د روسیې د یرغل دوهم کال ته په غځیدو سره زیلینسکي وایي اوکراین به بریالی شي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۴ (کب ۵) وویل چې هیواد به یې د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې بریالی شي، ځکه چې له ګاونډي هیواد سره جګړه دوهم کال ته داخله شوې او د پای ټکی یې څرګند نه دی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
نېډ پرايس: د امریکا او پاکستان ګټې شريکې دي چې په افغانستان کې واکمن طالبان خپلې ژمنې پوره کړي
امریکا ويلي، "د پاکستان او امریکا ګټې شريکې دي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو کومې ژمنې کړي دي هغه پوره کړي، او هغه ډلې چې ښايي په افغانستان کې موجودې دي لکه داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان او القاعده، چې دغه ډلې د دې جوګه پاتې نه شي چې د سيمې دپاره خطره جوړې شي".
ژوند په امریکا کې
"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.
بو علی سینا
د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.
انټرنېشنل کرایسز ګروپ: د ښځو پر حقونو د طالبانو بندیزونه د افغانستان بحران لا زیاتوي
واشنګټن ــــ انټرنېشنل کرایسز ګروپ وایي په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د طالبانو بندیزونو د دې هېواد بحران لا زیات کړی دی او وایي دسې ښکاري چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د خپلې شخصي عقیدې په بنیاد پر خپل تحریک او هېواد باندې د خپل واک د ټینګولو لپاره پر ښځو بندیزونه لګوي. د بحران نړیوالې ادارې «انټرنېشنل کرایسز ګروپ» د فرورۍ پر 23مه پخپل یو نوي رپوټ کې ویلي چې طالبانو په 2021م کال کې په بیا واکمنېدو سره خصوصاً د ښځو پر حقونو د بندیزونو په برخه کې د "د نړۍ تر ټولو رجعتي" حکومت جوړ کړی دی. کرایسز ګروپ وایي طالبانو چې د تېر کال په وروستیو اوونیو کې پر ښځو کوم سخت قوانین عملي کړل، په پوهنتونونو کې یې له تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې یې له کار کولو منع کړې، په جواب کې یې اکثر مرسته کوونکو ادارو په افغانستان کې خپل کارونه ودرول، چې وایي د "لویې بدمرغۍ" ویره یې پیدا کړه: "دا ضروري ده چې د طالبانو او بهرنۍ نړۍ تر منځ د خنډونو کمول ځکه مهم دي چې د یو داسې حرکت مخه ونیول شي چې د افغانانو مصیبتونه لا پسې زیات کړي. مرسته کوونکي ناهیلي دي، خو دوی دې د افغانانو هیلو او خیرښېګړې ته پام وکړي". «کرایسز ګروپ» پخپل تفصیلي رپوټ کې له نړیوالې ټولنې غوښتي پر ځای د دې چې په غیرارادي ډول د افغانستان بحران لا پسې زیات کړي په کمولو کې دې یې مرسته وکړي. په رپوټ کې د طالبانو د حکومت له اوسنیو او د مخکیني حکومت له چارواکو، استادانو، زده کوونکو، د مرستندویه ادارو له کارکوونکو، د پرمختیایي چارو له چارواکو، سفارتکارانو، تجارانو او نورو اړخونو سره خبرې شوې دي. د افغانستان په اړه د کرایسز ګروپ مشر سلاکار ګرېم سمیټ وایي، "د ښځو په بنیادي ازادیو باندې د طالبانو د بندیزونو له کبله مرسته کوونکي له افغانستانه مخ اړوي". د بحران نړیواله اداره پخپل رپوټ کې وایي طالبانو چې د ښځو پر اعلی تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې د هغوی پر کار بندیز ولګاوه، دې پرېکړې یې "ځینې هغه طالب چارواکي" هم حیران کړل چې د دغو "سختو حکمونو" د عملي کولو ورته ویل شوي وو، وایي هغوی له خپلو مشرانو پر دغو پرېکړو د بیاکتنې غوښتنه هم کړې وه. د کرایسز ګروپ مشر سلاکار ګرېم سمیټ وایي، طالبانو ته د نړیوالې ټولنې له خوا د ښځو د حقونو په اړه داسې پیغام لېږل چې مرستې کمې کړې دا به یواځې د افغان ولس حالت خراب کړي: "د طالبانو له خوا له ښځو سره د دښمنۍ خلاف تر ټولو اصولي جواب به د ښځو او نورو له کمزورو ډلو د زیانونو د کمولو لپاره د لارو چارو موندل وي." ملګرو ملتونو د غیرسرکاري ادارو پر ښځینه کارکونکو د طالبانو د بندیزونو په نتیجه کې د مرستې ځینې چارې ځنډولې دي خو له نړیوالو یې له افغانستان سره د 4.6 اربه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. وایي سږ کال 28 میلینه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د کرایسز ګروپ سلاکار ګرېم سمیت وایي، د لویدیځ چارواکي اوس د اقتصادي فشارونو د استعمالولو خبره کوي، چې په دې توګه د مرستو کمولو او ګوښه کولو له لارې طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې د ښځو ځپونکي قوانین ورته د منلو وړ نه دي، خو وایي فکر نه کوي دا به د طالبانو د دریځ په بدلولو کې اغېزمن ثابت شي. طالبانو د تېر کال د دسمبر په وروستیو لس ورځو کې لومړی په پوهنتونونو کې د ښځو تعلیم وځنډاوه او وروسته یې په غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه، چې د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون د نړۍ له کلک مخالفت سره مخ شول.
هلمند کې د تازه ګلانو بازار سوړ شوی
هلمند کې د تازه ګلانو کاروباریان وايي، له څه مودې راهیسې یې بازار سوړ شوی او خلک تازه ګلان ډېر نه اخلي. دوی د تازه ګلانو د بازار کمېدو لامل د خلکو اقتصادي ستونزې او بیوزلي بولي.
طالبان: تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه
په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسؤلین وايي، له پاکستاني لوري سره تر مذاکراتو وروسته د تورخم دروازه نن جمعه په مشروط ډول دواړو خواو ته د بند پاتې مسافرینو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.
د اوکراین د جګړې کلیزه: ملګرو ملتونو د جګړې خلاف بل قرارداد منظور کړ، چین بیا د سولې وړاندیز کړی
واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پنجشنبې- زیارت په ورځ یو قرارداد منظور کړ چې پکې له روسه په اوکراین کې د دښمنۍ ختمولو او د خپلو ځواکونه د ایستلو غوښتنه شوې ده. ملګرو ملتونو په تېر یوه کال کې مخکې هم د دې جګړې خلاف قراردادونه منظور کړي دي. دا قرارداد اوکراین د خپلو متحدینو په مشوره ترتیب کړی او وړاندې کړی وو، چې د چین په ګډون د ملګرو ملتونو په 193 غړو کې د 141 هېوادونو له ملاتړ وروسته منظور شو، 32 هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه او د روس او شام او شمالي کوریا په ګډون اوو هېوادونو یې مخالفت وکړ. په جګړه کې تر اوسه بې طرفه پاته شوي چين یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د روس او اوکراين د جګړې له کنټروله د وتلو مخه دې ونیول شي او یو ځل بیا یې ویلي چې خبرې اترې او مذاکرات د شخړې د حل يواځینۍ ګټوره لاره ده. په اوکراین باندې د روس د یرغل د کال پوره کېدو په مناسبت د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د 12 نکتو په یوه لیک کې د هراړخیزې ډزبندۍ او په تدریجي ډول د تشدد د کمولو غوښتنه کړې ده. د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د وزارت دغه لیک تر ډېره حده د چین د هغه موقف تکرار دی له کله راهیسې چې روس د تېر کال د فرورۍ پر 24مه پر اوکراین یرغل پیل کړی چې ماسکو یې خپل "ځانګړي پوځي عملیات" بولي. چین تر اوسه په دې جګړه کې نه یواځې د خپل متحد روس له غندلو ډډه کړې او د ماسکو له خوا په خپل ګاونډي هېواد کې جنګي مداخلې ته یې «یرغل» نه دي ویلي بلکې په روس باندې یې د لوېدیځو هېوادونو پر بندیزونو هم نیوکې کړې دي. د رویټرز د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپل دې لیک کې ویلي، چې شخړه او جګړه د هیچا په ګټه نه ده. وزارت پر مخ زیاتوي: "ټولې اړخونه باید له عقل او زغمه کار واخلي، د لمبو او تشدد له زیاتولو ډډه وکړي او د بحران د لا خرابېدو یا له کنټروله د وتلو مخه ونیسي." د اوکراین او روس تر منځ د جګړې دویم کال پیل شو او روس په ملګرو ملتونو کې یواځې شو، بل لور ته د G7 هېوادونو مشران تیار شوي چې له اوکراین سره د نورو ډېرو مرستو لپاره تر خپل منځ همغږي وکړي. په تېر یو کال کې د اوکراین په جګړه کې په زرګونو کسان وژل شوي، لویو ښارونو ته لوی زیانونه اوښتي او د دې هېواد په میلینونه کسان د خپلو کورونو او هېواد پرېښوولو ته مجبور شوي دي. رویټرز وایي تمه کیږي د چین صدر شي جینپینګ به نن جمعې په ورځ د جګړې د کلیزې په مناسبت "د امن وینا" وکړي خو وایي هغه به د روس له غندلو بیا هم ډډه وکړي، مګر ټینګار به یې د سولې پر غوښتنه وي. د چین بهرنیو چارو وزارت وایي د دې وینا په اړه معلومات نه لري. اوکراین تر اوسه پورې د ډزبندۍ غوښتنه پرله پسې له دې کبله رد کړې ده چې وایي روسي پوځیان یې له خاورې نه دي وتلي او که دوی د هغوی خلاف په خپله دفاعي جګړه کې هر ډول وقفه وکړي دا به روس ته موقع ورکړي چې خپل پوځیان بیرته منظم کړي. په چین کې د یورپي اتحاد سفیر جورج ټولیډو خبریالانو ته په یوه غونډه کې ویلي، د امن په نوم د چین دغه لیک د سولې وړاندیز نه دی ځکه چې د چین له خوا د روس برید ته پر «یرغل» نه ویلو یې اندېښنه ښکاره کړې خو وایي یورپي اتحاد به یې بیا هم په ځیر نظر ولولي. بل لور ته په چین کې په همدې غونډه کې د اوکراین سفارتکارې ژانا لیسچینسکا د چین دغه د امن د وړاندیز لیک "ښه نخښه" بللې او ویلي یې دي چې اوکراین تمه لري چین به د کیف په سیاسي ملاتړ کې لا فعال وي او له روسه به هم وغواړي چې جګړه ودروي او خپل ځواکونه وباسي.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو له بنده د مدني فعالانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه
ریچارد بنیت، گزارشگر ویژه حقوق بشر ملل متحد خواستار رهایی شش تن از فعالان مدنی که در قید حکومت طالبان به سر میبرند، شده است.
جوزيف بورل: د طالبانو له خپلمنځي اختلاف بايد پر نجونو د محدوديت لرې کولو لپاره ګټه واخيستل شي
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورل وايي، له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو د نا سم چلند له امله باید د دوی اوسنی سرپرست حکومت مجازات شي. جوزیف بورل چې پرون یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې له ګډون او وینا وروسته رسنیو سره خبرې کولې وویل، دا مجازات باید په طالبانو د سیاسي او اقتصادي فشار د راوستو په پایله کې عملي شي، خو زیان یې باید افغانانو ته و نه رسېږي او نه هم دوی وځپل شي. هغه له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو اوسنی چلند "جنسیتي اپارتاید" یا جوړښتي توپیر وباله. نوموړي وويل: "په افغانستان کې، چېرته چې د طالبانو اوسنی رژیم "جنسیتي اپارتاید" عملي کوي، د زغملو نهدی. دا په ټوله معنا "جنسیتي اپارتاید" دی. موږ به د طالبانو سرپرست حکومت سره کار ته دوام ور نهکړو، خو دا هم نهشو کولای چې افغان ښځې دوه ځله مجازات کړو. یو ځل د طالبانو د پرېکړو له امله او دویم ځل زموږ د پراختیايي مرستو د کمېدو له امله." جوزیف بورل داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وروستیو کې د طالبانو د بېلابېلو مخالفانو لهخوا له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې، د طالبانو لهخوا په افغان نجونو او ښځو د سختو بندیزونو د لګولو له امله له افغانستان سره هر ډول مرستې بندې کړي. خو طالبانو بیا ویلي، له افغانانو سره بشري مرستې باید د سیاست قرباني نهشي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر په خپل پروني کنفرانس کې د نجونو د زدهکړو او کار په اړه د طالبانو خپلمنځي اختلاف ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د طالبانو مشر په دې عقیده دی چې، نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې نهشي، خو نور ډېر طالب مشران د دې فکر مخالف دي. جوزیف بورل وايي، د طالبانو له همدې اختلاف باید ګټه واخيستل شي او فشار را وړل شي، څو په افغان نجونو او ښځو اوسني لګېدلي سخت بندیزونه لېرې شي. خو طالبانو تل د خپلو مشرانو ترمنځ خپلمنځي اختلاف رد کړی او ویاند یې ذبیحالله مجاهد نن ازادي راډیو د جوزیف بورل د څرګندونو په غبرګون کې وايي، د فشار هیڅ تګلاره پایله نهلري. نوموړی وايي: "د فشار وړاندیز ګټور نهدی، هیچا ته هم ګټه نه رسوي. ښه دا ده چې د تعامل او مثبت ډیالوګ لاره پرانيستې وي او ستونزو او تشویشونو ته د خبرو له لارې حل پیدا شي." پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونو پر کور دننه افغانان او نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې او د طالبانو د دې سخت دریځې کړنلارې د پای غوښتنه یې کړې، خو طالبانو بر عکس د نرمۍ پر ځای دا بندیزونه لا سخت او زیات کړي دي.
پاکستان: د پنجاب د ګوجرانواله يو عدالت د رانا ثناءالله د نيولو وارنټ جاري کړی
د پاکستان د پنجاب صوبې د ګوجرانواله ضلعې يو عدالت د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د نیولو وارنټ جاري کړی دی.
امریکې له ګوانتانامو بې زندانه د دوو پاکستاني وروڼو د منتقل کولو اعلان کړی
د امریکې د دفاع محکمې پېنټاګون په 23 فرورۍ اعلان کړی چې د ګوانتاناموبی د زندان څخه د 20 کاله بند وروسته دوه پاکستاني وروڼه خپل ملک ته منتقل کوي دغه دواړه وروڼه محمد احمد غلام رباني او عبدالرحيم غلام رباني نوميږي.
شمالي کوریا څلور کروز ستراتیژیک توغندي آزمایلي
په شمالي کوریا کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې د دې هیواد پوځ پنجشنبه فبروري ۲۳ (کب ۴) د "اتومي برید پر ضد مرګوني ځواب وینې وړتیا" د څرګندولو لپاره څلور ستراتیژیک کروز توغندي آزمایلي دي.
طالبانو د پانګې اچونې کنسرسیوم جوړ کړی ؛ ایراني او روسي شرکتونو هم پکې ګډون لري
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت وایي د ایراني، روسي او پاکستاني شرکتونو په ګډون یې یو کنسرسیوم جوړ کړی چې په افغانستان کې د برښنا، کانونو او زیربنا په برخې کې د پانګې اچولو لپاره د پلان په جوړولو تمرکز ولري.