ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د نيټو مشر وايي نخښې نښانې ويني چې چين د اوکرين په جنګ کې د روس ملاتړ کولی شي

د روسي صدر ويلاډيمير پوټين د چين د کميونسټ ګوند د خارجه پاليسۍ مهم مشر وانګ يي ته مېلمستيا ورکولو په غرب کې انديښنې خؤرې کړي چې د کال نه روان جنګ کې چين تيار ښکاري روس له مظبوط ملاتر ورکړي

23.02.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

23.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

23.02.2023 امریکا غږ

څېړونکي: د ټي ټي پي قابو کولو دپاره پاکستان ته د افغانستان مرسته پکار ده

څيړونکي وايي پخوا هم پاکستان د تحریک طالبان پاکستان وسله وال قابوي کړي وو او اوس یې هم کولی شي خو اوس پکار ده چې په دغه لړ کې په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان مرسته وکړي.

23.02.2023 ډیوه

څېړونکي: په منطقه کې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره به د سيمې هېوادونو ته ګډه تګلاره جوړول وي

څيړونکي وايي په افغانستان کې ثبات او په منطقه کې د ترهګرۍ مخينوي لپاره به د پاکستان پشمول علاقايي ملکونو ته په ګډه يوه تګلاره جوړول پکار وي چې د هغې په اساس په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره خپلې اندېښنې شريکې کړي.

23.02.2023 ډیوه

په چین کې د کولې کان نړېدلی، لږ تر لږه پینځه مزدوران پکې وژل شوي او 48 کسان لا هم ورک دي

واشنګټن ــــ د چین سرکاري رسنۍ وایي د هېواد په شمالي سیمه «اِنر منګولیا» کې د کولې د یوه کان یا درنګ د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي او تر پېښې یوه ورځ وروسته 48 کان کیندونکي لا هم ورک دي. د چین سي سي ټي وي وایي دا پېښه د پرانیستې کندې په یو کان کې شوې ده چې د شینجینګ کول ماین په نوم کوچنۍ ځایي کمپنۍ یې چلوي، وایي کان د مځکې ښویېدو له کبله نړېدلی دی چې لسګونه کارګر پکې تر خاورو لاندې شول. د پنجشنبې- زیارت په ورځ د چین سي سي ټي وي د امنیتي کېمرې وېډیوګانې ښکاره کړې چې پکې ښکاري د غره له یوې غاړې د کان کندې ته د ډبرو او خاورو لویه برخې را لوېدلې چې یو شمېر مزدوران او ټرکونه تر لاندې شوي دي. سرکاري رسنۍ وایي د ژغورنې د ادارې 300 کارکوونکي په سیمه کې د درنو مشینونو او ژغورونکو سپیو په وسیله په بند پاته کان کیندونکو پسې لټون کوي او د را ایستلو چارې یې تر سره کوي. د چین د روغتیا مرکزي کمیشن د چارشنبې- شورو په ماښام وویل چې له ماین څخه شپږ ټپي شوي کسان ژغورل شوي دي. په روغتون کې داخل یو کان کیندونکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ سي سي ټي وي ته ویلي: "ما غرمه په 1:15 بجو کار پیل کړی وو چې ومې لیدل د غره څخه ډبرې را لوېدلې، حالت د وخت په تېرېدو نور پسې خرابېده، زموږ د را ایستلو کار چې شروع کېده هغه وخت ډېر ناوخته وو او غر را نړېدلی وو." رویټرز خبري ایجنسۍ وایي کوله یا د ډبرو سکاره په چین کې د انرجۍ لویه سرچینه ده، خو وایي دغه کانونه د نړۍ تر ټولو خطرناک دي او په تېرو کلونو کې د حکومت د بیا بیا حکم باوجود د کارکوونکو د خوندیتوب معیارونه پکې کمزوري دي. د چین سرکاري رسنۍ وایي صدر شي جینپینګ د چارشنبې- شورو په ورځ تر خاورو لاندې د کارګرو د موندنې او ژغورنې امر کړی، خو وایي بېګا ماښام په دویم ځل د مځکې ښویېدو د ژوندي پاته کسانو د موندنې کار له خنډ سره مخ کړی دی. صدر شي ویلي: "موږ بايد د ورکو کسانو د ژغورنې او د ټپيانو د علاج لپاره هر ډول ممکنه هڅې وکړو." د چین وزیراعظم لي کيچيانګ هم غوښتنه کړې ده چې په بیړنۍ توګه دې څېړنه وشي او د کان د نړېدو سبب دې معلوم کړل شي. د رویټرز په وینا د چین کانونه له تېر کاله راهیسې هڅه کوي د حکومت په غوښتنه د کولې رسد یا سپلای زیاته کړي او قیمتونه یې پر ځای وساتي. د یوې اندازې له مخې د چین حکومت به په 2022م کال کې د 260 میلین ټنه کولې د کیندنې د صلاحیت مسوده منظوره کړي. «اِنر منګولیا» د چین تر ټولو لویه د کولې د پیداوار سیمه ګڼل کېږي.

23.02.2023 ډیوه

نړيوال بانک د سېلابونو د مخنيوي په موخه کندهار کې يو شمېر پروژې پلي کوي

د کندهار ښار یو شمېر برخې هر کال د اورښتونو پر مهال د سېلابونو د راوتلو له امله له درنو مالي او ځاني زيانونو سره مخ وي، چې اوس تازه د سېلابونو د خطر د مخنیوي په پار د یو شمېر پروژو عملي چاري پیل شوي. بل‌خوا په کندهار کې د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان وایي، د دا ډول پروژو عملي کول به کندهار ښاريان د سېلابونو راوتلو له خطر څخه وژغوري. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

23.02.2023 ازادي راډیو

د پاکستان او امریکې د وزیرانو تر منځ تجارتي مذاکرات اووه کاله وروسته نن بیا پیلېږي

واشنګټن ــــ د پاکستان او امریکې تر منځ د تجارت په اړه په لویه کچه غونډه نن د فرورۍ پر 23مه په پایتخت واشنګټن ډي سي کې کېږي، امریکا وايي له پاکستان سره اقتصادي او تجارتي اړیکې اوږدمهاله او دوامداره ساتل غواړي. د پاکستان د تجارت د وزیر سید نوید قمر په مشرۍ یو پلاوی واشنګټن ته راغلی چې نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د «یو ایس پاکستان ټرېډ انویسټمنټ فرېم ورک ایګریمنټ (ټیفا) په بنیاد د امریکې د تجارت له استازې کېترین تایي او نورو اعلی چارواکو سره وویني. د ټيفا د وزيرانو وروستۍ غونډه په 2016م کال کې په اسلام اباد کې شوې وه. امريکا له تېرو 20 کلونو راهيسې په پاکستان کې د سرمایه کارۍ په برخه کې د سر په هېوادونو کې ګڼل کېږي. د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې یې د خپلې سرمایه کارۍ په تېر شل کلن تاريخ کې په 2022م کال کې سرمایه کاري 50 فیصده زياته شوې ده. د امریکې د خارجه وزارت ویاند وي او اې اردو ته د یوې پوښتنې په جواب کې ویلي دي چې له پاکستان سره د دوه اړخیز تجارت د لا زیاتولو لپاره ډېر پراخ امکانات شته. د وياند په وينا امریکا له پاكستان سره د انرجۍ، د کرهنې د الاتو او مصنوعاتو، فرنچایزنګ، د اطلاعاتو او مواصلاتو او ټكنالوجۍ په ګډون د سروسز په څانګو كې په ګډه كار كولاى شي. د پاکستان او امریکې تر منځ په تجارتي اړیکو کې په ظاهره د پیدا شوي حرکت په اړه په واشنګټن کې مېشت د اقتصادي چارو څېړونکی پروفیسر ثاقب رضاوي وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارتي اړیکو فعاله کېدل یو مثبت ګام دی. ښاغلي رضاوي له وي او اې سره په خبرو کې وویل چې که د پاکستان اقتصاد په بشپړه توګه فعاله وای نو له امریکې سره به یې خبرو اترو ډېرې ګټې او مثبتې نتیجې لرلې وای. پاکستان دا وخت له تر ټولو بد اقتصادي بحران سره مخ دی او د بهرنۍ زرِمبادله ذخیرې یې تقریباً درې اربه ډالرو ته را ټیټې شوې دي چې د اقتصادپوهانو په وینا د درو اوونیو د کنټرول شويو درآمداتو یا وارداتو د پوره کولو لپاره به په ګرانه پوره کېږي. له اسلام اباده د ای ایم ایف د پلاوي تر تلو وروسته د پاکستان مرکزي حکومت اوس د پیسو له نړیوالې ادارې سره د قرضو لپاره آنلاین خبرې کوي چې دا به نه یواځې د 1.2 اربه ډالرو قرضې ته لاره برابره کړي بلکې تمه کیږي چې کېدای شي ملګري هیوادونه هم ورسره مالي مرستې وکړي. د اقتصادي چارو څېړونکی پروفیسر ثاقب رضاوي وايي، د پاکستان اوسني غیرمستحکم اقتصادي حالت ته په کتو د تجارت او سرمایه کارۍ د پراخېدو په اړه ډېره هیله نه شي کېدای، ځکه چې وایي پاکستان ته د ور پېښو اقتصادي ستونځو له کبله یې تجارتي اړیکو ته وده ورکول یا اوسنۍ تجارتي اړیکې پراخول یو سست عمل ثابتېږي. ښاغلی رضاوي وایي: "دا توقع به غیرحقیقي وي چې [د امریکې او پاکستان ترمنځ] دا خبرې به د پاکستان د خلکو لپاره سمدستي ګټه ولري." د پاکستان د تجارت وزیر سید نوید قمر هم د چارشنبې- شورو په ورځ د پاکستان په سفارت کې د تجارت او کاروباري چارو لپاره د امریکې له ځانګړي استازي دلاور سید سره د پاکستان او امریکې د تجارتي اړیکو په لړ کې ولیدل. د پاکستان سفارتخانې په يو بيان کې دغه لیدنه د دوه اړخيزو تجارتي اړيکو د پراختيا دپاره مهمه بللې. له دې کتنې وروسته سید نوید قمر وویل چې د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې خبرې اترې د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو د څرنګوالي د ارزونې په برخه کې یو مهم پرمختګ دی. بلې خواته د پاکستان لپاره د امریکې پرنسپل ډپټي اسسټنټ سيکرټرې او ډپټي اسسټنټ سيکرټرې اليزبیت هورسټ په يو بيان کې ويلي، حکومت یې د پاکستان او امريکې اړیکو ته وده ورکول غواړي. وایي په دې لړ کې دواړو ملکونو د تجارت په اړه پر عملياتي مسایلو خبرې کړې دي او دواړو پرېکړه کړې چې د تجارت ښه پرمختګ ته د لومړیتوب ورکولو، همږغه کولو او خنډونو لرې کولو لپاره فوکل پرسنز وټاکي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نوید قمر هم د امریکې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې امریکې ته د پاکستاني امونو د برآمد کولو یا صادرولو موضوع یاده کړې ده او غوښتنه یې کړې ده چې امریکې ته د زیاتو امونو د راتللو لپاره دې څه لاره جوړه شي. د پاکستان او امریکې چارواکو هیله څرګنده کړې چې د ټیفا غونډه به د تجارتي اړیکو د پراختیا او د دواړو ملکونو د اړیکو د لا ښه کېدو لپاره مهمه ثابته شي. یادونه:- دا رپوټ د وي او اې اردو له ویبپاڼې ژباړل شوی دی.

23.02.2023 ډیوه

طالبان وايي دوی د تورخم دروازه پرانیستې خو پاکستان تړلې ده

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي دوی د خپلې لوري د تورخم دروازه پرانستې خو اوس د پاکستان د لوري تړلې پرته ده. په پوله پاکستاني چارواکو تاييد کړې چې د دې لوري دروازه تړلې ده چې څو پورې ورته د اسلام اباد څخه نه وي ويل شوي دوی دروازه نه شي خلاصولی.

23.02.2023 ډیوه

کندز کې پر غوايانو د قولبې کولو دود اوس هم ژوندی دی

که څه هم په اوسني وخت کې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د کرنې د مېکانيزه کولو په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي، خو افغانستان لا هم دې برخه کې وروسته پاتې دی. د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر کروندګر خپلې کروندې اوس هم د غوایانو او نورو څارویو په وسیله قولبه کوي او نورې کرنیزې چارې هم په دودیزه توګه ترسره کوي. پنځوس کلن عبدالله خان د کندز د ګلتپې ولسوالۍ د قلاچې په سیمه کې د خپلې ځمکې په قولبه کولو بوخت دی. هغه ازادي راډيو ته پر غوايانو د ځمکې د قولبه کولو په اړه وويل: "له تراکتور نه د غوایانو قولبه کې زموږ ګټه ده. خپله تراکتور نه‌لرو که کرایي تراکتور راولو هغه په ساعت کې ۱۵۰۰ افغانۍ اخلي، موږ ته ګټه نه‌کوي. بل تراکتور ځمکه جګ او ټيټه غورځوي، خو غوایان یو ډوله هواره ځمکه قولبه کوي. د غوایانو لګښت لږ دي او د تراکتور مصرف زیات دي." دهغه په وینا، که غوایان ښه تیار او اباد وي په یو ورځ کې دوه جریبه ځمکه اړوي. نوموړی وايي: "چې تکړه او تیار غوایان وي له سهاره تر غرمې پورې یو نیم تر دوه جریبه ځمکه پورې اړوي. که حکومت دهقانانو ته خدمت وکړي، په للمو کې څاګانې وکېندې او د ابي ځمکو د اوبو بندونه جوړ کړي، حاصلات زیاتیږي او بیا موږ بهرنیو مرستو ته اړتیا نه پيدا کوو." د ګلتپې ولسوالۍ د قلاچې په سیمه کې یو شمېر نور کروندګر هم بوخت دي او د پسرلې کښت لپاره خپلې ځمکې اړوي. له دوی څخه محمد رحيم وايي: "همدا دهقاني زموږ کسب او کار دی او خپل روزګار پرې چلوو.تېل قیمته دي او که په تراکتور ځمکه قولبه کړو ډېر لګښت پرې راځي، نو په همدې خاطر موږ خپلې ځمکې په غوایانو قولبه کوو. د ورځې یو نیم جریبه ځمکه قولبه کوو. د قولبې یو ښه غوايي له یو لک نیولې تر یو لک او شل زره افغانۍ قیمت لري." دوی د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې دکرنې د مېکانیزه کولو په برخه کې پانګونه وکړي، چې بزګران له کرنیزو اسانتیاو برخمن شي او له خپلو کروندو ښه حاصلات ترلاسه کړي. د ګلتپې ولسوالۍ یو بل ګروندګر محمدالله ازادي راډیو ته وویل: "پخوا چې تېل ارزانه وو، پر غوایانو باندې چا دومره کار نه کاوه، خلکو زیاتره کار په تراکتورونو باندې کول. خو اوس چې تېل قېمته شوي دي، نو خلکو بېرته غوایانو ته مخه کړه. د دهقانانو وس نه رسیږي چې تراکتور باندې خپلې کروندې قولبه کړي، ځکه تراکتور د ساعت قولبې په بدل کې ۱۵۰۰ افغانۍ غواړي." د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست د کرنیزو چارو کارپوه محمد منیر نیازي ازادي راډیو ته وویل، د کرنې وزارت له‌خوا د کرنې د مېکانیزه کولو لپاره هڅې روانې دي. نوموړي وويل: "د کندز په اکثره سیمو کې کرنیزې چارې د تراکتورونو او د ماشینرۍ په وسیله ترسره کېږي. ډېر محدود ګروندګر خپلې ګروندې د غوایانو په وسیله قولبه کوي. له تېرو کلونو راهیسې د کرنې د مېکانیزه کولو لپاره هڅې روانې دي. د تېر نظام پر مهال هم پر بزګرانو تراکتورونه وېشل شوي وو او تېر کال هم د دې ولایت بزګرانو ته لس عرادې تراکتورونه ورکړل شوي وو. د کرنې د مېکانیزه کولو لپاره لا هم هڅې روانې دي." کندز په شمال ختيځ زون کې د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي. د معلوماتو له‌مخې د دې ولایت ۸۰ سلنه وکړې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او کلني عواید یې هم په همدې دوه برخو تکیه دي.

23.02.2023 ازادي راډیو

سپریم کورټ نن د پنجاب اؤ پښتونخوا اسمبلیو د انتخاباتو په اړه له خپله انده په اخېستل شوي نوټس اوریدنه کوي

دپاکستان دسپریم کورټ مشر قاضي ښاغلي عمر عطاء بندیال پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې داسمبلیو ماتېدو نه وروسته دنوؤ انتخاباتو دتاریخ نه اعلانېدو په پرضد له خپله انده نوټس اخستی اؤ ټاکل شوې ده دسپریم کورټ نهه کسیز بینچ نن د زیارت ـ پنجشنبې په ورځ ماسښېن دوه بجې ددې قضیې اوریدنه کوي. دکورنیو چارو وزیر راناء الله دټاکنو په معامله دسپریم کورټ د ازخود نوټس هرکلی کړی خو ددې سره سم یې نهه کسیز بینچ کې د دوؤ ججانو په ګډون اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ ویلي یې دي کیدای شي حکومت ددغو دواړو ججانو په اړوند خپله اندېښنه دسپریم کورټ مخې ته هم کښېږدي. دچیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ دسپریم کورټ جوړ کړل شوي نهه کسیز بینچ کې  قاضي، اعجاز الاحسن، قاضي منصور علی شاہ، قاضي منیب اختر، قاضي  یحییا اپرید، قاضي مظاهر علي اکبر نقوي، قاضي جمال خان مندوخیل، قاضي محمد علی مظهر اور قاضي اطهر من الله  شامل دي. دسپریم کورټ لخوا دخپله انده اخستل شوي نوټس کې درې پوښتنې راولاړې کړل شوي دي چې داسمبلۍ ماتېدو نه وروسته د ټاکنو نیټه ورکول دچا ذمه واري ده؟دټاکنو دنیټې ورکولو اییني واک کله اؤ څنګه استعمالیدی شي؟ اؤ دعامو ټاکنو په هکله د وفاق اؤ صوبو ذمه وارۍ څه دي؟ دپنجاب صوبې اسمبلي په 14مه اؤ دخیبر پښتونخوا اسمبلي په 17جنورۍ ماته کړل شوې ده چې له هغې راپدیخوا الیکشن کمیشن دنوؤ ټاکنو لپاره نیټه نه ده اعلان کړې . دایین د 224-2ما دې په اساس داسمبلۍ ماتېدو صورت کې په دریوؤ میاشتو یا 90 ورځو کې دننه نوې ټاکنې کول ضروري دي. خو دپاکستان دټولټاکنو کمیشن وایي چې دوي ته دټاکنو لپاره نه خو حکومت پیسې ورکوي ، نه پوځ اؤ پولیس ځواکونه ورکوي اؤ نه هم عدالت خپل مامورین ورکوي ځکه یې تر اوسه دټاکنو نیټه نه ده اعلان کړې. دپاکستان صدر علوي روانه اوونۍ پخپله هغه ته دترلاسه اییني اختیار له مخې په نهم اپریل پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا کې دصوبایي اسمبلۍ لپاره دانتخاباتو اعلان کړی دی. په 16مه فرورۍ دپاکستان سپریم کورټ دوؤ ججانو اعجاز الحسن اؤ مظاهر علي اکبر نقوي دیوې مقدمې اوریدنې پرمهال دسپریم کورټ مشر قاضي ته سپارښتنه لیږلې وه چې صوبو کې دانتخاباتو دنیټې نه اعلانیدو په اړه باید له خپله انده نوټس واخلي. د کورنیو چارو وزیر دسپریم کورټ له لوري دانتخاباتو په نیټه داخستل شوي ازخود نوټس هرکله کړی خو ددې ترڅنګ یې ویلي چې نهه کسیز بینچ کې دشاملو دوؤ ججانو په پرضد د ریفرنسونو لیږلو تیارۍ روانې دي اؤ حکومت به په دې اړوند خپلې اندېښنې دسپریم کورټ مخې ته ږدي. هغه هیله ښکاره کړې ده چې ددغو دوؤ ججانو په بینچ کې په شاملیدو دنیوکې پسر به نوموړي ججان ددې بینچ نه ځانونه جدا کړي.

23.02.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: هرو دوو دقیقو کې یوه میرمن د امیندوارۍ پرمهال ژوند له لاسه ورکوي 

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۳ (کب څلورمه) وویل سره له دې چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د میندو د مړینې په کچه کې یو پر دریمه کموالی راغلي خو بیا هم په هرو دوو دقیقو کې یوه میرمن د امیندوارۍ او یا هم زیږون د مشکلاتو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

23.02.2023 امریکا غږ

طالبانو د پانګونې لپاره د پاکستان، روس او ایراني کمپنیو یوه ډله جوړه کړې

  واشنګټن –په افغانستان کې د طالبانو ادارې د پاکستاني،‌ ایراني او روسی کمپنیو یوه ډله جوړه کړې چې د برېښنا، کانونو او بنسټیزو کارونو په برخو کې د پانګونې لپاره یو پلان جوړ کړي. رویټرز خبري ادارې دغه خبره د شورو یا چهارشنبې په ورځ د طالبانو د سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي له خولې راخېستې. په دغې ډله کې ۱۴ افغان سوداګر هم دي او وزارت له بهرنیو کمپنیو سره یو سند هم لاسلیک کړی چې له مخې به یې هغوی کابل ته خپل استازي استوي چې د یو بیلین ډالرو په ارزښت پروژو ته کتنه وکړي. په ۲۰۲۱ کال کې په واک باندې د طالبانو له قبضې راهیسې د افغانستان اقتصاد سخت ځپل شوی دی ځکه د نړیوالې ټولنې لخوا اکثره پراختیايي کارونه ولاړ او په بانکي سیکتور باندې بندیزونه لګېدلي دي. په ورته وخت کې په بهرنیانو باندې د داعش لخوا د یو شمېر بریدونو له ترسره کېدلو سره هم ځینې پانګوال وېرېدلي دي. امنیتي مسله: عزیزي ویلي، چې اداره یې د ګڼو اوږد مهاله سوداګریزو پلانونو پیلولو باندې کار کوي،‌ چې په هغو کې یاد کنسورشیم یا تجارتي ډله او ځانګړي اقتصادي زونونه دي او دوی د امنیت په ښه کېدو باندې کار کوي. هغه وویل، "د کابینې په غونډه کې په امنیت باندې ډېر بحثونه کېږي، کمیسیونونه جوړ شوي او د ترهګرو پټنځایونه ویجاړ شوي دي." هغه زیاته کړه،‌ چې "اسلامي امارت به امنیت خوندي کړي او په امنیتي ډګر کې به د خصوصي سکټور ملاتړ وکړي." وسلوال طالبان خپلې ډلې ته اسلامي امارت وايي. عزیزي‌ زیاته کړه چې له سوداګریزو کمپنیو جوړه ډله به په سالنګ کې د دوهم تونل د جوړولو پر امکاناتو، له پنجشیر سیند څخه د اوبو په اړولو او د کابل -هرات ترمنځ د پرتې لویې لارې په بیا جوړولو باندې غور وکړي. د طالبانو وزیر دا هم ویلي،‌ چې وزارت یې د ځانګړو سوداګریزو زونونو جوړولو ته هم پلان جوړوي او هیله څرګندوي چې له دې سره به بهرنۍ پانګې راجذب کړي. طالبان غواړي پخوانۍ بهرنۍ پوځي هډې په ځانګړو اقتصادي زونونو بدلې کړي: د هغه وزارت داسې یو پلان جوړ کړی چې له مخې به یې پخوانۍ بهرنۍ اقتصادي هډې په اقتصادي زونونو واړول شي او د دې کار لپاره له اړوندو وزارتونو سره په ګډه یو بورډ جوړ شوی. خو هغه په دې اړه نور معلومات ور نه کړل که څه هم له مشر تابه سره یې پلان نهايي شوی. تېل، ګاز او غنم له روس سره د تېر کال د شوي تړون له مخې،‌ د منځنۍ اسیا له لیارې د سړک او اوګاډي له لیارې افغانستان ته په رسېدو دي. بل پلو په بانکي سیستم باندې د شته بندیزونو سره سره دوی ویل چې پیسې ورکړل شوي خو دا یې په ډاګه نه کړه چې افغانستان دغه پیسې د کومو بانکونو له لیارې ورکړې دي.  

23.02.2023 ډیوه

لکي مروت: د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو په عملیاتو کې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده

پولیس وایي دخېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې دترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات شوي اؤ دترهګرو سره نښته کې لږ تر لږه شپږ ترهګر وژل شوي دي. د زیارت - پنجشنې په ورځ دلکي مروت ضلعې د پولیسو د ویاند ښاغلي شاهد لخوا رسنیو ته په جاري کړل شوي بیان کې ویل شوي دا عملیات دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي ټي ډي) سره په ګډه وروسته له هغې ترسره شوي چې پولیسو سیمه کې دترهګرو د شتون اطلاع ترلاسه کړه. ویاند وایي پولیسو ته اطلاع شوې وه چې دترهګرۍ بیلابیلو پېښو اؤ بمي چاودنو کې ککړ ترهګر په ډاډیواله سیمه کې دپولیسو په عباسه څوکۍ دبرید پلان جوړوي. هغه وایي په دغه اطلاع چې کله دلکي مروت پولیس دسي ټي ډي پولیسو سره یو ځاي دعملیاتو لپاره سیمې ته ورسیدل نو ترهګرو پرې له بیلابیلو اړخونو ډزې شورو کړې . دپولیسو د ویاند ددعوې له مخې په دغه مهال دپولیسو ځوابي ډزو کې شپږ ترهګر وژل شوي اؤ دهغوئ د ولکي نه درنې وسلې هم ترلاسه شوې دي. د وژل شوؤ ترهګرو څخه دڅلورو پیژندګلو د ضیاءالله عرف کوچي ولد داود، صفت الله عرف ډرون ولد حیات الله ،محب الله ولد شریف اؤ کلیم الله عرف فقیر ولد امیرنواز په نومونو شوې ده  پولیسو دعوه کړې ده چې عملیاتو کې وژل شوي ترهګر په پولیسو ترسره شوؤ بریدونو اؤ یو شمیر بمي چاودنو کې ککړ وؤ او وایي دهغوئ نه پولیسو ته ګڼ شمیر وسلې هم په لاس ورغلې دي. تېرکال هم دنومبر میاشت دلکي مروت دعباسه پولیس څوکۍ په موبایل ترهګرو برید کړی ؤ چې پکې شپږ پولیس عسکر وژل شوي وؤ. په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په ځانګړي ډول دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګرو بریدونه چټک شوي اؤ دفرورۍ په 14مه هم د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیس ځواک سي ټي ډي دعوه کړې چې په شمالي وزیرستان کې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي. تر دغې پېښې وړاندې دخیبر پښتونخوا دترهګرۍ ضد محکمې پولیس دفرورۍ په لسمه دخیبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې دتحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره نښته کې د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ څینې تور ترهګر ترې دشپې تیاره کې تښتېدلي دي. په30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین جومات کې یو خونړي ځانمرګي برید کې 84 پولیس وژل شوي اؤ 200 نه زیات نور ژوبل شوي وؤ. تېرکال په 18م دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړی ؤ او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو چې پکې د25 ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

23.02.2023 ډیوه

د ترکیې د مرګونې زلزلې اقتصادي زیانونه څومره دي؟

په داسې حال کې چې په ترکیه او سوریه کې د فبروري د شپږمې د دوو پیاوړو زلزلو د وژل شویو شمیر ۴۷ زره کسانو ته رسیدلی، تازه ارزونې د زیانمنو شویو سیمو د بیارغونې لپاره د پراخو لګښتونو کیسه کوي.

23.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more