ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پېنډۍ: د نرښځي وژنه کې بل نرښځي ته د تېزندۍ سزا اورول شوې ده

دپنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې ځایي عدالت یو نرښځي ته دبل نرښځي د وژنې په جرم کې د تېزندۍ سزا اورولې ده. دراولپنډۍ مرستیال ضلعي جج جهانګیر علي د شورو په ورځ پروسکال پینډۍ کې د وژل شوي خواجه سرا عامر مسیح عرف پولي د وژنې په مقدمه کې فیصله اورولې ده . دپولیس وینا ده چې عامر میسیح عرف پولي نومی نرښځی تېرکال دجون په میاشت کې د راولپنډۍ په راول ټاون سیمه کې دده یو بل ملګري خواجه سرا یا نرښځي علام مرتضا عرف انمول په چاړه وهلی اؤ وژلی ؤ. ددغه پېښې مقدمه د وژل شوي نرښځي د وراره په مدعیت کې د پینډۍ په ریس کورس تاڼه کې درج کړل شوې وه. دپولیسو د وینا مطابق وروسته بیا پولیسو دانمول په نوم مشهور دغه خواجه سرا نیولی ؤ اؤ په پلټنو کې ورته معلومه شوې وه چې چې انمول د پولي نومي نرښځي سره په څه خبره وران شوی ؤ اؤ په هغه یې د چاړې ګزارونه کړي وؤ. دراولپنډۍ دمرستیال ضلعي جج دعدالت له لوري اورول شوې فیصله کې ویل شوي چې په نرښځي غلام مرتضا د عامر مسیح وژنه ثابت شوې ده اؤ هغه ته یې په دغه جرم کې دتېزندۍ سزا اورولې ده. د راولپنډۍ دپولیسو مشر سید خالد محمود همداني دې مقدمه کې په غوره پلټنو پولیسو ته شاباسی ورکړی دی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي دي چې په سنګینو مقدمو کې مجرمانو ته دعدالتونو نه سزاګانې ورکول دقانون اؤ انصاف ګټه ده.

23.02.2023 ډیوه

پاکستان د خرچو کمولو په کمپاین کې خپل حکومتي لګښتونه ۱۵ فیصده کموي

واشنګټن - د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له خپلو وزیرانو او سلاکارانو غوښتي، چې په ارزانه یا ایکانومي کلاس کې سفرونه وکړي،‌ قیمتي یا لکژري موټرې لېرې او معاشونه کم کړي چې له کبله به یې حکومت په کال کې ۷۶۶ میلیونه ډالره بچت کړي. دا کلک ګامونه په داسې وخت کې اخېستل کېږي چې دغه هېواد له نړیوالې مالیاتې ادارې یا آی ایم اېف څخه د یو بیلین ډالرو د ترلاسه کولو چارې د تېر کال راهیسې له ځنډ سره مخ شوې دي. امریکا غږ د رویټرز د راپور پر بنسټ لیکلي دي، د پاکستان د زر مبادلې ذخیره دومره کمه شوې ده چې د دریو اونیو وارداتو یا درامداتو ته بسنه نه کوي او د شورو یا چهارشنبې په ورځ د لګښتونو د کمولو دا اعلان هم د اقتصاد د لا نور ژوبلېدو د مخنیوي لپاره شوی. شریف په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، "د لګښتونو د کمولو له دې لارو سره به هر کال مونږ ته ۲۰۰ بیلینه ډالره بچت شي." هغه زیاته کړه، "دا کړنه د اوس وخت اړتیا ده او دا سپما که یوه پیسه هم وي ډېر ارزښت لري." هغه دا غریبو خلکو ته یوه قرباني وبلله څوک چې په دې ګراني کې ځان ته خواړه او درمل نشي برابرولی. په پاکستان کې د ګرانۍ کچه په جنورۍ کې ۲۷.۵ فیصدو ته رسېدلې. شریف وویل،‌ ټول مرکزي وزارتونو او حکومتي دفترونو ته لارښونه شوې چې خپل لګښتونه ۱۵ فیصده کم کړي چې په هغو کې له وزیرانو او سلاکارانو څخه غوښتل شوي دي چې معاشونه او نور امتیازات کم کړي،‌ عصري موټرې لېرې او بهرني سفرونه او په بزنس کلاس کې پروازونه هم و نه کړي. شریف دا هم وویل،‌ چې وزیرانو دې ګامونو ته په خپله خوښه غاړه ايښې ده او زیاته یې کړه چې د کابینې غړي به خپل معاشونه نه اخلي او د خپلو بېلونو لپاره پیسې به له خپلو جېبونو ورکړي. شریف د خپلو خبرو په دوام وړاندې وویل، وسلوالو ځواکونو هم مثبت غبرګون ښودلی چې خپل غیر جنګي لګښتونه به کم کړي خو نور زیات جزیات یې ور نه کړل. په نورو اقداماتو کې دا دي چې حکومتي ادارې به نشي کولای چې ګرانې او لکژري موټرې واخلي او د دوو کالو لپاره به نوې ودانۍ یا ښار نه جوړېږي. همدارنګه له وزارتونو څخه به هم ټولې ګرانې او قیمتي موټرې ټولېږي. شریف وویل،‌ هېواد یې هیله لري چې له آی ایم ایف څخه به ژر پیسې ترلاسه کړي او زیاته یې کړه چې دا سخت اقدمات د آی ایم ایف له شرطونو څخه وو چې د معاملې له بشپړېدو مخکې یې غوښتنه کړې وه. چارواکو ویلي، چې د پاکستان او آی ایم ایف ترمنځ خبرې به په دې اونۍ کې بشپړې شي. له دې خبرو مخکې آی ایم ایف له پاکستان څخه غوښتي وو چې مخکې له مخکې یو شمېر ګامونه واخلي،‌ لکه حکومتي مراعات ختم کړي،‌ د انرژۍ ټکسونه لوړ کړي، اضافي عایدات زیات او بهرنی فاینانسېنګ برابر کړي.

23.02.2023 ډیوه

بایډن: پوتین د اټومي وسلو  د کمیدو د تړون په ځنډولو سره "لویه تیروتنه" کړې

ولسمشر جوبایډن د چهار شنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب دریمه) وویل، ولادمیر پوتین له امریکا سره د اټومي وسلو د کنترول په وروستي پاتې تړون کې د خپل هیواد د ګډون په ځنډولو سره "لویه تیروتنه" کړې ده.

23.02.2023 امریکا غږ

د امریکایي قاضي له پریکړې وروسته، طالبانو ویلي امریکا دې د افغانستان شتمني ستنه کړي

طالب چارواکو د چهار شنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب دریمه) له واشنګټن څخه وغوښتل چې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارده ډالره شتمني ستنه کړي.

22.02.2023 امریکا غږ

چین په اقتصادي بحران کې ګېر پاکستان ته ۷۰۰ میلیون ډالر پور ورکوي

د پاکستان د مالیې وزارت نن چهارشنبه فبروري ۲۲ (کب درېیمه) اعلان وکړ چې چین به پاکستان ته ۷۰۰ میلیون ډالر پور ورکوي چې له اقتصادي بحران سره مبارزه وکړي او خپلې مالي زیرمې قوي‌کړي.

22.02.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

22.02.2023 امریکا غږ

طالبان: د طورخم لار به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خلاصه وي

طالبانو د طورخم لار د بیا پرانېستل کېدو اعلان په داسې ورځ ورکړو چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر په کابل کې د لوړ رتبه طالب چارواکو سره خبرې وکړې

22.02.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

22.02.2023 امریکا غږ

پوتین: د نړیوال وضعیت د ثبات لپاره د چین او روسیې روابط‌ مهم دي 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن چهارشنبه فبروري‌۲۲ (کب درېیمه) په مسکو کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي ‌سره په ملاقات کې وویل چې د «نړیوال وضعیت د ثبات لپاره» د مسکو او بیجنګ همکاري حیاتي‌ ده.

22.02.2023 امریکا غږ

بلوچستان: د مور او دوو زامنو د وژنې خلاف پرلت روان دی، حکومت وایي پلټنې کوي خو وزیر یې نه دی نیولی

کوټه / واشنګټن ــــ د بلوچستان په باﺭکان کې د يوې موﺭ او د هغې د وژل شوو ﺯامنو د قتل مقدمه د نامعلومو کسانو په ضد دﺭج شوې ده، خو د اغېزمنې کورنۍ پرلت نن پر دويمه ورځ هم روان دی او دوی صوبایي وزیر عبدالرحمان کېتراڼ د هغوی په وژنه تورنوي. د باﺭکان په پوليس تاڼه کې د نامعلومو کسانو پر ضد درج شوې مقدمه کې ليکل شوي، د جنورۍ پر 20م تاريخ ورته معلومه شوې چې په د بارکان د حاجي کوټ په ويرانه سيمه کې په کوهي کې درې تنه مړي پراته دي، پوليسو را ايستلي وو چې يوه يوه ګولۍ پر سر ويشتل شوي او په بدن يې د تشدد نخښې وې. په درج شوې مقدمه کې ليکل شوي چې د اغېزمنې کورنۍ څوک نه دي ورغلي ځکه پوليس په خپل مدعيت کې مقدمه درج کړې ده۔ بل لوري ته د پېښې پر ضد په مرکزي ښار کوټه کې د صوبې د ګورنر او وزير اعلا د کور مخ ته نن د چارشنبې- شورو په ورځ هم احتجاجي پرلت دوام لري او د وژل شوو درېواړو تنو مړي هم په احتجاج کې ايښول شوي دي. په وژل شوو کې يوه مور او دوه د هغې زامن دي. د مري  قبيلې مشران، د بېلابیلو سیاسي ګونودونو غړي او د مدنې ټولنې فعالان په پېښه کې د تورن صوبايي وزير د نيولو، د پېښې د عدالتي  پلټنو او اغېزمنو ته د انصاف ورکولو غوښتنه کوي. د آل پاکستان مري قبيلې جنرل سېکرېټري جهانګير خان مري وي او اې ډيوه ته په خبرو کې دعوه وکړه، چې د وژل شوې مور پينځه بچي لا هم د کېتراڼ په جېل کي دي، وایي هغه دې اول را خلاص کړل شي او بيا دې کېتراڼ ته سزا ورکړل شي: "د حکومت له لوري څوک نه دي راغلي، حکومت کوښښ کوي هغه پینځه ګواهان [د وژل شوې ښځې بچي] هم ووژل شي او خپل وزیر وژغوري، ترڅو چې اغوا شوي ماشومان نه وي خلاص کړل شوي او ککړ کسان نیول شوي نه وي موږ نه ولاړېږو". د يادې پېښې تور د کېتراڼ قبيلې پر سردار او د بلوچستان صوبايي وزير عبدالرحمان کېتراڼ باندې لګول شوی دی. اغېزمنه کورنۍ وايي چې له تېرو څو کالو راهيسې سردار عبدالرحمان د اغېزمنې کورنۍ اته تنه په شخصي جېل کې بند کړي وو، چې ياد  درې تنه يې وژلي او پينځه لا هم د هغه په جېل کې بند دي، وایي هغه دې په خوندي توګه خوشي کړل شي. د بلوچستان پوليس په جاري کړي خبر کې ويلي چې د لا درکه پينځو تنو د موندنې او د پېښې د پلټنې لپاره يې د پوليسو يو ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده او ژر تر ژره به تفصيلي رپورټ جمع کوي. په خبر کې دا هم زيات شوي چې د اغېزمنې کورنۍ د نورو ورکو پينځو تنو د موندنې لپاره يې د سردر کېتراڼ پر کور چاپه وهلې، خو وایي څه په لاس نه دي ورغلي، وايي پوره انصاف به کېږي چې هر څوک په ياده پېښه کې ککر وي قانوني سزا به ورکول کېږي. عبدالرحمان کېتراڼ د سه شنبې- نهې په ورځ له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او وایي دا لومړی ځل نه دی بلکې مخکې هم په ده داسې تورونه پورې شوي دي. ښاغلی کېتراڼ وایي: "زما د سياسي او قبايلي شخصيت د خرابولو په موخه دا پر څه کېږي، د دې پېښې پر وخت زه په لاهور کې وم او بيا په کوټه کې وم، زما له دې سره يو تړاو هم نه شته". عبدالرحمان کېتراڼ وایي د ده له خپل يوه زوی سره کورنۍ جګړه روانه ده او تور پورې کوي چې هغه په دې پېښه کې د ده د لاس لرلو پروپېګنډه کوي او د ده په وینا "هغه ما بدنامول غواړي". کېتراڼ د خپل زوی نوم یاد نه کړ. د پېښې خلاف پر ټولنيزو رسنيو هم سخت غبرګون ښوول شوی دی، د بلوچستان بار کاونسل د سه شنبې- نهې په ورځ د عدالتونو بايکاټ کړی وو او تاجر تنظيمونو په بېلا بېلو ښارونو کې هړتال کړی دی. د بلوچستان حکومت هم د پېښې د پلټنو لپاره د تحقيقاتي کمېټۍ اعلان کړی دی، خو کورنۍ احتجاج کوونکي د عدالتي کميشن غوښتنه کوي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر مير ضيا لانګو ویلي، د قانون عملي کوونکو ادارو ذمه واري ده چې د خلکو ځان او مال خوندي کړي. په سرکاري بيان کې د لانګو له خولې ليکل شوي چې د اغېزمنې کورنۍ د غیرقانوني بند، د پينځو تنو د موندنې او د هغوی د خلاصولو لپاره یې د جدي ګامونو اخيستلو امر کړی دی.

22.02.2023 ډیوه

د امریکې صدر جوبایډن په وارسا کې د یو شمېر يورپي مشرانو سره لېدلي

په اوکراین کې جګړه دوام لري او رېډیو فري یورپ ار اېف ايي او رېډیو لېبرټي وايي روسي ځواکونو په دونڅک او لوهانسک سیمو کې د محاذ په سرخطونو هوايي او د توپخانې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی

22.02.2023 ډیوه

د اسرائیل پوځ په عملیاتو کې نهه فلسطینیان وژل شوي او ۹۰ نور ژوبل دي - سرچینې

په فلسطین کې د روغتیا مسئولین او یو شمېر عیني شاهدان وايي چې نن چهارشنبه فبروري ۲۲ (کب درېیمه) په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل پوځ په عملیاتو کې د دریو وسله والو په ګډون نهه تنه وژل شوي‌ او شاوخوا ۹۰ تنه نور ژوبل شوي دي. 

22.02.2023 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

22.02.2023 امریکا غږ

اروپا کې د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی، زیاتره یې افغانان او سوریایان دي

په ۲۰۲۲ کال کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د درخواستونو شمېر په تېرو اوو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

22.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

22.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more