ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

19.01.2023 امریکا غږ

امریکا کې ډاکترانو د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو خبرداری ورکړی

د کرونا وبا له خپرېدو درې کاله وروسته، د امریکا په متحده ایالاتو کې ډاکترانو د XBB.1.5  په نامه د کرونا ویروس د نوې فرعي بڼي د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

19.01.2023 امریکا غږ

خېبر:دپولیسو په پوسته ځانمرګي برید شوی، دوه پولیس اؤ یو اشپز پکې وژل شوي،درې عسکر ژوبل

سرچینې وایي وسله والو وړومبی دتخته بیګ په امنیتي پوسته یا پولیس څوکۍ ناتاره ډزې اؤ دلاسي بم برید وکړو اؤ بیا په دغه مهال ځانمرګي بریدګر خپل ځان دپولیسو دپوستې ترڅنګ والوځولو

19.01.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

19.01.2023 امریکا غږ

فلسطینیان وايي اسرایلي ځواکونو په جنین کې دوه فلسطینیان وژلي دي

روېټرز وویل د وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په مشرۍ کې د اسرایل د نوي حکومت جوړېدو نه پس د امن مذاکراتو د بیا شروع کېدو امکان کم شوی دی. رپورټ وايي د نېټن یاهو په حکومتي اتحاد کې ځینې انتهاپسند ډلې د فلسطیني ریاست د قیام مخالفت کوي او نوي حکومت په وېسټ بېنک کې د یهودیانو اباد کاري ترجیح بللې ده

19.01.2023 ډیوه

کرملین: که لویدیځ اوکراین ته لېرې واټن وېشتونکي توغندي ورکړي، وضعیت نور هم خرابېږي 

مسکو خبرداری ورکړی که لویدیځ کیف ته لېرې واټن وېشتونکي توغندي، چې روسیه پرې وېشتل کېدای شي، ورکړي، جګړه به نوره هم شدیده شي.  د روسیې د جمهوري‌ ریاست ویاند دمتري پسکوف نن پنجشنبه جنوري ۱۹ (مرغومې۲۹) خبریالانو ته وویل: «په بالقوه توګه، دا به بیخي زیات خطرناک وي، په دې مانا چې، جګړه به بیخي یوې نوې مرحلې ته داخله کړي چې د نړۍ او پان-اروپا د امنیت له نظره به ښه نه وي.»  مسکو داسې مهال دا خبرداری ورکوي چې لویدیځ هېوادونه غواړي اوکراین ته نورې قوې وسلي ورکړې او کلیدي مرسته کوونکي د یوې بلې غونډې په درشل کې دي.   ټاکل شوې چې متحده ایالتونه به د جمعې په ورځ په جرمني کې د «رامستین هوايي اډې» کې له خپلو ایتلافیانو سره د خبرو په یوې بلې مرحلې کې د اوکراین د پوځ په ملاتړ وغږېږي.  تر دې مخکې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي که اوکراین په روسیې او د کریمیه په جلا کړل شوې ټاپو وزمې باندې د لویدیځ له لوري ورکړل شوې وسلې وکارولې، مسکو به یې غچ واخلي.  د روسیې مخکني ولسمشر دمتري مدویدوف هم خبرداری ورکړی چې د لویدیځ له لوري اوکراین ته د وسلو ورکول د «اتومي جګړې» لامل کېدای شي.  روسیې تېرکال په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او متحدینو یې دا برید وغنده او له اوکراین سره بشري او پوځي مرسته کوي‌ چې د روسیې په ضد دا جګړه وګټي. 

19.01.2023 امریکا غږ

بایډن د محرمو اسنادو په اړه د عدلیې وزارت له تحقیقاتو سره مخامخ دی

د امریکا د ولسمشر جو بایډن په دفتر او کور کې د محرمو دولتي اسنادو د موندل کېدو په اړه نوموړی د عدلیې وزارت له تحقیقاتو سره مخامخ دی.

19.01.2023 امریکا غږ

دمرستو پراختیا لپاره دپاکستان اؤ روسیې دچارواکو مهمه غونډه اسلام اباد کې پیل شوې ده

بل پلو ته پخوانی سفارتکار اصف دراني وي او اې ډیوه ته وایي، پاکستان دا وخت د اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دغه لوطنامې که چرې وشي نو کتل به داوې چې تیل پاکستان ته څومره ارزانه ورکول کیږي. ولې چې پاکستان د سعودې عرب او عرب اماراتو څخه هم په ارزانه بیعه تیل اخلي

19.01.2023 ډیوه

د افغانستان بغلان ولایت کې د یوې میاشتې پرمهال ۵۰ ماشومان تنفسي ناروغیو مړه کړي

د افغانستان په بغلان ولایت کې د روغتیا برخې ځايي چارواکي‌ وايي، په دغه ولایت کې د تېرې یوې میاشتې پرمهال نژدې ۵۰ ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي. د دوی په وینا، د یخنۍ له زیاتوالي سره مهاله تنفسي ناروغۍ په ماشومان کې زیاتې شوې دي. د شمال ختیځ بغلان ولایت دولتي روغتون د کوچنیانو برخې متخصص ډاکټر عبدالغفور احمدزي باختر اژانس ته ویلي،‌ دغه ماشومان په تېره یوه میاشت کې له تنفسي ناروغیو مړه شوې دي.

19.01.2023 BBC

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

19.01.2023 امریکا غږ

یونسکو د ۲۰۲۳ د تعلیم نړیواله ورځ د افغان نجونو او ښځو په نوم کړه

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي‌ سازمان (یونسکو) وايي چې د ۲۰۲۳ د جنورۍ ۲۴ نېټه،‌ چې د زده کړو نړیواله ورځ ده، د افغان نجونو او ښځو په نوم ځانګړې شوې ده.

19.01.2023 امریکا غږ

‎په ميانمار کې د هوايي بمبارۍ د لاسه کډوال هند ته تللي  


د چېن ايسوسي ايشن اف ميري لينډ ډايريکټر زو تم همنګ وي او ای ته ويلي “زمونږ غټه انديښنه په چېن کې د دننه کډوال شوو خلکو سر ساتنه او د هند په ميزورام کې د پناه اخستونکو حفاظت دی

19.01.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

19.01.2023 امریکا غږ

دصوابۍ امن مارچ مشرانو ویلي نور به پښتانه دترهګرۍ اؤ دقامي وسیلو لوټلو مخې ته دقام په توګه ودریږي

خبریال اؤ څېړونکی فخرکاکاخیل وایي په دې وروستیو کې چې دپښتون ژغورنې غورځنګ له لوري دچترال نه تر بولانه کوم فعالیتونه وشول،هغې اوس په خلکو کې ډیر شعور پیدا کړی دی اؤ عام ولس اوس په دې خبره پوهه دی چې کله خبره د "سر" راشي نو بیا به نور هرڅه پرېښودل اؤ د سر خبره کول وي

19.01.2023 ډیوه

د قزاقستان ولسمشر د خپل هېواد ولسي جرګه ړنګه کړه

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت تکایوف نن پنجشنبه جنوري ۱۹ (مرغومې۲۹) د خپل هېواد ولسي جرګه لغوه اعلان کړه او له وخت څخه مخکې یې د نویو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

19.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more