شاته

نېډ پرايس: د امریکا او پاکستان ګټې شريکې دي چې په افغانستان کې واکمن طالبان خپلې ژمنې پوره کړي

امریکا ويلي، "د پاکستان او امریکا ګټې شريکې دي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو کومې ژمنې کړي دي هغه پوره کړي، او هغه ډلې چې ښايي په افغانستان کې موجودې دي لکه داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان او القاعده، چې دغه ډلې د دې جوګه پاتې نه شي چې د سيمې دپاره خطره جوړې شي".

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس نه په خبري غونډه کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پوښتنه شوې چې په وروستيو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي که پاکستان د امریکا نه په افغانستان کې د موجود ترهګرو ضد مرسته وغواړي امریکا به یې کوم ډول مرسته وکړی شي.

په ځواب کې نېډ پرايس ویلي، "ترهګري پاکستان ته ګواښ دی او په تيرو کلونو کې په پاکستان کې په ترهګرۍ کې ډېر بې ګناه خلک وژل شوي دي".

هغه بيا ویلي" د امریکا او افغانستان ګټې شريکې دي او پکار ده چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو کومې ژمنې کړي دي هغه پوره کړي، چې په افغانستان کې موجودې فعالې ترهګرې ډلې لکه داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او القاعده د دې جوګه پاتې نه شي چې د سيمې ثبات د خېرې سره مخ کوي".

او نوموړي زياته کړې د ترهګرۍ ضد پاليسۍ په اړوند پوښتنه دې د پاکستاني چارواکو نه وشي چې کومه تګلاره لري ځکه چې د دې تړاو د افغانستان سره دی.

هغه ويلي "اخره خبره دا چې زمونږ ګټې شريکې دي".

په 22 فرورۍ د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی چې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرل نديم انجم هم مل وو.

د ياد سفر په اړه پاکستان ويلي پلاوي په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره یې ليدلي او ورسره یې په سیمه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې.

د سفر په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، "په خبرو کې دواړو لورو موافقه کړې چې د ترهګرو ډلو له خوا د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې به په اغېزمنه توګه د مبارزې لپاره همکاري وکړي. دغه رنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا هم هوکړه وشوه".

او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، "چې دواړو لورو پر اقتصادي همکاریو ، سوداګرۍ او د دوه اړخیزو اړیکو پر وضعیت خبرې کړي دي".

د طالبانو په بیان کې ويل شوي وو رياست الوزار ملا عبدالغني برادر په ناسته کې پر پاکستان غږ کړی چې "سیاسي او امنیتي اندېښنو ته اجازه ور نه کړي چې په سوداګرۍ او اقتصادي چارو اغېز وکړي".

پاکستاني پلاوي چې د کابل سفر کړی په وروستيو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري ویلي چې نړیواله ټولنه دې د افغان طالبانو د حکومت نه وغواړي چې د داعش، تحریک طالبان پاکستان او القاعدې د ترهګرو ډلو له احتمالي ګواښونو سره د مبارزې په برخو کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې وه چې د کابل د سقوط وروسته، په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه سېوا شوي او نړېواله ټولنه بايد د افغان طالبانو حکومت قانع کړي چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مقابله وکړي او خپله اراده وښيي.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د بلاول د بيان په غبرګون کې ویلي وو چې "د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی".

د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې، پاکستان ته مشوره ورکړې چې "په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای دې دوه اړخیز مسایل مخامخ له افغان حکومت سره بحث وکړي".

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت د وياند نه د پاکستان د اقتصاد په اړه هم پوښتنه شوې او هغه ویلي، "چې د پاکستان او امریکا اقتصادي اړیکې پياوړې دي او مونږ د پاکستان سره اقتصادي او تجارتي اړیکې مثالي جوړول غواړو".

هغه زياته کړې "د پاکستان او امریکا د پانګونو دپاره د وزیرانو غونډه روانه ده، او امريکا په دوه لسیزو کې په پاکستان کې په پانګونو کوونکو هيوادونو کې په سر کې دی".

نېډ پرايس ويلي، د پاکستان سره په يو کال کې د امریکا سرمايه کاري 50 فيصده سېوا شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00