د ارجنتاین هیواد په اړه معلومات
د ارجنټاین هیواد د سهیلي امریکا د لویې وچې له هیوادونو څخه دی چې په اړه یې معلومات د سوال او ځواب په بڼه درسره شریکوو
۱- سوال: د ارجنتاین اوسیدونکی څومره دی او په کوم مذهب پیروان دی؟
۱- ځواب: (۳۷۰۰۰۰۰۰) اوسیدونکی لری او د کاتو لیک مذهب پیروی کوی.
۲- سوال: ارجنتاین په کوم کال کی خپلواکی تر لاسه کړه؟
۲- ځواب: (۱۸۱۶) کال کی یی خپلواکی تر لاسه کړه.
۳ـ سوال: د ارجنتاین عمده زراعتی توکی کوم دی؟
۳- ځواب: زراعتی توکی لکه غنم، جوار، انګور، ګنې، تنباکو، او د ستروس میوی پکی ډيری دی.
۴- سوال:د ارجنتاین مهم ښارونه کوم دی؟
۴- ځواب: مهم ښارونه عبارت دی، کوردوبا، روزاریو، مندوزا دی.
۵- سوال: د ارجنتاین صادرات کوم شیان دی؟
۵- ځواب: غنم، وړی، اوربشی او غوښه صادروی.
۶- سوال:ارجنتاین په کومو برخو ویشل شوی؟
۶- ځواب: ارجنتاین په دریو برخو ویشل شوی دی.
۱- د شاګو سوځوونکی دښتی.
۲- منځنی برخی چی په پامپا مشهوری دی او معتدله هوا لری.
۳- جنوبی برخی چی په پته ګونی شهرت لری، وچه او سړه هوا لری.
۷- سوال: کومو صنایعو په ارجنتاین کی وده کړی ده؟
۷- ځواب په ارجنتاین کی غوښی، د غنمواوړو، کیمیاوی موادو،ټوکرانو، ماشین الاتو ،موټرو او داسی نورو شیانو تولید ډیره وده کړی ده.
لیمه وردګ.