.د استـنـجـاء بـيـان
استنجاء په تيګه (ډبره) يا لوټه يا په داسى شى سره چه د تيګى يا د لوټى له جنس نه وى سنت ده،
كوم عدد د تيګى يا د لوټى نشته كه د استنجاء ځاى په يوه لوټه پاك شى يا په دوو لوټو پاك شى اصل مقصد پاكوالى دى، خو وروسته د لوټى له استعمال نه په اوبوسره استنجاء افضليت لرى،
كله چه دقرآن شريف د سورت توبى يوسل اواتم (١٠٨) آيت مبارك ﴿ فيه رجال يحبون ان يتطهروا﴾ يعنى په قباه كښى خلګ دى چه دځان د ښه پاكولو سره مينه لرى، د سعودى عربستان دمدينى شريفى دقباه د اوسيدونكو په توصيف نازل ش ونو رسول الله (ص) وقباه ته ورغى او هغو خلګو ته ئې وويل چه خداى پاك ستاسى دنظافت اوپاكۍ توصيف كړيدى، ستاسى پاكى څه شى ده؟
هغوى په ځواب كښى ورته وويل چه موږ د ډبرى تراستنجاء وروسته په اوبوهم استنجاء كوو،
آنحضرت (ص) ورته وويل چه دغه صحيح كاردى .
كه نجاست له استنجاء له ځاى نه تيرى كړى وو او ډيرځاى لړل شوى وو نو په ډبره استنجاء صحيح نه ده ضروربه په اوبو يا په بله مائع استنجاء كوى،
اواستنجاء په هډوكى، په خوشايى، په ډوډۍ اوپه مالګه سره روانه ده،
همدار نګه كه عذرنه وى په راسته لاس هم استنجاء روانه ده، دتشناب كاغذ چه نه ليك ور باندى كيدلاى شى اونه دكاغذ حيثيت لرى او نه دكوم بل كار وړدى استنجاء په رواده
لیمه وردګ