د حرام مکروه او مفسد تعریف 

 

حرام څه ته وایی؟

حرام - حرام هغه امر چی ممانعت یی په کی قطعی دلیل سره ثابت وی، حکم یی دا دی چی په پریښودو کی یی ثواب دی او په کولو کی یی عذاب دی. او د دی په حلال او جایز منلو کی کفردی.

مکروه څه ته وایی؟

مکروه - مکروه هغه امر دی چی ظنی (ګمانی) دلیل سره یی ممانعت ثابت وی، مکروه په دوه قسمه دی.

۱ - مکروه تحریمی ۲ - مکروه تنزیهی.

۱ - مکروه تحریمی حرامو ته نژدی دی، حکم یی دا دی چی پریښودو سره یی ثواب او کولو سره یی عذاب دی.

۲ - مکروه نتزیهی هغه دی چی د کولو نه یی پریښودل بهتره دی.

مفسد تعریف کړی؟

مفسد - مفسد هغه امر دی چی د یو جایز عمل ماتونکی وی، د مفسد حکم دا دی چی په قصد سره یی په کولو کی عذاب دی او په هیره سره کولو کی یی عذاب نشه.

لیمه وردګ