د انسـان اوحـيـوان پـسخـورده اوبه

پسخورده دانسان اودآس اودهرهغه حيوان چه دغوښوخوړل ئې روا وى پاكه ده، پسخورده دسپى او دخنزيراوڅيرونكوچارپايانو لكه ليوه، زمرى، شغال، پړانګ اوداسى نورومرداره ده، پسخورده د پيشو، دكوڅه ګښتى چرګى ياچرګ، دهغه څيرونكومرغانوچه غوښى ئې نه خوړل كيږى لكه ټپوس، كارګه پكه باښه اوداسى نوراودهغه حيوانانواوخزندګانوچه په كوروكښى ژوندكوى لكه موږك او مار مكروه ده، پسخورده دخره اودغاترى مشكوكه (په شك) ده، كه څـوك دلمانځه پروخت داودس كولودپاره اوبه پيدا نه كړى دخره ياغاترى په پسخورده اوبودى اودس وكړى بيادى تيمم ووهى او لمونځ دى وكړى، كه اول تيمم ووهى بياپه دغه پس خورده اوبواودس وكړى صحيح دى

لیمه وردګ