شاته

امریکې له ګوانتانامو بې زندانه د دوو پاکستاني وروڼو د منتقل کولو اعلان کړی

د امریکې د دفاع محکمې پېنټاګون په 23 فرورۍ اعلان کړی چې د ګوانتانامو بې د زندان څخه د 20 کاله بند وروسته دوه پاکستاني وروڼه خپل ملک ته منتقل کوي، دغه دواړه وروڼه محمد احمد غلام رباني او عبدالرحيم غلام رباني نوميږي.

امريکې دغه دواړه وروڼه د 9/11 د بریدونو د مبينه مرکزي کردار خالد شېخ محمد دپاره د کار کولو ترڅنګ په پاکستان کې د القاعده مشکوک ترهګرو ته خوندي ځايونو برابرولو په تور نيولي وو.

پېنټاګون د زیارت/پنجشنبې په ورځ ویلي، د جنورۍ په 18م نېټه د امریکې د دفاع وزير لايډ اسټن د عبدل رباني او حمد رباني پاکستان ته سپارلو په اړوند ګانګرس خبر کړی وو.

ویل شوي امریکا په ګوانتانامو بې زندان کې د بنديانو کمولو او د دغه زندان تړلو د هڅو په لړ کې د پاکستان او نورو همکارانو په ملاتړ د دوی ستاينه کوي.

د پېنټاګون ترمخه د کال 2021 په 13 مې او هم دغه کال په اګست کې د جايزه کمېټۍ د کارروايۍ وروسته ټاکل شوې وه چې عبدالرباني او محمد رباني اوس د امریکا دپاره خطره نه دي.

پېناګون ويلي چې 53 کلن محمد احمد غلام رباني او 55 کلن عبدالرحيم رباني نزدې 20 کاله په ګوانتانامو بې کې بندي وو، په دوی دواړو فرد جرم نه وو لګول شوی.

دوی دواړه په کال 2001 کې په کراچۍ کې نيول شوي او بيا په افغانستان کې امریکايي چارواکو ته سپارل شوي وو او د هلته نه په کال 2004 کې ګوانتانامو بې ته منتقل کړی شوي وو.

له دې وړاندې هم پېنټاګون د دوه نورو پاکستانيانو د خوشي کولو او بل هيواد ته د منتقل کولو ویلي وو، چې پکې 75 کلن سېف الله پراچه هم شامل دی څوک چې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې پاکستان ته بوتلل شوی وو.

د روانې فرورۍ په مياشت کې يو بل پاکستانی ماجد خان چې 16 کاله په ګوانتانامو بې کې بندي وو کریيبين هیواد بيليز ته منتقل کړی شوی وو.

ماجد خان په کال 2003 کې په پاکستان کې نيول شوی او امریکايي استخباراتي ادارې [سي ايي اې] ته سپارل شوی وو هغه د 2006 نه په ګوانتاناموبی کې بندي وو.

په هغه د القاعده سره د جنګي جرمونو د پلان جوړولو تور وو او په 2012 کال کې هغه د عدالت په وړاندې منلې وه چې د القاعده دپاره یې کار کولو.

ګوانتانامو بې زندان د امریکې پخواني صدر جارج ډبليو بش د کال 2001 د نيويارک او پېنټاګون د بريدونو وروسته په کال 2002 کې د بهرنيو ترهګرو او مشکوک کسانو ساتلو دپاره په کیوبا کې په امریکايي اډه کې جوړ کړی وو.

ياد زندان چې 21 کاله یې پوره کيږي د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يو خبر ترمخه دغه زندان ته د 35 هيوادونو څخه 780 کسان راوستل شوي او بندي کړی شوي وو.

پېنټاګون ويلي دا وخت په ګوانتانامو بې کې 32 بنديان دي چې پکې دوه پاکستاني خالد شېخ محمد او عمارال بلوشي ضد مقدمې روانې دي.

د راپورونو ترمخه په ياد زندان تراوسه پورې د شپږ اربه ډالرو څه زياتې پېسې مصرف شوي دي.

[خبر د وي او اې اردو او رايټرز په مننه]

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00