.
په كومواوبواودس غسل اودجامووينځل روادى
دآسمان په اوبو(دباران په اوبو) دشيلى په اوبو، دچينى په اوبو د څاهانوپه اوبو، دسند په اوبو، دويالې په اوبو.
طهارت (پاكى) په هغه اوبوسره نده رواچه په نښتځلو سره له ونى ياميوى څه راووزى لكه د انګورو يا انارواو داسى نوروميوڅه چه را ووزى، پركومواوبوچه بل جنس غلبه وكړى (بل جنس ډيرپه ګډ شى) لكه خاورى، ريګ، شربت، شيدى، دباغلى اوبه، دزردكو اوبه، ښوروا، دګلابواوبه چه اصل اوبه له خپل طبيعت نه واوړى پاكى په روانه ده .
پاكى اوطهارت روادى په هغه اوبوچه يوپاك شى په ګډ شى او يو صفت له صفتوڅه داوبووربدل كړى لكه دسيل اوبه، د ګردماجو اوبه اوهـغه اوبـه چـه زمۍ، زعفـران اوصابـون په ګـډ شـويوى .
كه په ولاړواوبوكښى نجاست ولويږى اوبه كه لږوى اوكه ډيرى وى اودس ياغسل په كول روانه دى ځكه چه نبى عليه السلام امر كړيدى چه ولاړى اوبه دى له نجاست نه وساتلى شى اوفرمايلى دى چه څوك دى په ولاړواوبوكښى بولى نه كوى، د جنابت غسل دى نه پكښى كوى، همدارنګه رسول الله (ص) فرمايلى دى هرڅوك چه له خوب نه ويښ شى ترڅوچه خپل لاس ئې درى ځلى وينځلى نه وى د اوبوپه لوښى كښى دى نه غوټه كوى ځكه چه دغه شخص خبرنه دى چه زمالاس له بدن نه چيرته ويده وو. كه په روانواوبو كښى مردارى (نجاست) ولويږى په هغه سره اودس تازه كول غسل كول اونوره پاكى په رواده ترڅوچه اثردمردارۍ په دغه اوبوكښى معلوم نشى، خوپه روانواوبوكښى تاثير د مردارۍ نه پاتيږى.