دلمانځه وختونه : دسهاردلمانځه اول وخت كله چه دوهم سپينوالى دآسمان په كناروكښى پاشلى معلوم شى(دوهمى سفيدى ياصبح صادق) اوآخروخت دسهاردلمانځه دلمـرڅرك تر مخه دى .

دماپښين دلمانځه اول وخت دلمردزوال نه وروسته اوآخروخت ئې دامام اعظم اوبوحنيفه (رح) په نيز ماسيوادوخت له سيورى نه چه سيورى ديوه جنس دوه چنده ته ورسيږى، مګرامام ابى يوسف (رح) او امام محمد(رح) وايى ماسيوادوخت له سيورى نه كله چه سيورى ديوه جنس يوه چندته ورسيږى آخر وخت دماپښين د لمانځه دى،

اول وخت دمازديګردلمانځه چه دماپښين دلمانځه وخت تيرشى او آخر وخت ئې دلمرلويدونه مخكى دى، مګرحسن بن زياد(رح) وايى چه لمرژيړشى دمازديګردلمانځه وخت تيرشو زموږ په مذهب دغه وخت لمونځ مكروه دى،

دماښام دلمانځه اول وخت له لمرلويدونه وروسته دى اوآخروخت ئې چه شفق نه وى لويدلى، په نيز دامام اعظم (رح) شفق هغه سپينوالى دى چه دمغرب په خواكښى دآسمان په كناره كښى له سرخۍ نه وروسته معلوميږى، امام ابى يوسف (رح) اوامام محمد(رح) وايى چه شفق پخپله دغه سرخى ده،

اول وخت دماخستن دلمانځه چه شفق غائب شواوآخروخت ئې له دوهم سپينوالى (صبح صادق) نه مخ كښى دى، اول وخت دوترلمانځه دماخستن دلمانځه نه وروسته دى اوآخروخت ئې له صبح صادق (سفيدوچاودلو) نه مخ كښى دى. دسهارلمونځ په رڼاكښى اداكول افضل دى، عليه السلام وايى چه دسهارلمونځ په رڼاكښى ډيرونكى دثواب دى، پدغه اړوند فقيه ابوجعفرطحاوى (رح) له حضرت على (رض) څخه روايت كړيدى او ديلمى هم له انس بن مالك (رض) نه روايت كړيدى همدارنګه طبرانى (رح) اوبزار(رح) له ابوهريره (رح) نه روايت كړيدى اوداسى نور.

دماپښين لمونځ په اوړى كښى مستحب دى چه په داسى وخت كښى اداشى چه هواسړه وى اوپه ژمى كښى په اول وخت كښى اداشى .

دمازديګردلمونځ ځنډول مستحب دى ترڅوچه دلمررڼاتغيرونكړى (لمرژيړنه شى)، مستحب دى چه دماښام لمونځ وختى اداشى مستحب دى چه دماخستن لمونځ تردريمى حصى پورى دشپى وځنډول شى، هغه څوك چه دشپى له لمانځه (تهجد) سره مينه لرى مستحب دى چه وتر د شپى ترآخرپورى وځنډوى يعنى له تهجدنه وروسته دى وتراداكړى، كه څوك ډاډه نه ووچه دشپى لمانځه ته راويښ شى نودخوب نه مخ كښى دى وترلمونځ اداكړى

لیمه وردګ