BBC
 شاته

"هند په بلوچستان کې ترهګرۍ ته هوا ور کوي"

Image copyright AFP
Image caption سرتاج عزیز وایي، مودي په دا ډول څرګندونو سره د کشمیر له ناورین د نړۍ پام اړول غواړي

د پاکستان چارواکي وايي، د دغه هیواد د بلوچستان په تړاو د هند د لومړي وزیر څرګندونې دا زبادوي چې نوی ډېلی په دغه صوبه کې ترهګرۍ ته هوا ور کوي.

نرېندرا موي تېره دوشنبه د هند د خپلواکۍ ورځې وینا کې وویل، د پاکستان د بلوچستان او د دغه هیواد تر واک لاندې کشمیر او ګلګلت خلکو یې په دې مننه کړې چې د دوی غږ یې اوچت کړی دی.

هغه دا هم وویل، چې په پاکستان کې د ترهګرو سندرې زمزمه کیږي او حکوت یې د ترهګرۍ له نظریې اغېزمن دی.

د هند د لومړیز وزیر له څرګندونو یوه ورځ مخکې د هغه پاکستاني سیال د خپلواکې ورځې لمانځغونډې ته وویل، چې د پاکستان حکومت تر نن ورځې پورې د کشمیر پر سر له هند سره د خبرو اترو کلکه غوښتنه کوي.

د پاکستان د بلوچستان صوبې جلا وطن بلوڅ مشر براهمداغ بګټي پر خپل فیسبوک د پیغام خپرولو سره د هند د حکومت او ولس مننه وکړه، چې د بلوڅانو لپاره یې غږ اوچت کړی دی.

د نرېندرا مودي له وینا وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد د لومړي وزیر د بهرنیو چارو د سلاکار سرتاج عزیز له قوله په یوه بیانیه کې وايي؛ د بلوچستان په هکله - چې د پاکستان د خاورې مهمه برخه ده- د نرېندرا مودي څرګندونې د اسلام اباد دا ادعا ثابتوي چې هند د خپلې استخباراتي ادارې "را" په مټ په دغه صوبه کې ترهګرۍ ته هوا ور کوي.

Image copyright Reuters
Image caption نرېندرا مودي تېره دوشنبه وویل، په پاکستان کې د ترهګرۍ سندرې زمزمه کیږي او حکومت یې له ترهګرۍ اغېزمن دی.

د سرتاج عزیز په خبره، د روان کال په مارچ کې د "را" یو فعال سمندري افسر کلبهوشن یادیو هم د خپل جرم په منلو سره د اسلام اباد دا ادعا ثابته کړه.

د کشمیر له ناورین د پام اړولو هڅه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ویناپاڼه کې د هند تر واک لاندې کشمیر په اړه ویل شوي چې لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپلواکۍ ورځې په وینا کې د کشمیر له ناورین د نړۍ د پام اړولو هڅه کړې ده، چې له تېرو څو اونیو راهیسې په دغه سیمه کې روان دی.

نوموړي ویلي: "۷۰ بې ګنا کشمیریان وژل شوي، له شپږو زرو ډېر ټپیان شوي، له ۳۷ ورځو راهیسې هلته پرله پسې ګرځبندیز دی او رسنۍ هم یومخ خاموشې شوې."

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، چې دا پېښې له ترهګرۍ سره کوم تړاو نه لري.

د هغه په خبره، کشمیری ولس د خپل برخلیک د حق لپاره هڅه کوي، چې د ملګرو ملتو امنیت شورا یې هم ژمنه کړې ده.

سرتاج عزیز د نرېندرا مودي وینا ته د غبرګون په پای کې وايي، هند ته د دې خبرې منل پکار دي چې د کشمیر مسله په ګولیو اوارېدلی نه شي، سیاسي حل ته اړتیا لري او د هغه لپاره د پاکستان او هند ترمنځ جدي خبرې ضروري دي.

Image copyright Getty
Image caption په کشمیر کې د امنیتي ځواکونو او ځایي خلکو ترمنځ تاوتریخوالي کې تر ۷۰ پورې کسان وژل شوي دي.
Image copyright
Image caption د یو بېلتونپالي مشر برهان واني له وژل کېدلو وروسته په کشمیر کې مظاهرې او تاوتریخوالی پیل شوی دی.