د لوی خدای ج په نامه
په نړی کی د یو ښه او هوسا ژوند د جوړولو لپاره له زده کړی پرته بل څه اهمیت نلری. خلک کولای شی له بیلا بیلو لارو د بیلابیلو ملتونو، پرګنو، او تمدنونو څخه هرڅه د خپلی راتلونکی د ښه کولو لپاره زده کړی.
جاپان، هو جاپان؛ د انسانی ژوند یوه نمونه کلتور، او بی ساری مدنیت.
له جاپانه باید زده کړل شی.
آیا پدی خبر یی چی په جاپان کی څه تیر شول او خلکو څه غبرګون و ښود؟
- د نړی تر ټولو یو له لویو زلزلو څخه چی ورپسی سمندری څپی (څونامی) هم د خلکو د ژوند د تباهی لپاره را پورته شوی، او هر څه یی له ځانه سره جارو کړل.
فکر وکړی.
د جاپانیانو د نمونه ژوند یو څو مثالونو ته:
۱- سکون :
په ټول جاپان کی یو کس هم فریاد او غوغا ونکړه. پداسی حال کی چی هر څه یی له لاسه ورکړی ؤ، خپلوان یی ورک او یا مړه شوی ؤ.
۲- شفقت او مهربانی:
خلکو به له بازار څخه یوازی د خپل ضرورت په اندازه توکی اخیستل، تر څو ټول تری ګټه پورته کړی.
۳- عزت:
د خوړو او اوبو د ویش پر مهال صفونه ډیر منظم، او هیچا کوم کشمکش یا ټیله تبنه نه کوله.
۴- د ودانیو قوت:
په دی زوروره زلزله کی یوه ودانی هم د زلزلی له کبله نده نړول شوی. سره ددی چی تر ټولو قوی زلزله پیښه شوی وه.
۵- نظم:
هیچا غلا ونکړه. هیچا د بل په حق سترګی پټی نکړی. یوازی پوهاوی ؤ او بس.
۶- فدا کاری:
د اتومی بټی د کار کونکو د ډلی څخه یی ۵۰ تنه د مرګ تر لحظی پوری د بشریت د خوندیتوب لپاره پدی بټیو کی خپلی هڅی کولی. دوی پدی پوره باور لری چی دوی به هرومرو په راتلونکی څو میاستو یا څو کلونو کی مړه کیږی.
۷- په واقعیت پوهیدل:
هیچا د میډیا په مغرضانه راپورونو او شایعاتو باور ونکړ، هر چا د واقعیت له مخی د پیښی څخه ځان خبراوه، او د جاپان دولت هم پدی برخه کی ریښتینی ؤ.
۸- مهربانی:
په هیڅ مارکیټ، دوکان، او رسټورانټ کی د جنس بیه لوړه نشوه، بلکه خپل تولیدات یی د عوامو د تقاضا د لوړیدو سره لوړ کړل.
۹- پوهاوی:
د ماشوم څخه نیولی تر سپین ږیری، هر څوک پوهیدل چی څه باید وکړی.
۱۰- وجدان او غمشریکی:
د جاپان شمالی برخه زیانمنه شوه، په مرکزی برخو کی خلکو د برق په کارونه کی د پام وړ کمښت راوست، تر څو چی د برق له انرژی څخه بی برخی شوی خلک هم ګټه پورته کړای شی.
۱۱- ملی احساس:
د جاپان د ټولو برخو څخه خلکو د خپلی رسمی دندی رخصتی اخیسته (چی معاش یی هم نه ورکول کیده) تر څو په زلزله ځپلی سیمو کی د بی وسه خلکو لاس نیوی وکړی.
۱۲- د علم اهمیت:
تر اوسه لا د خلکو د خوندی ساتلو اطمنان ندی حاصل شوی،هره ورځ په کمپونو کی خلک مری؛ مګر د سیمی د ماشومانو لپاره ښونځی پرانیستل شول.
خو راشی زموږ خلکو ته.....
لیمه وردګ