هرسنت نفل دى او هرنفل سنت نه دى، په ترمذى اونسائى كښى ليكلى دى چه رسول (ص) فرمايى كه چاپه شپه اوورځ كښى پردوولس ركعتو هميشه توب وكړالله (ج) به په جنت كښى كور ورته جوړكړى،
دوه ركعته دسهاردلمانځه ترمخه،
څلورركعته دماپښين دلمانځه تر مخه اودوه ركعته وروسته،
دوه ركعته دماښام ترلمانځه وروسته
دوه ركعته دماخستن دلمانځه وروسته .
څلورركعته نفل دمازديګردلمانځه ترمخه مستحب دى كه څوك وغواړى دوه ركعته دى وكړى،
څلورركعته نفل دماخستن دلمانځه ترمخه مستحب دى كه څوك وغواړى دوه ركعته دى وكړى
كه څوك غواړى چه نفل لمونځ د ورځى دوه ركعته په يوه سلام وكړى اوكه ئې خوښه وى څلورركعته دى په يوه سلام وكړى خو ترڅلورركعته اضافه په يوه سلام مكروه دى،
امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايى نفل لمونځ په شپه كښى اته (٨) ركعته په يوه سلام روادى مګراضافه تراته ركعته په يوه سلام مكروه دى،
امام ابى يوسف (رح) اوامام محمد (رح) وايى چه په شپه كښى اضافه تردوه ركعته نفل لمونځ په يوه سلام روانه دى يعنى دوه ركعته افضل دى، دامام اعظم (رح) په نيزڅلورركعته نفل دى د ورځى او هم د شپى. اوپه نيزديارانو(رح) دورځى څلورركعته نفل په يوه سلام دى اود شپى دوه ركعته نفل په يوه سلام دى،
قرائت ويل د فرض لمانځه په اول دوه ركعتوكښى واجب دى اوپه آخردوه ركعتو كښى لمونځ كونكۍ اختيارلرى كه غواړى قرائت دى ووايى كه غواړى تسبيح دى ووايى اوكه ئې خوښه وى خاموش دى ودريږى مګر قرائت ويل افضل دى ،
قرائت ويل په ټولونفل او وترلمونځو كښى واجب دى،
كه چاپه نفلى لمونځ شروع وكړه اولمونځ ئې فاسد كړ نوبيرته دى قـضاء راوړى، مګرامام شافعى (رح) وايى چه قضاء ئې نشته، دا حكم هله دى چه په قصد سره داخل شى كه په سهوه سره داخل شى بيائې قضاء نشته لكه چه څلورركعته نفل پوره كړى په سهوه سره پنځم ركعت ته ولاړشى وروسته ورپياد شى هغه فاسد كړى نوقضاء ئې نشته،
كه چا د څلورركعتونفل لمونځ نيت كړی وو اوله ناسته ئې وكړه وروسته لمونځ ورنه فاسد شونو د دوو ركعتوقضاء دى راوړى ځكه چه اول دوه ركعته ئې د اولى ناستى په تكميل سره صحيح شوه، كه څوك په ولاړه سره د نفل لمانځه پركولوقادروى ولى بيله عذره ئې په ناسته وكړى څه حرج نشته مګرثواب ئې نيم دى،
امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى كه چاپه ولاړى دنفل لمونځ شروع وكړه اوبيابيله عذره كښينستى لمونځ ئې صحيح دى ځكه چه ولاړه په نفل لمانځه كښى فرض نه ده نو كول اونه كول ئې برابردى، كه څوك دښاردباندى وى يعنى تر آباديووتلى وى پربوده (حيوان) باندى نفل لمونځ كول روادى هر طرف ته چه دبوده مخ وى وهغه طرف ته دى په اشاره لمونځ وكړى
لیمه وردګ