شاته

انټرنېشنل کرایسز ګروپ: د ښځو پر حقونو د طالبانو بندیزونه د افغانستان بحران لا زیاتوي

واشنګټن ــــ انټرنېشنل کرایسز ګروپ وایي په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د طالبانو بندیزونو د دې هېواد بحران لا زیات کړی دی او وایي دسې ښکاري چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د خپلې شخصي عقیدې په بنیاد پر خپل تحریک او هېواد باندې د خپل واک د ټینګولو لپاره پر ښځو بندیزونه لګوي.

د بحران نړیوالې ادارې «انټرنېشنل کرایسز ګروپ» د فرورۍ پر 23مه پخپل یو نوي رپوټ کې ویلي چې طالبانو په 2021م کال کې په بیا واکمنېدو سره خصوصاً د ښځو پر حقونو د بندیزونو په برخه کې د "د نړۍ تر ټولو رجعتي" حکومت جوړ کړی دی.

کرایسز ګروپ‌ وایي طالبانو چې د تېر کال په وروستیو اوونیو کې پر ښځو کوم سخت قوانین عملي کړل، په پوهنتونونو کې یې له تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې یې له کار کولو منع کړې، په جواب کې یې اکثر مرسته کوونکو ادارو په افغانستان کې خپل کارونه ودرول، چې وایي د "لویې بدمرغۍ" ویره یې پیدا کړه:

"دا ضروري ده چې د طالبانو او بهرنۍ نړۍ تر منځ د خنډونو کمول ځکه مهم دي چې د یو داسې حرکت مخه ونیول شي چې د افغانانو مصیبتونه لا پسې زیات کړي. مرسته کوونکي ناهیلي دي، خو دوی دې د افغانانو هیلو او خیرښېګړې ته پام وکړي".

«کرایسز ګروپ» پخپل تفصیلي‌ رپوټ کې له نړیوالې ټولنې غوښتي پر ځای د دې چې په غیرارادي ډول د افغانستان بحران لا پسې زیات کړي په کمولو کې دې یې مرسته وکړي.

په رپوټ کې د طالبانو د حکومت له اوسنیو او د مخکیني حکومت له چارواکو، استادانو، زده کوونکو، د مرستندویه ادارو له کارکوونکو، د پرمختیایي چارو له چارواکو، سفارتکارانو، تجارانو او نورو اړخونو سره خبرې شوې دي.

د افغانستان په اړه د کرایسز ګروپ مشر سلاکار ګرېم سمیټ وایي، "د ښځو په بنیادي ازادیو باندې د طالبانو د بندیزونو له کبله مرسته کوونکي له افغانستانه مخ اړوي".

د بحران نړیواله اداره پخپل رپوټ کې وایي طالبانو چې د ښځو پر اعلی تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې د هغوی پر کار بندیز ولګاوه، دې پرېکړې یې "ځینې هغه طالب چارواکي" هم حیران کړل چې د دغو "سختو حکمونو" د عملي کولو ورته ویل شوي وو، وایي هغوی له خپلو مشرانو پر دغو پرېکړو د بیاکتنې غوښتنه هم کړې وه.

د کرایسز ګروپ مشر سلاکار ګرېم سمیټ وایي، طالبانو ته د نړیوالې ټولنې له خوا د ښځو د حقونو په اړه داسې پیغام لېږل چې مرستې کمې کړې دا به یواځې د افغان ولس حالت خراب کړي:

"د طالبانو له خوا له ښځو سره د دښمنۍ خلاف تر ټولو اصولي جواب به د ښځو او نورو له کمزورو ډلو د زیانونو د کمولو لپاره د لارو چارو موندل وي."

ملګرو ملتونو د غیرسرکاري ادارو پر ښځینه کارکونکو د طالبانو د بندیزونو په نتیجه کې د مرستې ځینې چارې ځنډولې دي خو له نړیوالو یې له افغانستان سره د 4.6 اربه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. وایي سږ کال 28 میلینه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کرایسز ګروپ سلاکار ګرېم سمیت وایي، د لویدیځ چارواکي اوس د اقتصادي‌ فشارونو د استعمالولو خبره کوي، چې په دې توګه د مرستو کمولو او ګوښه کولو له لارې طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې د ښځو ځپونکي قوانین ورته د منلو وړ نه دي، خو وایي فکر نه کوي دا به د طالبانو د دریځ په بدلولو کې اغېزمن ثابت شي.

طالبانو د تېر کال د دسمبر په وروستیو لس ورځو کې لومړی په پوهنتونونو کې د ښځو تعلیم وځنډاوه او وروسته یې په غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه، چې د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون د نړۍ له کلک مخالفت سره مخ شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00