شاته

طالبانو د پانګونې لپاره د پاکستان، روس او ایراني کمپنیو یوه ډله جوړه کړې

واشنګټن –په افغانستان کې د طالبانو ادارې د پاکستاني،‌ ایراني او روسی کمپنیو یوه ډله جوړه کړې چې د برېښنا، کانونو او بنسټیزو کارونو په برخو کې د پانګونې لپاره یو پلان جوړ کړي.

رویټرز خبري ادارې دغه خبره د شورو یا چهارشنبې په ورځ د طالبانو د سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي له خولې راخېستې.

په دغې ډله کې ۱۴ افغان سوداګر هم دي او وزارت له بهرنیو کمپنیو سره یو سند هم لاسلیک کړی چې له مخې به یې هغوی کابل ته خپل استازي استوي چې د یو بیلین ډالرو په ارزښت پروژو ته کتنه وکړي.

په ۲۰۲۱ کال کې په واک باندې د طالبانو له قبضې راهیسې د افغانستان اقتصاد سخت ځپل شوی دی ځکه د نړیوالې ټولنې لخوا اکثره پراختیايي کارونه ولاړ او په بانکي سیکتور باندې بندیزونه لګېدلي دي.

په ورته وخت کې په بهرنیانو باندې د داعش لخوا د یو شمېر بریدونو له ترسره کېدلو سره هم ځینې پانګوال وېرېدلي دي.

امنیتي مسله:

عزیزي ویلي، چې اداره یې د ګڼو اوږد مهاله سوداګریزو پلانونو پیلولو باندې کار کوي،‌ چې په هغو کې یاد کنسورشیم یا تجارتي ډله او ځانګړي اقتصادي زونونه دي او دوی د امنیت په ښه کېدو باندې کار کوي.

هغه وویل، "د کابینې په غونډه کې په امنیت باندې ډېر بحثونه کېږي، کمیسیونونه جوړ شوي او د ترهګرو پټنځایونه ویجاړ شوي دي."

هغه زیاته کړه،‌ چې "اسلامي امارت به امنیت خوندي کړي او په امنیتي ډګر کې به د خصوصي سکټور ملاتړ وکړي."

وسلوال طالبان خپلې ډلې ته اسلامي امارت وايي.

عزیزي‌ زیاته کړه چې له سوداګریزو کمپنیو جوړه ډله به په سالنګ کې د دوهم تونل د جوړولو پر امکاناتو، له پنجشیر سیند څخه د اوبو په اړولو او د کابل -هرات ترمنځ د پرتې لویې لارې په بیا جوړولو باندې غور وکړي.

د طالبانو وزیر دا هم ویلي،‌ چې وزارت یې د ځانګړو سوداګریزو زونونو جوړولو ته هم پلان جوړوي او هیله څرګندوي چې له دې سره به بهرنۍ پانګې راجذب کړي.

طالبان غواړي پخوانۍ بهرنۍ پوځي هډې په ځانګړو اقتصادي زونونو بدلې کړي:

د هغه وزارت داسې یو پلان جوړ کړی چې له مخې به یې پخوانۍ بهرنۍ اقتصادي هډې په اقتصادي زونونو واړول شي او د دې کار لپاره له اړوندو وزارتونو سره په ګډه یو بورډ جوړ شوی.

خو هغه په دې اړه نور معلومات ور نه کړل که څه هم له مشر تابه سره یې پلان نهايي شوی.

تېل، ګاز او غنم له روس سره د تېر کال د شوي تړون له مخې،‌ د منځنۍ اسیا له لیارې د سړک او اوګاډي له لیارې افغانستان ته په رسېدو دي.

بل پلو په بانکي سیستم باندې د شته بندیزونو سره سره دوی ویل چې پیسې ورکړل شوي خو دا یې په ډاګه نه کړه چې افغانستان دغه پیسې د کومو بانکونو له لیارې ورکړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00