دمسح ماتيدونكى :

هرهغه عمل چه اودس په ماتيږى مسح هم په ماتيږى، برسيره پر دغواعمالو كه دمسح مدت پوره شى يا موزه له پښى نه وايستل شى مسح ماتيږى،

كله چه مدت دمسح پوره شو او شخص په اوداسه وو نوموزى دى له پښووباسى پښى دى ووينځى نور اودس تازه كول نشته بيرته دى موزى واغوندى مسح دى ورباندى وكړى اولمونځ دى اداكړى،

كه څوك مقيم وو موزى ئې په پښو كړى اومسح ئې پروكړه دمسحى مدت يوه ورځ اويوه شپه پوره شوى نه وه په سفر ولاړى نودغه مسح هم مسافرشول مدت ئې درى ورځى اودرى شپى دى،

امام شافعى (رح) وايى چه دغه مسح مسافر كيدلى نشى بلكه د مقيم مسح دى ختم كړى بيا دى د سفرمسح په سفركښى وكړى .


كه څوك مسافر وو او مسح ئې كړي وه يوه ورځ او يوه شپه يااضافه ترشپى او ورځى ورباندى تيره شوه مقيم شو نو مسح ئې هم مقيم شول اومدت ئې هم پوره شو لازم ده چه موزى له پښونه وباسى

كه ورځ اوشپه نه وه ورباندى تيره شوى نو موزى دى نه وباسى مدت دمسح دى پوره كړى بيادى موزى وباسى
كه چا موزى په پښو كړى اوبرسيره ئې جرموقى په پښوكړى مسح پرجرموقو رواده (جرموق هغه لوى بوټ دى چه دموزودساتلو د پاره برسيره پرموزواغوستل كيږى) .

مسح پرجرابو هغه وخت رواده چه دجرابو شااوخوا څرمن ګنډلى وى يائې تلى له څرمنى وى، امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايى هغه جرابى چه نه ئې تلى له څرمنى وى اونه ئې شااوخوا څرمن ګنډل شويوى، مسح پر روانه ده

مګر ياران (رح) وايى چه مسح پرجرابو رواده چه جنسيت ئې داسى سخت وى چه پښه ترمعلومه نه شى اوبه جذب نه كړى اوبيله كشك اوتناب نه پرپنډيوموښتى وى . مسح پرلنګوټه، پرخولۍ ، پر بقره (بوغره) او دستكلو باندى روانه ده،

كه دبدن كوم ځاى زخمى يا مات وى اوتړل شوى وى د اوداسه په وقت كښى دهغه خلاصول يازخم ته د اوبو رسيدل تاوان ولرى نومسح لازم اوپر روا ده، كه زخم جوړنه وو او پنډكۍ ورڅه ولويده بيرته دى پنډكۍ پركښيږ دى كه ئې تړل غوښتل بيرته دى وتړى بلى مسح ته ضرورت نشته هغه مخكنۍ مسح كافى ده،

مګركه زخم جوړشوى وو اودغه شخص په اوداسه وو مسح باطله شوه يواځى هغه ځاى دى ومينځى نوى اودس تازه كول نشته .
 

لیمه وردګ