BBC
 شاته

ولې جوماتونو کې زده کوونکي ماشومان وهل کېږي؟

Image copyright AFP
Image caption په جومات کې د یوه ماشوم د سختو وهلو تر ټولو تازه پېښه د زمري (اسد) په څلورمه د هرات په روغتون کې ثبت شوه.

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر په جوماتونو کې د ملا امامانو له خوا د ماشومانو د وهلو په اړه اندېښنه ښودلې او د ماشومانو د زده کړو پرمهال یې د هغوی د وهلو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

په هرات کې د حج او اوقافو ریاست هم ویلي، په پام کې لري د ملا امامانو لپاره له ماشومانو سره د چلند د څرنګوالي ښوونیز کارځایونه جوړ کړي.

په جوماتونو کې د ملایانو له خوا د ماشومانو وهل له پخوا راهیسې پاتې شوی دود دی چې اوس یې په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

په جومات کې د یوه ماشوم د سختو وهلو تر ټولو تازه پېښه د زمري (اسد) په څلورمه د هرات په روغتون کې ثبت شوه.

ډاکټران وایي ماشوم چې د ماغزو ټکان یې لیدلی تر ۲۴ ساعتونو درملنې وروسته له روغتونه رخصت شو.

د ماشوم مور وایي دا لومړی ځل نه و چې زوی یې په جومات کې وهل شوی:

"دغه زوی به مې تل په کوڅه کی و. ما ویل جومات ته به یې ولیږم چې یوڅه زده کړي. دا مې جومات ته ولیږه! ملا یو دوه ځله وواهه. داسې یې په شلاخو وهلی و چې بدن یې تور شوی و. ما ویل خیر پریږده چې یوڅه زده کړي. بله شپه راغی او ویل یې چې سر مې خوږېږي. ویل یې چې زما سر یې په میز وهلی. ما ویل نه به وي! ویل یې نه ویې وهلم. په میز کې میخ هم و."

Image copyright AFP
Image caption د افغانستان په ښوونځیو کې هم د زده کوونکو د وهلو دود بیخي نه دی ورک شوی، خو چارواکي وایي په ښوونځیو کې د زده کوونکو وهل ناقانونه کار دی او مخنیوی به یې کوي.

د هرات یو بل اوسېدونکی احمد شاه کریمي بله ورته کیسه لري. نوموړي وایي:

"زه یو کشر وراره لرم. پنځه یا شپږ میاشتې مخکې یوه ورځ چې له جوماته راستون شو ژړل یې. ما ورته وویل ولې ژاړې؟ ده له هغه سبق څخه چې ملا ورکړی و یوه کلمه یې هېره شوې وه او ملا وهلی و. هغه بیا چمتو نشو چې جومات ته لاړ شي. موږ هم نور ټینګار ونه کړ چې بیا یې جومات ته ولیږو."

ښکاري چې په جوماتونو کې د ماشومانو د وهلو ټولې پېښې هم نه ثبتېږي. یوازې هغه پېښې تر رسنیو رسېږي چې د سختو ټپونو له کبله روغتون ته راجع کېږي.

په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې. د نوموړي دفتر مشر سید عبدالقادر رحیمي وایي:

"موږ د حج او اوقافو ریاست سره اړیکه ونیوله. دوی ژمنه وکړه چې له ټولو علماوو سره به خبرې کوي چې په جوماتونو کې به نور څوک نه وهل کېږي. بیا دا پېښه چې شوې دا ښیي چې تراوسه په جومات کې ماشومان وهل کېږي. دا د ماشومانو لپاره له جسمي او روحي اړخه ډېر خطرناک وي او کولی شي چې د یوه ماشوم په راتلونکې ناوړه اغېز وکړي."

Image copyright AFP
Image caption ټول هرات شاوخوا شپږ نیم زره جوماتونه لري او د حج او اوقافو اداره وایي پر دوی ټولو څارنه کول ستونزمنه چاره ده.
Image copyright AFP

په هرات کې د حج او اوقافو اداري هم په جوماتونو کې د ماشومانو د وهلو پېښې په کلکه غندلې. د نوموړې ادارې مشر مولوي عبدالواحد عاصمي وایي په کار ده چې ملا امامانو او هغو کسانو ته چې په جوماتونو کې ماشومانو ته سبق وايي، له ماشومانو سره د چلند د څرنګوالي ورکشاپونه جوړ شي.

ټول هرات شاوخوا شپږ نیم زره جوماتونه لري او د حج او اوقافو اداره وایي پر دوی ټولو څارنه کول ستونزمنه چاره ده.

د افغانستان په ښوونځیو کې هم د زده کوونکو د وهلو دود بیخي نه دی ورک شوی، خو چارواکي وایي په ښوونځیو کې د زده کوونکو وهل ناقانونه کار دی او مخنیوی به یې کوي.

Image copyright AFP