شاته

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو له بنده د مدني فعالانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو له بند څخه د شپږ تنو مدني فعالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

ریچارد بنیت د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۴ (کب پنځمه) پر خپل ټویټر پاڼه د طالبانو حکومت لخوا د نرګس سادات، زکریا اصولي، اسماعیل مشعل او یو شمېر نورو مدني فعالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

هغه ویلي: "زه د دوی د سمدستي او هر ډول قید او شرط پرته خوشي کېدو غوښتنه تکراروم او د هغوی د امنیت، خوندیتوب او هوساینې ډاډ غواړم."

د راپورنو له مخې طالبانو شاوخوا دوې اونۍ مخکې د «افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ» غړې نرګس سادات د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند «کارته چهار» سیمه کې نیولې او بندي کړې ده.

د دغه غورځنګ بنسټ ایښودونکې مونسه مبارز امریکا غږ ته وويل چې نرګس سادات د طالبانو حکومت له استخباراتو سره بندي ده.

د نوموړې په خبره د طالبانو حکومت تر دا مهاله د دغه مدنې فعالې د نیول کېدو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

اغلې مبارز زیاته کړه: " که څه هم د (نرګس سادات) کورنۍ څو ځله عریضه وکړه، په رسمي ډول ولاړل چې تائید واخلي، خو (طالبانو) انکار وکړ. د دې ترڅنګ چې انکار یې وکړ، د ۴۰ ریاست رئیس یې زیات سپکاوی کړی هم و، د نرګس خور او مور یې ګواښلي هم و."

خو د طالبانو حکومت استخباراتو ریاست تر دا مهاله د مونسه مبارز د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

هغې همدرانګه وویل چې د قانون خلاف خپل سرو نیونو، او مدافع وکیل ته د بندیانو نه لاس رسي دوی اندېښمن کړي دي.

نوموړې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د طالبانو حکومت بندیز ته په اشارې وویل چې افغان مېرمنې اوس مهال په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

د ښځو د حقوقو یوې بلې فعالې هم د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې نرګس سادات د تیرو دوو اونیو راپدېخوا له خپلې کورنۍ د غړو سره د ملاقات اجازه نه ده تر لاسه کړې. د ښځو د حقوقو دغه فعالې زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د نرګس سادات د نیول کېدو په اړه بې خبري ښيي.

بلخوا د اسماعیل مشعل په نوم په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون استاد چې په دې وروستیو کې د نجونو او ښځو په زده کړو باندې د طالبانو حکومت د بندیزونو په غبرګون کې یوه لاسي کراچۍ جوړه کړې وه او د کابل ښار په واټونو کې به یې پر خلکو کتابونه وړیا وېشل د طالبانو حکومت لخوا یې د نیول کېدو راپورونه ورکړل شول.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مسؤل عبدالحق حماد د استاد اسماعیل مشعل نیول کېدل تائید کړي و او ویلي و چې هغه د څه وخت راپدېخوا د (طالبانو حکومت د تخریب) په هڅه کې و.

تر دې مخکې د بشري حقونو څار سازمان په کابل کې د طالبانو حکومت لخوا د یو خصوصي پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل پر نیول کېدو انتقاد کړی او له هغوی څخه یې غوښتي و چې نوموړی ژر تر ژره خوشي کړي.

دغه سازمان همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې پر اسماعیل مشعل هر ډول لګول شوي تورونه لیري او په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو پر ګډون لګول شوي بندیزونه هم پای ته ورسوي.

بلخوا ځينو سرچینو ویلي چې پر دې سربېره د افغان الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي، لیکوال ذکریا اصولي او سندر غاړي موسی شاهین په نوم یو شمېر نور کسان هم د طالبانو سره بندیان دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ(يوناما) تیره میاشت وویل چې پدې وروستيو کې د طالبانو لخوا په یو شمير ولايتونو کې د خبريالانو او ښځينه فعالانو نيول زيات شوي دي٠

يوناما په افغانستان کې د طالبانو لخوا د "خپل سرو نيونو" په اړه اندېښنه ښودلې او له طالب چارواکو څخه يې غوښتي چې بشري حقوقو او د خلکو اساسي ازاديو ته احترام وکړي٠

د طالبانو حکومت تر دا مهاله په کابل کې د یادو کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه ویلي.