دحـوض داوبـوبيـان
يودومره لوى حوض چه په يوه څنډه كښى ئې مردارى ولويږى اودمقابلى څنډى اوبه پلاس سره وښورول شى كه مردارى ونه ښوريدل نودمردارۍ په مقابله څنډه كښى اودس اوپاكى رواده ځكه چه معلومه شوه چه دمردارۍ تاثيرومقابلى څنډى ته نه دى رسيدلى، داغه رنګه مرګ دهرهغه خزنده ياالوتونكى چه وينه نه لرى اوپه اوبوكښى ژوندكوى اوبه نه په مرداريږى لكه غوماشه ، مچ، مچۍ، لړم، چونګښه اوداسى نور، اوهم مرګ دهغه خزند ګانوچه په اوبوكښى ژوندكوى اوبه نه په فاسديږى لكه ماهى، مار، چونګښه، چونګاښ اوداسى نور.
استعمال شوى اوبه : هغه اوبه چه يوځل استعمال شويوى دوهم ځل دبى اودسۍ دليرى كولو د پاره ئې استعمال روانه دى مستعمل شوى اوبه هغه دى چه يوځل اودس په تازه شويوى ياغسل په شويوى كه څه هم دغه اودس ياغسل ثوابى وی .
لیمه وردګ
05.03.2011
- لیمه وردګ
.په كومواوبواودس غسل اودجامووينځل روادىدآسمان په اوبو(دباران په اوبو) دشيلى په اوبو، دچينى په اوبو د څاهانوپه اوبو، دسند په اوبو، دويالې په اوبو.طهارت (پاكى) په هغه اوبوسره نده رواچه په نښتځلو سره له ونى ياميوى څه راووزى لكه د انګورو يا...
05.03.2011
- لیمه وردګ
دڅـاه داوبـوتـفـصيـل
كه په څاه كښى مردارى ولويږى نوضروردى چه ټوله اوبه له څانه راوكښل شى اوڅاه وچ شى چه حلال شى، كله چه نورى اوبه له چينونه وڅاته راشى نومعملومه خبره ده چه پاكى اوحلالى دى. كه په څاه كښى موږك ياچوغكه ياوړوكى سورسری چوغكه يا توردلى (كوچنى تورمرغه) ياكربوړى مړشى وروسته دمړه شى له راايستلونه به له شلو(٢٠) نه ترديرش (٣٠) سلوغوپورى اوبه له دغه څاه نه راكاږى، تفاوت په تعدادكښى دسلوغوپه ظرفيت د سلوغوتعلق لرى يعنى كه سلوغه لويه وى نوحكم دشلو(٢٠) سلوغودى كه سلوغه وړه وى نوحكم د...