په لاندی حالتونو کی د سهوی سجده واجبیږی:

 ۱- کله چی د یو مونځګذاری نه سورة فاتحه لوستل هیر شی.

 ۲- کله چی د مونځګذاری نه وترو کی دعا یی قنوت ویل هیر شی.

 ۳ – کله چی د لمونځ کوونکی نه په اوله قعده کی کیناستل (لمړی التحیات) هیر شی  ځکه چی دری یا څلور رکعته لمونځ کی لمړی قعده واجب ده.

۴-   په لمړی قعده کی د تشهد نه وروستو درود شریف د «الهم صل علی محمد» په مقدار و لولی یا دومره وخت چپ پاتی شی.

۵ - کله چی یو لمونځ کوونکی د اخترونو تکبیرونه پریږدی نو هم پری سجده سهوه واجب ده

۶ - کله چی امام په جهر مونځونو کی قرات هیر وکړی،یا په پټو(خفیه) مونځونو کی جهر وکړی نو سجده سهوه پری واجبیږی.

۷ - کله چی لمونځ کوونکی فرض مکرر وکړی مثلا د یوی رکوع په ځای دوه رکوع یا د دوه سجدو په ځای دری سجدی وکړی نو سجده سهوه د وکړی

۸ -  کله چی د یو واجب کیفیت بدل شی نو سجده سهوه د وکړی مثلا د سورة فاتحه نه مخکی سورة ولولی

۹ - که لمونځ کوونکی ته په رکعتونو کی شک وشی نو تعداد کوم چی یقینی وی هغه د سم وګڼی ،او نور لمونځ د پوره کړی، او په اخره کی د سجده سهوه وکړی.

۱۰ -  که لمونځ کوونکی د څلورم رکعت اراده وکړی، بیا د پنځم رکعت د پاره ودریږی او سلام ونه ګرځوی اودا اوله قعده اوګڼی خو وروستو ورته را یاد شی، نو لمونځ کوونکی له پاره پکار دی چی د پنځم رکعت سجده کولو نه مخکی واپس کښینی او سجده سهوه وکړی، او که پنځم رکعت یی ترسجدی پوری ورساوه، نو یو رکعت د ورسره بل هم یو ځای کړی، دارنګه به لمونځ پوره شی، په آخر کی د سجده سهوه وکړی، څلور رکعته به فرض شی او دوه به نفل شی.

 

 سجده سهوه سره یوه ډیره لویه آسانتیا دا ده، چی پدی سره لمونځ کوونکی د خپل لمونځ د کمی او زیاتی اصلاح اودرستوالی کوی، او دارنګه د مانځه د نقصان پوره والی وشی، شیطان مسلمان له په لمونځ کی دوکه ورکوی او هیره ترکوی، په  هغه بانددی د لعنت لیږلو دا طریقه ده، دغه شان مسلمان لمونځ کوونکی خپل رب ته نوری دوه سجدی وکړی، کوم چی د شیطان د خفه کولو سبب جوړیږی او هغه په خپل مقصد کی ناکانه او شرمنده شی، الله تعالی د دی دوو سجدو په وجه د لمونځ کمی او هیره معاف کوی.

لیمه وردګ