نجاست دوه قـسمه دى

يونجاست حكمى دى

بل نجاست حقيقى دى،

حكمى نجاست لكه بى اودسى ياجنابت چه ترحقيقى نجاست قوى اوډيردلمانځه مانع دى ځكه مصنف (رح) اول دحكمى نجا ست بيان وكړ،

اوس دحقيقى نجاست لكه بولى شراب، ګنګى او داسى نوروبيان كوى.

حقيقى نجاست پردوه قسمه دى

اول مرئى نجاست چه وچ شى په سترګوليدل كيږى لكه ګنګى، خوشايى اوداسى نور

دوهم غيرمرئى هغه نجاست دى چه وچ شى په سترګونه ليدل كيږى كه څه هم رنګ ئې معلو ميږى لكه شراب بولى، منى اوداسى نور.

پرلمونځ كونكى واجب دى چه نجاست له خپل بدن اوله خپلو جامو اوله هغه ځاى نه چه لمونځ پركوى ليرى كړى،

امام اعظم اوبوحنيفه (رح) اوامام ابى يوسف (رح) وايى چه د نجاست ليرى كول په اوبو او په هرهغه بهيدونكى مائع سره چه امكان دليرى كولو د نجاست ولرى روا دى لكه سركه، دګلګلاب اوبه (عرق ګلاب)، دصابون اوبه او داسى نور،

مګرپه شيدو سره د نجاست ليرى كول روانه دى،

ياران رحمة الله تعالى عنهما وايى كه موزه ياغاړه لرونكۍ بوټ په حقيقى مرئى نجاست سره ولړل شى وروسته له نجاست له وچيدلونه دى دغه موزه يابوټ په ځمكه پورى ومښل شى چه نجاست ورنه ليرى شى لمونځ دى ورسره اداكړى.

منى چه حقيقى غيـر مرئى نجاست دى كه موزه په ولړل شى اودغه منى لانده وه موزه دى ومنځل شى چه منى ورنه ليرى شى، كه منى پرموزه باندى وچ شوه نومنى دى له موزى نه وګرول شى كله چه منى له موزى نه ليرى شوه لمونځ ورسره روادى،

مګرامام شافعى (رح) وايى منى پاك دى كه لانده وى اوكه وچ وى پريمنځل دموزى واجب ندى،

كه هنداره ياتوره يابل نورانى جنس په نجاست ولړل شى دپاكيدودپاره په ځمكه سره مسح كول كفايت كوى ځكه چه نجاست نه په ننوزى او دباندنى نجاست په مسح سره ليرى شو.

كه ځمكه په نجاست ولړل شى اودغه نجاست په لمرسره وچ شى نښان (اثر) دنجاست ورك شى نوپرهغه ځمكه لمونځ روادى، مګر تيمم پرروانه دى ځكه چه دتيمم دپاره پاكه ځمكه په قرآن سره ثابته ده چه قول دخداى (ج) دى ﴿فتيممو صعيدا طيبا﴾،

د ځمكى پاكى وروسته له وچيدو نه په حديث سره ثابت ده قول د عليه السلام دى ﴿ زكواة الارض يبسها﴾، كه بدن يا جامى په غليظ(قوى) نجاست سره ولړل شى لكه وينه، ګنګى، بولى شراب اوداسى نور اومقدار دنجاست يو درهم ياتر يوه درهم ليږ وى اولمونځ كونكى دغه نجا ست نه وى ليدلى لمونځ وكړى لمونځ ئې صحيح دى،

كه مخ كښى له لمانځه دغه نجاست ووينى بيا لمونځ وكړى نولمونځ ئې مكروه دى،

كه مقدارد نجاست تريوه درهم بالاوو كه څه هم لمونځ كونكۍ له نجاست نه بى خبره وى لمونځ ورسره روانه دى،

كه ئې لمونځ ورسره كړي وو بيرته به ئې راګرځوى،

كه دچاجامى په خفيف نجا ست ولړل شوى لكه دهغه حيوان بولى چه غوښى ئې خوړل كيږى لكه دپسه بولى يا دوزګړى بولى يادغويى بولى اوداسى نور، ترڅوچه څلورمه حصه دهغه جامى نه وى لړل شوى لمونځ ورسره روادى، كه څلورمه حصه يا اضافه ترڅلورمى حصى دهغه جامى لړل شويوه نوبيالمونځ ور سره روانه دى

 

لیمه وردګ