ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د مېرمنو لپاره د نجونې یوه ډله رادیويي چارې مخته وړي

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د نجونو یوې ۱۱ کسیزې ډلې د مېرمنو لپاره ځانکړې راډیو جوړه کړې. دا مهال په شپه او ورځ کې دغه راډیو ۱۸ ساعته خبري، سیاسي، ورزشي او ټولنیزې خپرونې لري، خو لویه برخه ېې موسیقي ته بېله شوې ده.

16.08.2016 BBC

د پاکستان پر پوځ نیوکه؛ د ټاکنو کمیسیون اڅکزی وربللی

د پاکستان پارلمان کې پر پوځ او استخباراتو د پښتون ملتپال محمود خان اڅکزي تر انتقادي څرګندونو وروسته د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د پارلمان دغه غړی وربللی دی. یوه پاکستاني د هغه څرګندونو له امله دغه کمیسیون ته شکایت کړی او د اڅکزي د غړیتوب لغوه کېدل یې غوښتي.

16.08.2016 BBC

د یوه زده کوونکي ضیاءالحق ستونزې

د انصاف په لټه کې ازادي راډیو د دې اوونۍ خپرونه د لغمان ولایت د روښان د لېسې د یوه زده کوونکي ضیاءالحق ستونزو ته ځانګړې شوې ده.

16.08.2016 ازادي راډیو

انډونیزیايي الوتکې له ۹ کلن بندیز وروسته امریکا ته الوځي

د امریکا د هوايي چلند فدرالي اداره وايي، په انډونیزیايي الوتکو کې د خوندیتوب په ارزونه پسې اوس د دغه هیواد هوايي کرښه له نهو کلونو بندیز وروسته بیا امریکا ته الوتنې پیلولی شي.

16.08.2016 BBC

بریښنا شرکت: ځینو ناامنو سیمو کې طالبان د بریښنا محصول ټولوي

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي‌ چې په ځینو ناامنه سیمو کې طالبانو په خپله د بریښنا بیلونه جوړ کړي او د بریښنا د لګښت پیسې یا محصول له خلکو ټولوي.

16.08.2016 امریکا غږ

ډان: د آی اېس آی په اړه څرګندونې، د اڅکزي پرضد قضیه

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د وتلي پښتون ملتپال مشر محمود خان اڅکزي پرضد ثبتې شوې يوې قضيې ته کتنه کړې. اڅکزي ویلي و د پاکستان استخبارات يا څارگرې ادارې د سياستوالو په تړاو په مالومات غونډولو بوخت دي او ترهگر آزاد گرځي.

16.08.2016 BBC

حیات: د هلمند جګړه کې ۵زره کورني او بهرني وسله وال برخه لري

د هلمند والي وايي د دغه ولایت په جګړو کې له څلور تر پنځو زرو کورني او بهرني وسله وال برخه لري. حیات الله حیات که څه هم نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په هلمند کې د داعش موجودیت تایید نه کړ، خو په ټینګار سره یې وویل چې د دغه ولایت په جګړه کې له افغان طالبان سره د بېلابېلو هېوادونو وسله وال همکاري کوي: "هغه اسناد چې موږ ته په لاس راغلي په دغو جنګیالیو کې پاکستانیان، لشکرې طیبه، د غربي ګاونډیانو تاجکستانۍ او ازبکستانۍ ډلې په کې شته دي." هغه له پاکستان او ایران سره د افغانستان خلاصې پولې ته په کتو اندېښنه وښوده چې د بهرنیو وسله والو فعالیت به هلمند کې د اعش فعالیت ته زمینه برابره کړې. د راپورونو له مخې له تېرو څو میاشتو راهیسې د هلمند په یوشمېر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړې روانې دي.

16.08.2016 ازادي راډیو

بریتانیایۍ دوجاردین د اولمپیک درې مډالونه وګټل

د برازیل ریو ۲۰۱۶ کال اولمپیک سیالیو کې بریتانیایۍ شارلوټ دجاردین د اس ځغلولو په سیالۍ کې درې مډالونه ګټلي دي. په دې سره شارلوټ د ۲۴ کلنې بریتانیایۍ لورا توټ چې د بایسکل ځغلونې لوبغاړې ده، بریا تکرار کړه.

16.08.2016 BBC

ولې جوماتونو کې زده کوونکي ماشومان وهل کېږي؟

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر په جوماتونو کې د ملا امامانو له خوا د ماشومانو د وهلو په اړه اندېښنه ښودلې او د ماشومانو د زده کړو پرمهال یې د هغوی د وهلو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

16.08.2016 BBC

یمن کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوایي برید ۱۱ کسان وژلي

بې پولې ډاکټران وایي، د یمن شمال کې ددې سازمان تر مدیریت لاندې روغتون باندې هوایي برید کې لږ ترلږه ۱۱ کسان وژل شوي. د حجه ولایت په عبس کې په دغه برید کې چې انګېرل کېږي د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف الوتکو کړی وي، ۱۹ کسان ټپیان شوي دي.

16.08.2016 BBC

"هند په بلوچستان کې ترهګرۍ ته هوا ور کوي"

د پاکستان چارواکي وايي، د دغه هیواد د بلوچستان په تړاو د هند د لومړي وزیر څرګندونې دا زبادوي چې نوی ډېلی په دغه صوبه کې ترهګرۍ ته هوا ور کوي. نرېندرا مودي دا هم ویلي و، چې په پاکستان کې د ترهګرو سندرې زمزمه کیږي او حکوت یې د ترهګرۍ له نظریې اغېزمن دی.

16.08.2016 BBC

اولمپيک ۲۰۱۶: مصری لوبغاړی اسرائيلي سيال ته د لاس نه ورکولو له کبله شړل شوی

د برازیل ریو اولمپیک ۲۰۱۶ لوبو پرمهال د جودو یو مصری لوبغاړی اسلام الشهابي د سیالۍ پای کې خپل اسرائیلي سیال 'اور سیسن ' ته د لاس نه ورکولو له کبله خپل هېواد ته استول شوی دی.

16.08.2016 BBC

د ګوانتانامو ۱۵ بندیان اماراتو ته لېږدول شوي

د امریکا دفاع وزارت ویلي، په کیوبا کې د امریکا له ګوانتانامو زندان نه ۱۵بندیان متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په لېږدول شویو بندیانو کې ۱۲ د یمن او درې د افغانستان دي.

16.08.2016 BBC

د ګوانتانامو ۱۵بندیان عربي متحده اماراتو ته انتقال شول

د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې کسانو قضیې په هر اړخیز ډول ارزیابي شوي او عربي متحده اماراتو ته انتقال شویدي.

16.08.2016 امریکا غږ

ارګ: راتلونکو څو ورځو کې به د ټاکنو قانون تقنیني فرمان صادر شي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ټاکنو قانون مسوده چمتو شوې او د کابینې له تصویب وروسته به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د تقنیني فرمان په توګه لاسلیک شي.

15.08.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more