دطهارت (اودس) دواجب كيدلودليل قول دالله (ج) دی چه دقرآن شريف د المآئدة دسورت پـه شپـږم آيت كښی فـرمايى:
﴿يآيهاالذين امنوااذاقمتم الى الصلوة فاغسلووجوهكم وايد يكم الىالمرافق وامسحوبرءوسكم وارجلكم الى الكعبين﴾
يعنی ای هغوكسانوچه ايمان موراوړيدی كله چه تاسی هڅه وكړی ولمانځه ته نوووينځی مخونه خپل اولاسونه خپل دڅنګولو سره اومسح وكړی پرخپلوسروباندی اوهمدارنګه ووينځی پښی خپلی دبجولكو(پړكيو) سره .
ديادونی وړده چه دمخ دوينځلواندازه دتندی دلوړى برخی څه تر زنی لاندی پوری اوږدوالی اوديوه غوږ دنرمۍ څه دبل غوږ تر نرمۍ پوری ئې پسوردی.
اودس (طهارت) فرض دی ولی مصنف (رح) واجب ذكركړيدی، كه څه هم دفرضومنكركافراودواجب منكرنه كافركيږی خودعمل په ميدان كښی دواړه يودی، كه څوك عمل دفرض يادواجب ونه كړى نوددوږخ سزابه وينی.
په اوداسه كښی ددرو(٣) اندامونوپريمنځل اودسرمسح كول فرض دی، كه څه هم داودس فرضونه څلوردی ولی مصنف (رح) دواړه لاسونه پريوه اندام اودوی پښی پريوه اندام شميرلی دی.
پريمنځل دڅنګلواوبجلكو(پړكيو) زموږدمذهب ددرو (٣) علماوو په نيز داوداسه په فرضوكښی داخل دی يعنی كه ونه وينځل شی نواودس نه صحيح كيږی، علماءكرام زموږ دمذهب امام اعظم ابوحنيفه (رح) چه اصل نوم ئې نعمان دی، دوهم دامام صاحب شاګردقاضی القضات اولوی مجتهد ابويوسف (رح)، دريم دامام اعظم ابوحنيفه (رح) بل شاګردچه په مذهب كښی ئې ډيرلوی كتابونه تصنيف كړيدی لكه مبسوط، جامع صغير، جامع كبير، زيادات، هارونيات اوداسی نور، محمد (رح) دشيبانی (رح) زوی دی. امام زفر (رح) په پورته موضوع كښی زموږ ددرو(٣)علماوو دحكم مخالف دی، دده په نيزد په اوداسه كښی دڅنګلو او بجلكو پريمنځل فرض نه دی. دسرپه مسح كولوكښی اندازه دنزلی فرض ده چه دغه نزله څلورمه دسركيږی لكه څنګه چه روايت دی له المغيره بن شعبه (رض) نه چه په تحقيق سره نبی (ص) ديوقوم د حاجت رفع كولوځای ته راغى اوهلته ئې خپل حاجت رفع كړ (بولي ئې وكړی) بيائې اودس تازه كړاومسح ئې پرمباركه نزله او پرهغوموزوباندی وكړه چه په پښوئې وی .
ويمنځل ددواړولاسو دی مخكی له هغه نه چه په كوم لوښی كښی لاسونه غوټه كړی لكه څنګه چه نبی (ص) فرمايلی دی هرڅوك چه ستاسونه له خوب نه راويښ شی ترڅوچه دری(٣) ځلی ئې خپل لاسونه وينځلی نه وی لاس دی په لوښی كښی نه غوټه كوی ځكه چه دغه انسان خبرنه دی چه دخوب په حال كښی ئې لاس دبدن دكومی حصی سره پروت وو.
د اوداسه سنت:
په شروع كښى داوداسه د بسم الله الرحمن الر حيم ويل دی، بل سنت دمسواك استعمالول دی، بل سنت په خوله اوپه پوزه اوبه لغړول دی، بل سنت دغوږومسح كول دی، بل سنت دږيری خلا لول دی، بل سنت خلالول د لاسونواودپښودګوتو دی، بل سنت دری(٣) ځله وينځل داندامودی .
يادونه : سنت هغه عمل دی چه رسول (ص) هميشه توب پركړى وی مګريويادوه ځلی ئې پری ايښی هم وی، دسنت كول ثواب دی اوپرنه كولو ئې جزاشته .
داودس مستحبـات
داودس په شروع كښى نيت كول مستحب دی، بل مستحب دټول سرمسح كول دی، بل مستحب په ترتيب سره اودس كول دی پس شروع دی كوی په هغه اندام چه خدای پاك ئې په ذكرشروع كړيده او په ښی طرف، يعنی اول دمخ وينځل بيادښی لاس وينځل بيا دكيڼ لاس وينځل بيادسرمسح كول بيا راسته پښه وينځل اوبيا چپه پښه وينځل مستحب دی.
داودس مـاتـونكـو بيـان
هرهغه شی چه د انسان د هری يوی لاری څه ددوو لارو راووزى (د مخ يادشالار) لكـه باد ( تیز يا پسكۍ)، بولی، غول وينه، منی، ودی چنجئ، همدارنګه كه دبدن دهرځای نه وينه زوی ياژړی اوبه راووزی اودراوتلی ځای نه تجاوزوكړى اوداسی حصی ته ورسيږى چه پرهغه باندی حكم دپاكــيــدو وی اودس ئې مات شو بل لمانځه ته به اودس نوی كوی، په بل عبارت كه دغه وينه يازوی ياژړی اوبه دبدن له هرځای نه راووزی اوله راوتلی ځای نه بلی خواته تيری ونكړی نواودس نه ماتيږی، په ډكه خوله قی وهل هم اودس ماتوی، په خوب سره هم اودس ماتيږی يعنی كه چاپريوه شى څنګ اچولی وو يائې شا ويوشی ته تكيه كړيوه اوويده وو كه د څنګ يادشاتكيه ورنه ليری شى اودغه شخص غوزارشى نواودس ئې مات دی بل لمانځه ته به اودس نوی كوی، كه ويده نه وو محضی ئې سترګی پټی كړيوی چورت ئې وهی نواودس ئې مات ندی، كه دغه شخص په پټوسترګو ياروڼوسترګوله خوب سره عادت درلودی اوويده شوی وو نوبيائې هم اودس مات دی بل لمانځه ته به اودس نوی كوی همدارنګه غلبه پرعقل په سبب دبيهوښۍ اوليونتوب اودس ماتوی يعنی كه څوك دنيشی يا كومی ضربی په وجه داسی بيهوښه شى چه دنراوښځى توپيرنشى كولای ياليونی وی دنراوښځی توپيرنشی كولای نوبی اودسه دی داغه رنګه په هرهغه لمانځه كښی چه ركوع اوسجده ولری قهقه خندا(په لوړآوازخندا) كول اودس په ماتيږى
لیمه ودرګ