BBC
 شاته

ډان: د آی اېس آی په اړه څرګندونې، د اڅکزي پرضد قضیه

ډان:

دغې پاکستان چاپې ورځپاڼې د وتلي پښتون ملتپال مشر محمود خان اڅکزي پرضد ثبتې شوې يوې قضيې ته کتنه کړې.

ورځپاڼې ليکلي؛ د پاکستان د ټاکنو خپلواک کميسيون له ښاغلي اڅکزي هغه غوښتنليک يا عريضې ته د ځواب ويلو غوښتنه کړې چې په ملي شورا کې د نوموړي د غړيتوب ځنډول غواړي.

د ښاغلي اڅکزي پر ضد د يوۀ ټولنيز فعال له لوري دغه کميسيون کې شکايت ثبت شوى، چې په وينا يې د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر د پاکستان د وسله والو ځواکونو او استخباراتو بدنامولو هڅه کړې.

ښاغلي اڅکزي د کوټې وروستى بريد د استخباراتو پاتې راتلنه بللې وه، او ويلي و استخبارات يا څارگرې ادارې د سياستوالو په تړاو په مالومات غونډولو بوخت دي او ترهگر آزاد گرځي.

واشنگټن پوست:

Image copyright HMIC

واشنگټن پوست په خپلې نننۍ گڼې کې د هلمند ولايت جگړې ته کتنه کړې او ويلي یې دي، په خواله رسنيو او نورو ځينو رپوټونو کې د دولتي پوځي قومندانانو په حواله ویل شوي، د طالبانو "ځانگړي ځواکونه" په دغو نښتو کې د خپلو ملگرو ملاتړ ته ور دانگلي.

ورځپاڼه ليکلي باور نه کېږي چې دغه "ځانگړي ځواکونه" دې د امريکا له لوري استولو شويو هغو ته ورته وي .

خو ورځپاڼې د اسوشيتډ پرېس يوۀ رپوټ ته په اشاره وايي طالبانو د "سرې قطعې" په نامه شاوخوا ٣٠٠ داسې وسله وال د جگړې ډگر ته لېږلي چې ښه روزل شوي او په جگړه کې بريالي ثابت شوي دي.

ورځپاڼې بيا د امريکا د ځانگړو ځواکونو وياند چارلز کليفلند وينا را اخيستې چې وايي، د افغانستان امنیتي ځواکونو ښايي دغه راز وسله وال او يا د هغوى تجهيزات ليدلي وي خو ناټو ته داسې شواهد په لاس نه دي ورغلي چې په طالبانو کې د دغه راز "ځانگړو ځواکونو" د شتون څرگندونه وکړي.

نيويارک ټايمز:

Image copyright Getty

دغې امريکا چاپې ورځپاڼې په افغانستان کې د "پاوله برانستاين" په نامه د يوې عکاسې فعاليتونو ته کتنه کړې، او پوښتي چې ولې يې په دغه هېواد کې عکس يا انځور اخيستنې ته دوام ورکړى.

ورځپاڼې د دغې امريکايۍ عکاسې له خوله ليکلي؛ په لومړي سر کې د داسې يوې ميرمنې په تړاو انځوريز رپوټ چمتو کولو لپاره افغانستان ته ورغلې وه چې په خپله او ماشومان يې په نشه يې توکو روږدي وو.

خو بيا بله کيسه يې مخې ته ورغله، بيا بله او بيا بله.

اوس نوموړې "افغانستان د ويرې او هيلې ترمنځ" په نامه يو کتاب هم چاپ کړى.