شاته

شمالي کوریا څلور کروز ستراتیژیک توغندي آزمایلي

په شمالي کوریا کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې د دې هیواد پوځ پنجشنبه فبروري ۲۳ (کب ۴) د "اتومي برید پر ضد مرګوني ځواب وینې وړتیا" د څرګندولو لپاره څلور ستراتیژیک کروز توغندي آزمایلي دي.

د دولتي مطبوعاتو په راپور کې ویل شوي چې د هواسل – ۲ کروز توغندي د ۱۷۰ دقیقو لپاره شاوخوا ۲ زره کیلو مټره هوا ته پورته شول او بیا یې د دې هیواد په ختیځ ساحل کې خپل هدف چې له مخکې ټاکل شوی و، وویشت.

په راپور کې ویل شوي، "دا نظامي تطبیقات په ښکاره توګه د جګړې لپاره د شمالي کوریا د اتومي ځواک چمتوالی ښیي چې د دښمن ځواکونو پر ضد د اتومي برید د هر ډول ځواب ویلو وړتیا لري".

سره لدې چې د شمالي کوریا د هر ډول توغندیو د آزمایښت پر وخت جنوبي کوریا او جاپان خبرداري خپروي خو دا ځل یې د پنجشنبې د ورځې آزمایښت په هکله مخکې د مخکې نه څه ویلي نه و.

دې کار دا اندیښنې پیدا کړې چې آیا د شمالي کوریا دا ګاونډي هیوادونه دا وړتیا لري چې دا ډول توغندي کشف کړي که نه.

په عین حال کې جنوبي کوریا د شمالي کوریا دا ادعا رد کړې چې آیا توغول شوي توغندي کروز و که نه.

د جنوبی کوریا د پوځ لوی درستیز پدې هکله په اعلامیې کې ویلي، "د هغه څه تر منځ چې شمالي کوریا یې د آزمایښت ادعا کړي او څه چې د جنوبي کوریا د کشف او څارنې د آلاتو لخوا پیژندل شوي، توپیر شته دی".

په اعلامیې کې راغلي چې د جنوبي کوریا پوځ د متحده ایالاتو سره په ګډه اړوند موضوعات د نږدې څاري.

د بالاستیک توغندیو سره د کروز توغندیو توپیر دا دی چې دا توغندي معمولاً په کمې ارتفاع کې پورته کیږي او له همدې کبله د نورو هیوادونو لپاره یې کشف کول او خنثی کول ګران دي.

شمالي کوریا ادعا لري چې د کروز توغندي یې اتومي وړتیا لري خو تر اوسه معلومه نده چې آیا دې هیواد دومره وړې اتومي کوپړۍ جوړې کړې که نه چې پدې توغندیو کې نصب او وتوغول شي.

د کروز توغندیو د آزمایښت څخه څو ورځې وړاندې شمالي کوریا وویل چې بین القاروي بالاستیک توغندی یې هم آزمایلی.

د جاپان د حکومت یو جګپوړي ویاند هیروکازو ماتسونو خبریالانو ته وویل د شمالي کوریا دغه مزایل له کابو ۶۶ دقیقو پرواز وروسته د یاد هیواد په انحصاري اقتصادي سیمه کې راغورځیدلی دی.

د جاپان دفاع وزیر یاسوکازو هامادا ویلي ښایي چې د شمالي کوریا دغه بالستیک مزایل ښایي د ۱۴ زره کیلومترو پرواز ظرفیت ولري او وکولای شي د امریکا د وچې هره نقطه په نښه کړي.

د شمالي‌ کوریا پوځیانو د فرانسې خبري آژانس ته ددغه بالستیک مزایل د ازمایښت د تائید تر څنګ ویلي دي چې یاد مزایل د نهه زره کیلومترو پرواز وړتیا لري.

د جنوبي کوریا پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې امریکا او سهیلي کوریا د مزایل مشخصات او جزیات تحلیل او تجزیه کوي.

د کوریا په وچه کې نظامي تاوتریخوالي وروسته له هغه زیات شول چې شمالي کوریا یو کال مخکې ځان د (نه ستنیدو وړ) یو اټومي هیواد اعلان کړ او کابو هره اوونۍ یې تسلیحاتي ازمایښتونه په خاص ډول د بالستیک مزایل وازمایل.

ددې کار په ځواب کې واشنګتن او سیوول د کوریا په وچه کې خپل ګډ پوځي تمرینونه زیات کړل او په امنیتي برخه کې یې خپله همکاري پیاوړې کړه.