دقـضائي لـمونـځـونـوقـضاء راوړول

كه له چانه لمونځ فوت (قضاء) شونوكله چی ورپياد شى د هغه لما نځه قضاء دى راوړى،

قول دعليه السلام دى ﴿من نام عن صلوة اونسيهافليقضهااذاذكرها﴾ يعنى كه څوك ويده شو له لمانځه څخه يائې هيرشو نو كله چی ورپياد شى قضاء دى راوړى،

قضائي لمونځ دى د وخت د لمانځه ترمخه وكړى،

كه ويره وه چه د قضائي لمونځ په كولو د وخت لمونځ قضاء كيږى نو د وخت لمونځ دى تر مخه كړى بيادى قضائي لمونځ وكړى،

كه له چانه ډيرلمونځونه قضاء شوي وه نو په ترتيب سره دى قضاء راوړى لكه څنګه چه په اصل كښى واجب شويدى،

دبخارى او د حديثونو په نورو كتابو كښى ذكرشوى دى چه دخندق په مشهوره غزاكښى له رسول الله (ص) او اصحابانو(رض) څخه څلور لمونځونه قضاء شول نوعليه السلام په ترتيب سره راوګرځول بيائې داسى وويل ﴿صلو كما رايتمونى اصلى﴾ يعنى لمونځ وكړۍ لكه څنګه چه زه مو وليدم چه لمونځ مى وكړ،

څرنګه چه هغه لمونځونه په ترتيب وه نوپه امر د عليه السلام ترتيب واجب شو، كه له چانه ترپنځه لمونځو ډيرقضاء شول نودقضاء راوړلودپاره ئې ترتيب ساقط شو مګر قضاء به ئې راوړى 

لیمه وردګ