عليكم بالصدق فإن الصدق يهدي إلى البر وإن البر يهدي إلى الجنة وما يزال الرجل يصدق ويتحرى الصدق حتى يكتب عند الله صديقا ) رواه مسلم.

دریم فصل پوښتنی

 ۱- سوال: رښتیا ویل څه فایده لری؟

۱- ځواب: رښتیا ویل یو له غوره اخلاقو اوښو خویونو څخه ګڼل کیږی، چی د هغه په وسطه انسان ته په دنیا کی ستر عزت او منزلت په برخه کیږی او د خلکو په زړونوکی ځای نیسی او په اخرت کی د زیات اجر او ثواب مستحق کرځی.

۲- سوال: د دروغو اضرار او بد عواقب بیان کړی؟

۲- ځواب: دروغ ویل ډیر بد کار دی او دروغجن سړی د هیچا نه خوښیږی ، او په هر کار کی ناکامه وی خدای (ج) هم دروغجن خلک نه خوښه وی ، او هر مومن ته په کار ده چی خپل ځان په رښتیا ویلو سره عادت کړی.

۳- سوال: د رښتیا ویلو دینوی او اخروی ګټی بیان کړی؟

۳- ځواب: د رښتیا ویلو دینوی رښتیا ویل انسان نیکو کارونو ته هڅوی او د نیک کارانو ځای جنت دی،رښتیا ویوو نکی انسانان د هرچا خوښیږی اوهر څوک  هغی ته عزت کوی.

لیمه وردګ.