شاته

د نيټو مشر وايي نخښې نښانې ويني چې چين د اوکرين په جنګ کې د روس ملاتړ کولی شي

د نيټو سيکرټري جنرل جېنز سټولټنبرګ د شورو/چهارشنبې په ورځ ويلي چې د نيټو پوځي اتحاد ځينې نخښې نښانې ليدلي چې امکان دی د اوکرين په جګړه کې چين د روس ملګرتيا وکړي او په کلکه يې د چين نه وغوښتل چې داسې ونه کړي ګني دا به د نړيوال قانون خلاف ورزي وي.

د نيټو مشر ايسوسي ايټېډ پرېس ته په يوه مرکه کې ويلي چې اتحاد يې د جنګ برخه نه ده خو د اوکرين ملګرتيا به تر هغه پورې کوي تر څو ورته حاجت وي.

د يو تپوس په ځواب کې چې داسې څه ښکاري چې روس ته چين وسلې ورکړي او لا به کومې نورې مرستې وکړي نو سټولټنبرګ وويل “مونږ ځينې نښانې ليدلي چې دا کېدلی شي. نيټو او امريکا خبرداری ورکوي چې داسې ونه شي ځکه داسې کېدل نه دي پکار”.

هغه وويل چين له د روس د ناجايزه جنګ ملګرتيا نه ده پکار او د چين مهم امداد به په دې معنا وي چې دا به نېغ په نېغه د نړيوال قانون خلاف ورزي وي او د متحده قامونو د امنيت د شورا د غړي په حيث به دا د متحده قامونو د چارټر نه سر غړونه وي.

د روسي صدر ويلاډيمير پوټين د چين د کميونسټ ګوند د خارجه پاليسۍ مهم مشر وانګ يي ته مېلمستيا ورکولو په غرب کې انديښنې خؤرې کړي چې د کال نه روان جنګ کې چين تيار ښکاري روس له مظبوط ملاتر ورکړي.

چين په اراده سره د اوکرين يرغل نه دی غندلی بلکې د ماسکو دعوه يې بدرګه کړې چې امريکا او نيټو روس دې ته اړباسلو چې په اوکرين ورشي. چين، روس او سويلي افريقا دا اوونۍ په بحر هند کې ګډ سمندري مشقونه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي د کرېملېن په جنګ کې د چين رادانګل به ژوره شخړه جوړه کړي. د تايوان او په څه نورو مسلو د امريکا او د چين تعلقات خراب شوي دي.

سټولټنبرګ د وارسا د غونډې وروستو په کومه کې چې ولسمشر جو بايډن هم ګډون کړی و ای پي ته وويل دا به د اوکرين د ولس بدبختي وي که پوټين جنګ وګټلو او دا به د دوی ټولو د پاره خطره وي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د چین او روس نږدې تعلقات: امریکا ورته په څه نظر ګوري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00