شاته

سپریم کورټ نن د پنجاب اؤ پښتونخوا اسمبلیو د انتخاباتو په اړه له خپله انده په اخېستل شوي نوټس اوریدنه کوي

دپاکستان دسپریم کورټ مشر قاضي ښاغلي عمر عطاء بندیال پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې داسمبلیو ماتېدو نه وروسته دنوؤ انتخاباتو دتاریخ نه اعلانېدو په پرضد له خپله انده نوټس اخستی اؤ ټاکل شوې ده دسپریم کورټ نهه کسیز بینچ نن د زیارت ـ پنجشنبې په ورځ ماسښېن دوه بجې ددې قضیې اوریدنه کوي.

دکورنیو چارو وزیر راناء الله دټاکنو په معامله دسپریم کورټ د ازخود نوټس هرکلی کړی خو ددې سره سم یې نهه کسیز بینچ کې د دوؤ ججانو په ګډون اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ ویلي یې دي کیدای شي حکومت ددغو دواړو ججانو په اړوند خپله اندېښنه دسپریم کورټ مخې ته هم کښېږدي.

دچیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ دسپریم کورټ جوړ کړل شوي نهه کسیز بینچ کې قاضي، اعجاز الاحسن، قاضي منصور علی شاہ، قاضي منیب اختر، قاضي یحییا اپرید، قاضي مظاهر علي اکبر نقوي، قاضي جمال خان مندوخیل، قاضي محمد علی مظهر اور قاضي اطهر من الله شامل دي.

دسپریم کورټ لخوا دخپله انده اخستل شوي نوټس کې درې پوښتنې راولاړې کړل شوي دي چې داسمبلۍ ماتېدو نه وروسته د ټاکنو نیټه ورکول دچا ذمه واري ده؟دټاکنو دنیټې ورکولو اییني واک کله اؤ څنګه استعمالیدی شي؟ اؤ دعامو ټاکنو په هکله د وفاق اؤ صوبو ذمه وارۍ څه دي؟

دپنجاب صوبې اسمبلي په 14مه اؤ دخیبر پښتونخوا اسمبلي په 17جنورۍ ماته کړل شوې ده چې له هغې راپدیخوا الیکشن کمیشن دنوؤ ټاکنو لپاره نیټه نه ده اعلان کړې .

دایین د 224-2ما دې په اساس داسمبلۍ ماتېدو صورت کې په دریوؤ میاشتو یا 90 ورځو کې دننه نوې ټاکنې کول ضروري دي.

خو دپاکستان دټولټاکنو کمیشن وایي چې دوي ته دټاکنو لپاره نه خو حکومت پیسې ورکوي ، نه پوځ اؤ پولیس ځواکونه ورکوي اؤ نه هم عدالت خپل مامورین ورکوي ځکه یې تر اوسه دټاکنو نیټه نه ده اعلان کړې.

دپاکستان صدر علوي روانه اوونۍ پخپله هغه ته دترلاسه اییني اختیار له مخې په نهم اپریل پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا کې دصوبایي اسمبلۍ لپاره دانتخاباتو اعلان کړی دی.

په 16مه فرورۍ دپاکستان سپریم کورټ دوؤ ججانو اعجاز الحسن اؤ مظاهر علي اکبر نقوي دیوې مقدمې اوریدنې پرمهال دسپریم کورټ مشر قاضي ته سپارښتنه لیږلې وه چې صوبو کې دانتخاباتو دنیټې نه اعلانیدو په اړه باید له خپله انده نوټس واخلي.

د کورنیو چارو وزیر دسپریم کورټ له لوري دانتخاباتو په نیټه داخستل شوي ازخود نوټس هرکله کړی خو ددې ترڅنګ یې ویلي چې نهه کسیز بینچ کې دشاملو دوؤ ججانو په پرضد د ریفرنسونو لیږلو تیارۍ روانې دي اؤ حکومت به په دې اړوند خپلې اندېښنې دسپریم کورټ مخې ته ږدي.

هغه هیله ښکاره کړې ده چې ددغو دوؤ ججانو په بینچ کې په شاملیدو دنیوکې پسر به نوموړي ججان ددې بینچ نه ځانونه جدا کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00