شاته

د پاکستان او امریکې د وزیرانو تر منځ تجارتي مذاکرات اووه کاله وروسته نن بیا پیلېږي

واشنګټن ــــ د پاکستان او امریکې تر منځ د تجارت په اړه په لویه کچه غونډه نن د فرورۍ پر 23مه په پایتخت واشنګټن ډي سي کې کېږي، امریکا وايي له پاکستان سره اقتصادي او تجارتي اړیکې اوږدمهاله او دوامداره ساتل غواړي.

د پاکستان د تجارت د وزیر سید نوید قمر په مشرۍ یو پلاوی واشنګټن ته راغلی چې نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د «یو ایس پاکستان ټرېډ انویسټمنټ فرېم ورک ایګریمنټ (ټیفا) په بنیاد د امریکې د تجارت له استازې کېترین تایي او نورو اعلی چارواکو سره وویني.

د ټيفا د وزيرانو وروستۍ غونډه په 2016م کال کې په اسلام اباد کې شوې وه. امريکا له تېرو 20 کلونو راهيسې په پاکستان کې د سرمایه کارۍ په برخه کې د سر په هېوادونو کې ګڼل کېږي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې یې د خپلې سرمایه کارۍ په تېر شل کلن تاريخ کې په 2022م کال کې سرمایه کاري 50 فیصده زياته شوې ده.

د امریکې د خارجه وزارت ویاند وي او اې اردو ته د یوې پوښتنې په جواب کې ویلي دي چې له پاکستان سره د دوه اړخیز تجارت د لا زیاتولو لپاره ډېر پراخ امکانات شته.

د وياند په وينا امریکا له پاكستان سره د انرجۍ، د کرهنې د الاتو او مصنوعاتو، فرنچایزنګ، د اطلاعاتو او مواصلاتو او ټكنالوجۍ په ګډون د سروسز په څانګو كې په ګډه كار كولاى شي.

د پاکستان او امریکې تر منځ په تجارتي اړیکو کې په ظاهره د پیدا شوي حرکت په اړه په واشنګټن کې مېشت د اقتصادي چارو څېړونکی پروفیسر ثاقب رضاوي وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارتي اړیکو فعاله کېدل یو مثبت ګام دی.

ښاغلي رضاوي له وي او اې سره په خبرو کې وویل چې که د پاکستان اقتصاد په بشپړه توګه فعاله وای نو له امریکې سره به یې خبرو اترو ډېرې ګټې او مثبتې نتیجې لرلې وای.

پاکستان دا وخت له تر ټولو بد اقتصادي بحران سره مخ دی او د بهرنۍ زرِمبادله ذخیرې یې تقریباً درې اربه ډالرو ته را ټیټې شوې دي چې د اقتصادپوهانو په وینا د درو اوونیو د کنټرول شويو درآمداتو یا وارداتو د پوره کولو لپاره به په ګرانه پوره کېږي.

له اسلام اباده د ای ایم ایف د پلاوي تر تلو وروسته د پاکستان مرکزي حکومت اوس د پیسو له نړیوالې ادارې سره د قرضو لپاره آنلاین خبرې کوي چې دا به نه یواځې د 1.2 اربه ډالرو قرضې ته لاره برابره کړي بلکې تمه کیږي چې کېدای شي ملګري هیوادونه هم ورسره مالي مرستې وکړي.

د اقتصادي چارو څېړونکی پروفیسر ثاقب رضاوي وايي، د پاکستان اوسني غیرمستحکم اقتصادي حالت ته په کتو د تجارت او سرمایه کارۍ د پراخېدو په اړه ډېره هیله نه شي کېدای، ځکه چې وایي پاکستان ته د ور پېښو اقتصادي ستونځو له کبله یې تجارتي اړیکو ته وده ورکول یا اوسنۍ تجارتي اړیکې پراخول یو سست عمل ثابتېږي. ښاغلی رضاوي وایي:

"دا توقع به غیرحقیقي وي چې [د امریکې او پاکستان ترمنځ] دا خبرې به د پاکستان د خلکو لپاره سمدستي ګټه ولري."

د پاکستان د تجارت وزیر سید نوید قمر هم د چارشنبې- شورو په ورځ د پاکستان په سفارت کې د تجارت او کاروباري چارو لپاره د امریکې له ځانګړي استازي دلاور سید سره د پاکستان او امریکې د تجارتي اړیکو په لړ کې ولیدل.

د پاکستان سفارتخانې په يو بيان کې دغه لیدنه د دوه اړخيزو تجارتي اړيکو د پراختيا دپاره مهمه بللې. له دې کتنې وروسته سید نوید قمر وویل چې د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې خبرې اترې د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو د څرنګوالي د ارزونې په برخه کې یو مهم پرمختګ دی.

بلې خواته د پاکستان لپاره د امریکې پرنسپل ډپټي اسسټنټ سيکرټرې او ډپټي اسسټنټ سيکرټرې اليزبیت هورسټ په يو بيان کې ويلي، حکومت یې د پاکستان او امريکې اړیکو ته وده ورکول غواړي. وایي په دې لړ کې دواړو ملکونو د تجارت په اړه پر عملياتي مسایلو خبرې کړې دي او دواړو پرېکړه کړې چې د تجارت ښه پرمختګ ته د لومړیتوب ورکولو، همږغه کولو او خنډونو لرې کولو لپاره فوکل پرسنز وټاکي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نوید قمر هم د امریکې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې امریکې ته د پاکستاني امونو د برآمد کولو یا صادرولو موضوع یاده کړې ده او غوښتنه یې کړې ده چې امریکې ته د زیاتو امونو د راتللو لپاره دې څه لاره جوړه شي.

د پاکستان او امریکې چارواکو هیله څرګنده کړې چې د ټیفا غونډه به د تجارتي اړیکو د پراختیا او د دواړو ملکونو د اړیکو د لا ښه کېدو لپاره مهمه ثابته شي.

یادونه:- دا رپوټ د وي او اې اردو له ویبپاڼې ژباړل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00