شاته

پاکستان: د پنجاب د ګوجرانواله يو عدالت د رانا ثناءالله د نيولو وارنټ جاري کړی

د پاکستان د پنجاب صوبې د ګوجرانواله ضلعې يو عدالت د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د نیولو وارنټ جاري کړی دی.

په رانا ثناالله ادارو ته د ګواښ کولو او چیف سيکرټري د وژلو د ګواښ تورونه دي او د دغو ګواښونو په سر د نوموړي پرضد د ګوجرانواله په انډسټريل تاڼه کې مقدمه درج کړی شوې وه.

په ياده مقدمه کې د کورنیو چارو وزير پرضد د ترهګرۍ ضد مادې لګول شوې وې.

نن د جمعې په ورځ [24 فرورۍ] جج رانا زاهد اقبال د مقدمې اورېدنه کړې او پوليسو چې د مقدمې کوم پلټنيز رپورټ عدالت ته وړاندې کړی هغه یې رد کړی دی.

ويل شوي عدالت پلټنيز رپورټ جوړونکو پوليسو ته شوکاز نوټس ورکړی يا سپيناوی یې ترې غوښتی دی.

عدالت د مارچ د اوومې نېټې پورې اورېدنه ځنډولې ده.

د رانا ثناالله پرضد د مسلم ليګ ق ګوند يو مشر شهکار اسلم مقدمه درج کړې وه.

ياده مقدمه د تېر کال اګست د مياشتې په 21 نېټه درج کړی شوې وه.

د کورنيو چارو وزیر يا حکومتي واکمن ګوند مسلم ليګ ن د تازه عدالتي حکم په اړوند سمدستي څه نه دي ويلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00