ناوې او زوم د موټر پرځای له لوډره کار واخیست

 په چین کې یوې جوړې د دې لپاره چې د واده مصرف کم کړي له یوه بارپورته کوونکې کرېن یا لوډر څخه کار واخیست.(ښايي په چین کې به هم ناوې او زوم ښار ګشته کوي)

۳۵ کلن زوم شانګ زونګ کیانګ ، چې د درنو یا لویو موټرو په یوه کمپنۍ کې مامور دی، خپله ناوې قانع کړه چې په لوډر کې ورسره سپره شي.

 دی وايي داسي ښکاري چې پروګرام یې بریالی وو ځکه چې ډېر زیات خلک د دوی د واده د مراسمو لیدو ته راټول شول.څو نورو لوډرونو هغه لوډربدرګه کاوه چې زوم او ناوې پکې سپاره ول.ټول لوډرونه په رنګارنګ پوپکونو یا پوکڼیو سینګار شوي وو.

 شپږ ویشت کلنه ناوې (يي یوزي) د خپل واده په باب وايي : په لومړي سر کې له دې ډول واده سره مخالفه وم خو بالاخره خاوند قناعت راکړ او راته ویې ویل چې که په دې ډول واده وکړو ، نوښت به مو کړی وي او د خلکو توجه به ځان ته واړوو.هماغسي وشول ، ډېرو خلکو موږ ته کتل چې زما لپاره دا ډېر په زړه پوري وو.

له تاندی څخه په مننه

لیمه وردګ