حيض هغـه وينـه ده چـه دبالـغى ښځى داولاد دجـوړيدولـه ځاى (رحيم) نه راوزى،
دحيض كمه مده درى ورځى اودرى شپى ده كه دوينى راوتل تردرو(٣) ورځواودرو(٣) شپولږ وه نو دا حيض نه دى بلكه استحاضه (مريضى) ده،
ډيره مده دحيض لس (١٠) ورځى اولس (١٠) شپى ده، كه له لسو (١٠) ورځواوشپووروسته هم وينه راوتل نوداهم حيض نه دى بلكه استحاضه (مريضى) ده، ښځه چه دحيض په مدت كښى له رحيم نه سرى، ژړى اوسپيرى اوبه راوتل ووينى هغه ټول حيض دى، كله چه خاص سپينى اوبه را ووتلى نوحيض خـلاص شو.
حيض له حـايضى ښځى نه لمـونځ ساقطوى يعنى ښځه به دحيض په مدت كښى لمونځ نه كوى
كله چه له حيض نه پاكه شوه نود لمونځونو قضاء هم ور باندى نشته همدارنګه ښځى ته د حيض په مدت كښى روژه نيول حرام دى
خوكله چه له حيض نه پاكه شوه او د روژى مياشت هم تيره شوه نوبيا به د روژو قضاء راوړى،
كه دښځى روژه وه حيض ورته راغى روژه ئې ماته شوه ترروژه مات پورى روژه ساتل حرام دى، كله چه له حيض نه پاكه شى ددغى ورځى دروژى قضاء به راوړى همدارنګه كه دروژى په مياشت كښى ښځه په حيض كښى وه دورځى په مابين كښى له حيض نه پاكه شوه ترروژه مات پورى دى امساك وكړى اوهم دى ددغى روژى قضاء راوړى.
كومه ښځه چه په حيض كښى وى مسجد ته دى نه داخليږى اود خداى پركور (بيت الله) دى طواف نكوى، دميړه سره دى يوځايوالى نه كوى حايضه ښځه اونفاسه ښځه ياكوم څوك چه جنب وى د قرآن كريم لوست دى نه كوى،
هرهغه څوك چه بى اودسه وى قرآن شريف ته دى لاس نه وروړى (جنوب، حايضه، نفاسه) درى واړه بى اودسه دى قرآن شريف ته لاس وروړل ناروادى،
مګرپه يوه پاك ټكرى ياكوم بل پاك شى سره ئې نيول روادى،
كه دحائضى ښځى دوينو بهيدل دلس (١٠) ورځو او شپونه مخكى ودريدل ترڅو چه غسل ئې نه وى كړى ياپوره ديوه لمانځه وخت نه وى تيرشوى دميړه سره وطى (يوځايتوب) كول ناروادى،
ځكه چه دحيض وينه كله كله ودريږى اوبيابيرته جارى شى نوبايد دوينى كامل دريدل په غسل يا د لمانځه په يوه مكمل وخت تيريدلوسره وپيژندل شى،
امام محمد (رح) فرمايلى دى چه ښځى ته دلمانځه ديوه وخت تيريدلو نه مخ كښى دتيمم په وهلوسره دميړه سره يوځاى كيدل روادى مګرپه دغه تيمم سره لمونځ ورته روانه دى له ښځى سره دحيض په وخت كښى دنارينه يوځاى كيدل لويه (كبيره) ګناه ده چه علاج ئې په توبه اوخيرات سره كيږى،
همدا رنګه كه دښځى د وينى بهيدل پرلسمه ورځ ودريدل نوله غسل نه مخكى دميړه سره يوځايوالى ورته روادى ځكه چه حيض له لس ورځونه زياد نشته مګرغسل ته انتظاركول مستحب دى
لیمه وردګ