شاته

څېړونکي: د ټي ټي پي قابو کولو دپاره پاکستان ته د افغانستان مرسته پکار ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي تېره ورځ د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د یوه لوړ پوړي پلاوي سره د کابل سفر کړی او د افغان طالب مشرانو سره یې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګرې توګه د تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوي دي.

خو څېړونکي وايي پخوا هم پاکستان د تحریک طالبان پاکستان وسله وال قابوي کړي وو او اوس یې هم کولی شي خو اوس پکار ده چې په دغه لړ کې په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان مرسته وکړي.

د پاکستان پخوانی سفیر اصف دراني وايي،"تحریک طالبان پاکستان پخوا هم پاکستان کنټرول کړي وو اوس یې هم کنټرولولی شي، خو مهمه خبره دا ده چې ټي ټي پي ایا مونږ منو که یې نه منو".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د ټي ټي پي ژوند هغه وخت ممکنه دی چې دوی وسله د لاسه ورکړي، عدالته ته وړاندې کړی شي، او په دې لړ کې باید د افغانستان طالبانو حکومت د پاکستان مرسته وکړي".

په اسلام اباد کې د خبریالانو سره خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وویل د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرې کې دغه پلاوي د افغانستان د طالبانو د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره لیدلې چې پکې ملا عبدالغني برادر اخند، د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد، د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني او د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي شامل وو.

هغې زياته کړه په سیمه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې وشوې.

ویاندې وویل دواړو لورو موافقه وکړه چې د ترهګرو ډلو له خوا د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې به په اغېزمنه توګه د مبارزې لپاره همکاري وکړي. دغه رنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا هم هوکړه وشوه.

او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، چې دواړو لورو پر اقتصادي همکاریو ، سوداګرۍ او د دوه اړخیزو اړیکو پر وضعیت خبرې کړي دي.

د بیان ترمخه ملا برادر پر پاکستان غږ کړی چې "سیاسي او امنیتي اندېښنو ته اجازه ور نه کړي چې په سوداګرۍ او اقتصادي چارو اغېز وکړي.

د دفاع وزير خواجه اصف سره په دغه سفر کې د پاکستان د استخباراتې ادارې (ايي اېس ايي) مشر ليفټننټ جنرل نديم انجم، خارجه سيکرټري اسد مجيد او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي محمد صادق هم ګډون درلودو.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د استخباراتې ادارې مشر دغه سفر په داسې حال کې کړې چې په هیواد کې دننه د کالعدم تحریک طالبان د شمول د نورو ترهګرو ډلو له اړه ترهګریز بریدونو کې زیاتوب راغلی چې پکې د اکثره بریدونو پړه کالعدم تحریک طالبان په غاړه اخیستې.

د پاکستان حکومت دریځ لري چې تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځای څخه د بریدونو منصوبه بندي کوي.

البته د طالبانو د خارجه وزارت په ورستیو کې خپل په یو بیان کې ویلې وو چې د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی.

طالبانو دا دعوه هم کړې وه دوی په عمل کې ثابته کړې چې "هیچاته یی اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

په اسلام اباد کې یوې غیر دولتې موسسې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د یو رپوټ تر مخه کال 2022 کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو اورپکو ډلو لخوا په شویو 376 ترهګریزو بریدونو کې د نزدې 300 امنیتي ځواکونو په ګډون شاوخوا 1,000 پاکستانیان وژل شوي چې پکې زیاتره بریدونه په خیېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00