نفاس هغه وينه ده چه وروسته دكوچنى له زيږيدلونه دښځى له رحم نه رابهيږى،
كومى وينى چه له اميدوارى ښځى نه راوزى او هغه وينى چه د كوچنى دزيږيدلوپه وخت مخكى د كوچنى تر راو تلو د ښځى له رحم نه راوزى استحاض (مريضى) ده،
هم به لمونځ كوى اوهم به روژه نيسى،
كه له ښځى نه د لمانځه پر وخت مخكى د كوچنى تر راوتلو وينه جارى شوه دغه لمونځ به كوى كه ئې اودس كولاى شو اودس دى وكړى كنه تيمم دى وكړى لمونځ دى په ولاړه ياپه ناسته ياپه پروتى ياپه اشاره سره اداكړى
كه د لمانځه وخت ورنه تير شو ددغه لمونځ قضاء به راوړى،
كم مدت دنفاس حد (اندازه) نلرى ولى ډير مدت ئې څلويښت ورځى دى
كه له څلو يښت ورځونه زياد شى نواستحاضه ده، بعضى ښځى كه څه هم له نفاس نه پاكى شى بياهم دوى د نفاس څلويښت ورځى پوره كوى نه د الله (ج) لمونځ كوى اونه ئې روژى نيسى چه دبى علمۍ اوبى خبرۍ نتيجه ده،
څرنګه چه دنفاس كم مدت معلوم نه دى نو هر كله چه دوينى جريان ورك شو ښځه به غسل كوى اودخپل پروردګارعالم عبادت به په ښه شوق اوزوق سره كوى.
كه دښځى د لنګون نه وروسته د وينى بهيدل ترڅلويښت ورځوزیات شوه اوپخواهم دا ښځه لنګه شوي وه دنفاس عادت ئې شل ياپنځه ويشت يا ديرش ورځى وو نواوس به هم دپخوا دعادت سره د نفاس ورځى حسابوى، غسل به كوى له عادت وروسته چه هر څو ورځى تيرى شوي وى دهغو ورځو د لمونځونو او روژو قضاء به راوړى متباقى ورځى استحاض دى، كه ددغى ښځى عادت دنفاس نه وو نونفاس ئې څـلويښت ورځى دى،
حضرت امام ابوحنيفه (رح) او امام ابى يوسف (رح) وايى كه ښځى دوه بچيان وزيږول نفاس ئې له لومړى بچى دراوتلووروسته شروع كيږى، امام محمد(رح) اوامام زفر(رح) وايى چه ددغى ښځى نفاس له دوهم بچى له را وتلووروسته شروع كيږى، څلورواړه امامان موافق دى چه ددغى ښځى نفاس دعدت دتيريدوپه باب ددوهم بچى دراوتلو وروسته شروع كيږی
لیمه وردګ