شاته

څېړونکي: په منطقه کې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره به د سيمې هېوادونو ته ګډه تګلاره جوړول وي

څېړونکي وايي په افغانستان کې ثبات او په منطقه کې د ترهګرۍ مخينوي لپاره به د پاکستان په شمول علاقايي ملکونو ته په ګډه يوه تګلاره جوړول پکار وي چې د هغې په اساس په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره خپلې اندېښنې شريکې کړي.

دوی وايي يو پرامنه او باثباته افغانستان نه يواځې د افغان ولس او طالبانو په ګټه دی بلکې له دې سره ټوله منطقه د تجارت او سرمايه کارۍ د لارې پرمختګ کولی شي.

څيړونکي وايي په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو موجودګي نه يواځې د پاکستان بلکې د ټولې منطقې لپاره ګواښ دی، دوی وايي د خپلو اندېښو په اړه بايد د پاکستان پشمول ټول علاقايي هېوادونه په دې حقله يوه متفقه تګلاره جوړه کړي او دا ستونزه له طالبانو سره راوچته کړي.

پېښور پوهنتون کې د ايريا سټډي سنټر مشر پروفېسر داکټر شبير احمد خان وي او ای ډيوه ته وايي "پاکستان له پکار دي چې د افغانستان مسله په علاقايي کچه راوچته کړي، ايران شو، د منځنۍ اسيا هېوادونه شو، چين شو، لکه دوی سره به يو فلېټ فارم جوړوي او مشترکه لایحه عمل به اختياروي او په طالبانو به فشار اچوي، ځکه چې دلته يواځې ټي ټي پي نه ده، دلته داعش، القاعده هم شته او د ايسټ ترکستان مومنټ سليپر سيلز هم دلته موجود دي”.

تېره ورځ د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف په مشرۍ کې يو پلاوي د کابل سفر کړی او د طالب چارواکو سره يې ليدلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې د ملاقات پر مهال په علاقه کې د تحريک طالبان پاکستان او داعش خراسان مخ په زياتېدونکي خطر بحث شوی او دواړه فريقيې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره په کلکو ګامونو اخېستو متفق شوي دي.

که څه هم پاکستاني چارواکي د ټي ټي پي په افغانستان کې موجودګي او د دغې هېواد د خاورې د پاکستان خلاف کارولو تورونه لګوي خو افغان طالبانو څو وارې ډيوه ته ويلي چې د دوی د راتګ وروسته امنيت ښه شوی او په افغانستان کې کومه داسې وسله واله ډله منظم وجود نه لري چې بل کوم هېواد ته ګواښ متوجې کړي.

په روس کې د ماسکو پوهنتون استاز او د سياسي چارو افغان شنونکی پروفېسر شير حسن وي او ای ډيوه ته وايي چې اساسي خبره دا ده چې ټي ټي پي د پېسو او وسلې منبع مالومه شي او چې دوی د کوم ځایه ډوډۍ خوري، نو دغه ډوډۍ خو افغانان نشي ورکولی ځکه چې افغانان خو پخپله لوږې سره مخ دي.

پروفېسر شېر حسن وايي "زه باور لرم چې د افغانستان د طالبانو او پاکستان ملګرتيا ډېره خرابه نه ده، لا تراوسه پورې دوی دا امکانات لري چې هم استخباراتي مالومات د يو بل سره تبادله کړي او هم د وسله والو او مخاليفينو د محارولو د يو بل سره مرستې وکړي".

څيړونکي وايي د پاکستان او افغان طالبانو اړيکې د تېر په مقابله کې زياتې ښې دي او ترهګرۍ مخنيوي لپاره بايد د يو بل څخه استفاده وکړي.

په کراچۍ کې د ټي ټي له خوا د پوليسو په دفتر ترسره شوي بريد څو ورځې وروسته پاکستاني چارواکو د افغانستان سفر کړی دی؟ په دغه بريد کې د درېو امنيتي سرتېرو په شمول څلور تنان وژل شوي وو.

له دې وړاندې د جنورۍ په 30مه هم د پیښور پوليس لاين دننه په جماعت کې یو ځانمرګی برید شوی وو‌ چې 84 تنان پکې وژل شوي او تر200 زیات نور ژوبل شوي وو.

د پېښور د دغه برید پړه هم د پاکستاني طالبانو یو مهم کمانډر سربکهف مومند منلې وه.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00