له يو مليارد په ډېرو پيسو واده وشو

د هند  په پلازمينه نوي ډېلي کی سووېل ته په جوناپور سيمه كې په ستره كرنيزه ځمكه كې، د يو واده لګښت له يو مليارد روپيو ډېر شو، چې د اړتيا وړ اسانتياوې او امكانات يې له يوه هوټل نه اجاره كړل شوي وو.

ددغو مراسمو لپاره د هند له مختلفو سيمو هنرمندان راغوښتل شوي ول او د واده د ځاى ښكلولو لپاره يې يوه مياشت كار وكړ.

د ناوې پلار  خپل زوم ته يوه چورلكه، چې په ۳۳۰  ميليونه هندي روپيو يې رانيولې وه، په ډالۍ وركړه( كش كې پښتنو كې هم داسې رواج وى، چې د ناوې كورنۍ پر  زوم لګښت كولى).

ناوې او زوم د ګوجر قوم د دوو ځايي سياستوالو لور او زوى دي، چې پلازمينې ډېلي ته څېرمه اوسي او د دغې سيمې خلك په ودونو كې ډېر لګښت كوي او خپلو زومانو ته موټران او سره زر وركوي او ان دندې او كارونه ورته پيدا كوي.

دا هم ويل كيږي، چې دا ډول رواجونه هغو خلكو ته په سرخوږي بدل شوي، چې پيسې نه لري او ستر پورونه كوي، چې خپلو زومانو ته ګرانبيه ډالۍ واخلي.

د زوم پلار  وايي، چې سلماني ته يې ۲۵۰ زره روپۍ وركړې، چې د زوى وېښتان يې ور سم كړي.

د دغې سيمې سلمانيان هم وايي، چې له خپل كار نه راضي دي او د زومانو او ناويانو په سينګارولو كې ډېرې روپۍ ترلاسه كوي.

يو وايي، چې د يو زوم له سينګارولو وروسته يې پر پيسو سربېره يو ټپټپى(موټر سايكل) او ګاډى(موټر) هم ترلاسه كړل. 

له تاند څخه په مننه

لیمه وردګ