایز منلو کی کفردی. مکروه څه ته وایی؟ مکروه - مکروه هغه امر دی چی

07.04.2011 لیمه وردګ

د فرض واجب سنت او مستحب تعریف

ضروری مسایل د اسلام د شریعت د احکامو مختلفی درجی دی چی د هغی پیژندل ضروری دی، او د هغی د پیژندلو نه بغیر د مونځ یا کوم بل عمل د صحیح کیدو او د فاسد یدو علم نشی کیدی. د درجه بندی په اعتبار سره د شریعت آته حکمونه دی ځکه چی هر قول او فعل یا خو جایزدی یا ناجایز، نو که جایزوی نوهغه به د دی پنځو قسمونو نه وی. جایز: ۱- فرض ۲- واجب ۳- سنت ۴- مستحب - ۵ - مباح او ناجایز:  ۱- حرام ۲ - مکروه ۳ - مفسد.   ۱- فرض

06.04.2011 لیمه وردګ

رښتیا ویل ( د حدیث) په رڼا کی

 عليكم بالصدق فإن الصدق يهدي إلى البر وإن البر يهدي إلى الجنة وما يزال الرجل يصدق ويتحرى الصدق حتى يكتب عند الله صديقا ) رواه مسلم. دریم فصل پوښتنی  ۱- سوال: رښتیا ویل څه فایده لری؟ ۱

18.03.2011 لیمه وردګ

دنـفل اوسـنت لـمونـځـونو بـيـان

هرسنت نفل دى او هرنفل سنت نه دى، په ترمذى اونسائى كښى ليكلى دى چه رسول (ص) فرمايى كه چاپه شپه اوورځ كښى پردوولس ركعتو هميشه توب وكړالله (ج) به په جنت كښى كور ورته جوړكړى،  دوه ركعته دسهاردلمانځه ترمخه،  څلورركعته دماپښين دلمانځه تر مخه اودوه ركعته وروسته،  دوه ركعته دماښام ترلمانځه وروسته  دوه ركعته دماخستن دلمانځه وروسته .   څلورركعته نفل دمازديګردلمانځه ترمخه مستحب دى كه څوك وغواړى دوه ركع

14.03.2011 لیمه وردګ

په كومووختو كښى لمونځ مكروه دى

په كومووختو كښى لمونځ مكروه دى سهاردلمرراختلوپروخت، غرمه دلمردزوال پروخت، اومازديګر د لمرلويدوپروخت هيڅ لمونځ روانه دى. مګرد هغى ورځى د ماز ديګرلمونځ يا د مازديګرقضائي لمونځ دلمرلويدو پروخت روادى . د لمر لويدو پروخت دى مړى ته لمونځ نه وركوى، او هم دى د تلاوت سجده نه كوى، وروسته له سهارله لمانځه نه دلمرختومخ كښى نفل لمونځ مكروه دى، همدارنګه د مازديګرد لمانځه نه وروسته ترلمر لوي

11.03.2011 لیمه وردګ

دقـضائي لـمونـځـونـوقـضاء راوړول

دقـضائي لـمونـځـونـوقـضاء راوړول كه له چانه لمونځ فوت (قضاء) شونوكله چی ورپياد شى د هغه لما نځه قضاء دى راوړى، قول دعليه السلام دى ﴿من نام عن صلوة اونسيهافليقضهااذاذكرها﴾ يعنى كه څوك ويده شو له لمانځه څخه يائې هيرشو نو كله چی ورپياد شى قضاء دى راوړى، قضائي لمونځ دى د وخت د لمانځه ترمخه وكړى، كه ويره وه چه د قضائي لمونځ په كولو د وخت لمونځ قضاء كيږى نو د وخت لمونځ دى تر مخه كړى بيادى قضائي لمونځ وكړى، كه له چانه ډيرلم

10.03.2011 لیمه وردګ

اذان پیل، او الفاظ چا وټاکل؟؟

 د اذان ابتدا دسعودى عربستان په مدينه منوره كښى شويده كوم وخت چه رسول الله (ص) ومدينى منورى ته هجرت وكړمسجد نبوى جوړشو نومسلمانانولمونځونه په جماعت سره شروع كړل ولى يو لوى مشكل داووچه دلمونځودوختونودپاره كومه علامه نه وه داټكل په توګه به مسلمانان لمانځه ته راتلل، كله به بعضى خلګ ناوخته راورسيدل جماعت به ورنه تيرووكله به بعضى خلګ وختى راغلل چه ترلمانځه تروخت پورى به ئې ډيرانتظاركوى خلګودمشكل دحل دپاره ورسول الله (ص) ته عرض وكړهغه له عادت سره سم موضوع وشورى ته وړاندى كړه، يوى ډلى د

07.03.2011 لیمه وردګ

د لمانځه وختونه

دلمانځه وختونه : دسهاردلمانځه اول وخت كله چه دوهم سپينوالى دآسمان په كناروكښى پاشلى معلوم شى(دوهمى سفيدى ياصبح صادق) اوآخروخت دسهاردلمانځه دلمـرڅرك تر مخه دى . دماپښين دلمانځه اول وخت دلمردزوال نه وروسته اوآخروخت ئې دامام اعظم اوبوحنيفه (رح) په نيز ماسيوادوخت له سيورى نه چه سيورى ديوه جنس دوه چنده ته ورسيږى، مګرامام ابى يوسف (رح) او امام محمد(رح) وايى ماسيوادوخت له سيورى نه كله چه سيورى ديوه جنس يوه چندته ورسيږى آخر وخت دماپښين د لمانځه دى، اول وخت دمازديګردلمانځه چه دماپښين د

07.03.2011 لیمه وردګ

د لمانځه بیان - قرضیت، او نور اړوند حکمونه

 داسلام دمقدس دين دوهم ركن دى ، لمونځ دمعراج په شپه كښى فرض شويدى ټولو كتابو دحديثو ئې روايت كړيدى، دپښ

07.03.2011 لیمه وردګ

.د استـنـجـاء بـيـان

.د استـنـجـاء بـيـان استنجاء په تيګه (ډبره) يا لوټه يا په داسى شى سره چه د تيګى يا د لوټى له جنس نه وى سنت ده، كوم عدد د تيګى يا د لوټى نشته كه د استنجاء ځاى په يوه لوټه پاك شى يا په دوو لوټو پاك شى اصل مقصد پاكوالى دى، خو وروسته د لوټى له استعمال نه په اوبوسره استنجاء افضليت لرى، كله چه دقرآن شريف د سورت توبى يوسل اواتم (١٠٨) آيت مبارك ﴿ فيه رجال يحبون ان يتطهروا﴾ يعنى په قباه كښى خلګ دى چه دځان د ښه پاكولو سره مينه لرى، د س

07.03.2011 لیمه وردګ

نجاست فقهی حکم د پاکوالی لاری اسباب

نجاست دوه قـسمه دى يونجاست حكمى دى بل نجاست حقيقى دى، حكمى نجاست لكه بى اودسى ياجنابت چه ترحقيقى نجاست قوى اوډيردلمانځه مانع دى ځكه مصنف (رح) اول دحكمى نجا ست بيان وكړ، اوس دحقيقى نجاست لكه بولى شراب، ګنګى او داسى نوروبيان كوى. حقيقى نجاست پردوه قسمه دى اول مرئى نجاست چه وچ شى په سترګوليدل كيږى لكه ګنګى، خوشايى اوداسى نور دوهم غيرمرئى هغه نجاست دى چه وچ شى په سترګونه ليدل كيږى كه څه هم رنګ ئې معلو ميږى لكه شراب بولى، منى اوداسى نور.

05.03.2011 لیمه وردګ

نفاس موده یی پاکوالی د میړه سره نږدیکت

نفاس هغه وينه ده چه وروسته دكوچنى له زيږيدلونه دښځى له رحم نه رابهيږى، كومى وينى چه له اميدوارى ښځى نه راوزى او هغه وينى چه د كوچنى دزيږيدلوپه وخت مخكى د كوچنى تر راو تلو د ښځى له رحم نه راوزى استحاض (مريضى) ده،

05.03.2011 لیمه وردګ

حیض نفاس روژه لمونځ ښځی او نوی پیغلی - ۲

حیض (ادامه) پاكى د دوو وينوچه په مابين كښى د دوو وينوراشى هغه لكه جارى وينه يعنى ټوله حيض ګڼل كيږى چه په عربى (طهرمتخلل) ورته ويل كيږى، دطهرمتخلل په باب ډيرقولونه اواختلافات شته چه د فتاواوو په كتابوكښى ئې په تفصيل سره ذكرشويدى،په ټولو كښى دحضرت امام ابى يوسف (رح) قول آسانه دى چه فرمايى كه ميانګړى پنځلس ورځى وو فاضل ګڼل كيږى يعنى مخكنى او وروستنى وينه سره ګډيږى، كه ترپنځلس ورځو كم ووهغه فاضل نه دى، كه تر درو ورځوكم ووهغه په اتفاق سره فاض

05.03.2011 لیمه وردګ

حیض نفاس روژه لمونځ ښځی او نوی پیغلی

حيض هغـه وينـه ده چـه دبالـغى ښځى داولاد دجـوړيدولـه ځاى (رحيم) نه راوزى، دحيض كمه مده درى ورځى اودرى شپى ده كه دوينى راوتل تردرو(٣) ورځواودرو(٣) شپولږ وه نو دا حيض نه دى بلكه استحاضه (مريضى) ده، ډيره مده دحيض لس (١٠) ورځى اولس (١٠) شپى ده، كه له لسو (١٠) ورځواوشپووروسته هم وينه راوتل نوداهم حيض نه دى بلكه استحاضه (مريضى) ده، ښځه چه دحيض په مدت كښى له رحيم نه سرى، ژړى اوسپيرى اوبه راوتل ووينى هغه ټول حيض دى، كل

05.03.2011 لیمه وردګ

پر موزو مسح کول، او بشپړ احکام - ۲ برخه

دمسح ماتيدونكى : هرهغه عمل چه اودس په ماتيږى مسح هم په ماتيږى، برسيره پر دغواعمالو كه دمسح مدت پوره شى يا موزه له پښى نه وايستل شى مسح ماتيږى،

05.03.2011 لیمه وردګ

پر موزو مسح کول، او بشپړ احکام

درسول الله (ص) په قول اوفعل (سنت) سره مسح پرموزوباندى روا ده، له هرهغه بى اودسى نه چه اودس كول پرواجب وى يعنى كه پرچاغسل واجب وى نومسح پرموزو ورته روانه ده، له حضرت امام حسن بصرى (رح) نه

05.03.2011 لیمه وردګ

تیمم او د هغه اړوند احکام

تيمم دپاكۍ اوطهارت لوى ركن دى چه په آيت اوحديث سره ثابت دى دقرآن كريم دسورت المـآئدة په شپږم آيت مبارك كښى الله (ج) فرمايى﴿فلم تجدوامآء فتيموا صعيداطيبا﴾ يعنى كه مو اوبه پيدانه كړى نوپرپاكه ځمكه تيمم وكړى، رسول الله (ص) فرما يى﴿التيمم طهورالمسلم مالم يجد الماء﴾ يعنى تيمم مسلمان لره پاكى ده ترڅوچه اوبه ئې نه وى پ

05.03.2011 لیمه وردګ

د انسـان اوحـيـوان پـسخـورده اوبه حلالی دی؟

 د انسـان اوحـيـوان پـسخـورده اوبه پسخورده دانسان اودآس اودهرهغه حيوان چه دغوښوخوړل ئې روا وى پاكه ده، پسخورده دسپى او دخنزيراوڅيرونكوچارپايانو لكه ليوه، زمرى، شغال، پړانګ اوداسى نورومرداره ده، پسخورده د پيشو، دكوڅه ګښتى چرګى ياچرګ، دهغه څيرونكومرغانوچه غوښى ئې نه خوړل كيږى لكه ټپوس، كارګه پكه باښه اوداسى نوراودهغه حيوانانواوخزندګانوچه په كوروكښى ژوندكوى لكه موږك او مار مكروه ده، پسخورده دخره اودغاترى مشكوكه (په شك) ده، كه څـوك دلمانځه پروخت داودس كولودپاره اوبه پيدا نه كړى دخره

05.03.2011 لیمه وردګ

د څاه اوبه، د هغوی ناپاکیدل، او پاکیدل

دڅـاه داوبـوتـفـصيـل كه په څاه كښى مردارى ولويږى نوضروردى چه ټوله اوبه له څانه راوكښل شى اوڅاه وچ شى چه حلال شى، كله چه نورى اوبه له چينونه وڅاته راشى نومعملومه خبره ده چه پاكى اوحلالى دى. كه په څاه كښى موږك ياچوغكه ياوړوكى سورسری چوغكه يا توردلى (كوچنى تورمرغه) ياكربوړى مړشى وروسته دمړه شى له راايستلونه به له شلو(٢٠) نه ترديرش (٣٠) سلوغوپورى اوبه له دغه څاه نه راكاږى، تفاوت په تعدادكښى دسلوغوپه ظرفيت د سلوغوتعلق لرى يعنى كه سلوغه لويه وى نوحكم دشلو(٢٠) سلوغودى كه سلوغه وړه وى نوحكم د

05.03.2011 لیمه وردګ

د حوض اوبه، په هغه اودس او غسل کول

دحـوض داوبـوبيـان يودومره لوى حوض چه په يوه څنډه كښى ئې مردارى ولويږى اودمقابلى څنډى اوبه پلاس سره وښورول شى كه مردارى ونه ښوريدل نودمردارۍ په مقابله څنډه كښى اودس اوپاكى رواده ځكه چه معلومه شوه چه دمردارۍ تاثيرومقابلى څنډى ته نه دى رسيدلى، داغه رنګه مرګ دهرهغه خزنده ياالوتونكى چه وينه نه لرى اوپه اوبوكښى ژوندكوى اوبه نه په مرداريږى لكه غوماشه ، مچ، مچۍ، لړم، چونګښه اوداسى نور، اوهم مرګ دهغه خزند ګانوچه په اوبوكښى ژوندكوى اوبه نه په فاسديږى لكه ماهى، مار، چونګښه، چونګاښ اوداسى نور.

05.03.2011 لیمه وردګ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more