غسل پردری قسمه دی فرض غسل، واجب غسل او سنت غسل.
فرض غسل: دری(٣) ډوله دی دجنابت غسل، دحيض غسل اودنفاس غسل، په غسل كښى دخولی، پوزی اوټول بدن ويمنځل فرض دی.
يادونه : په غسل كښى ډيراحتاط پكاردی دبدن هرهغه ځای چه بی تكليفه اوبه وررسيږی وينځل ئې فرض دی لكه دغوږو شپيلۍ دنوغار، دورځو او بريتو پوست، د ږیری مابين، د ښځى د باندی فرج . لازم ندی چه ښځه ګوته په فرج دننه كړی، همدارنګه كه دښځى سراودلی نه وو نو د ټولو ويښتانو پريمنځل ئې فرض دی كه ئې كوڅۍ او دلی وی نو د كوڅيو د بيخ لندول كفايت كوی ځكه دغسل دپاره دكوڅيوسپڼل حرج اوتكليف دی، كومی ښځى چه دسرټول ويښتان په كنډورولړلی وی اودغسل په وخت كښى محضى اوبه پرتويوی اوبه دويښتانووبيخ ته نه رسيږی غسل ئې صحت نه مومی نوبيا دغسل دصحت دپاره دكوڅيوسپڼل فرض دی، دغسل په وخت كښى كه دچاغوږوالی په غوږوى يائې ګوتمۍ په ګوته وى ښورول ئې ضروردى څودغوږواليوسورى اودګوتمۍ لاندى پوست ته اوبه ورسيږى اوغسل صحت ومومى.
دغسل سنتونه : ددواړولاسونووينځل تربندوپورى، استنجاوهل كه څه هم نجاست موجودنه وى، كه نجاست موجودوى هغه به له بدن څه ليرى كوى، بيادى داسى اودس تازه كړى لكه دلمانځه دپاره چه ئې تازه كوى مګرپښى دى نه وينځى، بيادى درى ځله پرسراوټول بدن باندى اوبه توى كړى دغسل له ځاى نه دىګوښه شى اوخپلى پښى دى ووينځى، كه په غسل كښى دښځى د ويښتانووبيخ ته اوبه رسيدلى نوخپلى كوڅۍ دى نه سپڼى.
فرض غسل : دنر له آلت څخه يا دښځى له فرج څخه د شهوت په اثر په غورځنګ سره د منى راوتل كه په خوب كښى وى كه په ويښه كه په بى هوښى سره وى كه د هوښ په حال كښى وى كه دجماع په ذريعه وى اوكه غيردجماع، كه دتصورياچرت په ذريعه وى ياپه كوم بله ذريعه وى فرض دى چه غسل به كوى، په بل عبارت سره كه يوڅوك درند شى پورته كړى اومنى ورنه راووزى نوغسل پرى نشته ځكه چه اثردشهوت نشته، همدارنګه كه دنراو ښځى دسنتۍ ځايونه سره يوځاى شى اودنردآلت سرترسنت شوى ځاى پورى دښځى په آلت كښى پټ شى يا د نارينه دخاص اندام سردژوندى بنى آدم كه نروى كه ښځه دلويو بولوپه ځاى كښى ننوزى كه منى ورڅه راووزى اوكه راونوزى، كه دوى دواړه بالغ وى نوپردواړوغسل فرض دى كه يوبالغ وى نوپربالغ باندى غسل فرض اوپرنابالغه غسل فرض نه دى، دغه رنګه دحيض اونفاس ترختميدلو وروسته هم غسل فرض دى چه دحيض كمه موده درى ورځى اوشپى اوزياته موده ئې لس ورځى اوشپى ده، كه د ښځى نه دوينو تويدل تردرو ورځواوشپوكم وه ياترلسو ورځواوشپو زياد وه نوداحيض نه دى بلكه استحاضه (مريضى) ده، دحيض په ورځواوشپو كښى ښځى ته حكم دى چه لمونځ به نه كوى، روژه به نه نيسى، قرآئت دقرآن كريم به نه كوى اودميړه سره به جماع نكوى مګرمستحاضه (مريضى) ښځى ته ددى هرڅه اجازت شته خواودس به تازه كوى.
واجب غسل : كوم كافرچه مسلمان شى اودكفرپه وخت كښى داسى حالت ورباندى راغلى وى لكه پرمسلمان چه غسل فرض كيږى هغه لمبيدلى نه وى يالمبيدلى وى خوپه شرعى طريقه نه وى لمبيدلى نوغسل ورباندى فرض دى.
هغه غسلونه چه رسول الله (ص) سنت ګڼلى دى
دجمعى دورځى غسل دجمعى دلمانځه دپاره، ددوو(٢) اخترو د لمونځونودپاره، دعرفات دورځى غسل چه څوك په عربستان كښى دعرفات پرځمكه وى اودحج اودعمرى داحرام دپاره .
دمذى او ودى پرراوتلوغسل نشته بلكه ددواړوپه راوتولوسره اودس ماتيږى، مذى هغه سرښناكه سپينى اونرمى اوبه دى چه دنراوښځى دساعت تيرى په وخت كښى دذكرڅخه دنراوله فرج څه دښځى راوزى شهوت نه په مړكيږى اوغسل نه دى پرواجب . ودى هغه خټه اوبه دى چه دنرياښځى نه تربولو وروسته بيله شهوت نه راوزى
لیمه وردګ