شاته

بریښنا شرکت: ځینو ناامنو سیمو کې طالبان د بریښنا محصول ټولوي

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي‌ چې په ځینو ناامنه سیمو کې طالبانو په خپله د بریښنا بیلونه جوړ کړي او د بریښنا د لګښت پیسې یا محصول له خلکو ټولوي.

د بریښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري وايي چې که څه هم دا سیمې محدودې دي، خو دوی لپاره د اندیښنې وړ خبره ده او دا مسله یې د افغانستان له حکومت سره هم شریکه کړې ده.

د دلاوري په وینا د حکومت مخالفینو د بریښنا بیلونه په خپله جوړ او چاپ کړي او تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې خلک دې ته اړباسي چې د بریشنا محصول دغې ډلې ته وسپاري.

دلاوري وویل "په خواشینۍ سره دا مسله حقیقت لري موږ لیدلي چې د دولت مخالفینو د بریښنا بیلونه اخیستي او په یو شکل یې خپل بیلونه جوړ کړي دي البته دا مسله په پراخه کچه نه ده خو په یو شمیر محدودو سیمو کې ده موږ دا موضوع له امنیتي چارواکو سره شریکه کړې ده ".

د دافغانستان د بریښنا شرکت په داسې وخت کې د طالبانو لخوا د بریښنا د پیسو د را ټولو له کبله اندیښنه څرګندوي چې له تیرو څو کلنو راهیسې د افغانستان د حکومت ځینو جګپوړو چارواکو او زورواکان هم د بریښنا د لګښت پیسې نه دي ورکړي چې د بریښنا د شرکت په وینا په میلیاردونو افغانۍ دوی ته زیان رسیدلی دی.

په هلمند کې ځینو سرچینو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغه ولایت په يو شمیر سیمو کې طالبان خلکو د کجکي په بند کې د تولید شوې بریښنا محصول اخلي، چې کلنی عاید یې ۳۸ میلیونو افغانانیو ته رسیږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بریښنا شرکت د امریکا د متحدو ایالتونو د پرمختیايي ادارې یا یو آیس آی ای ډي په مالي مرسته د هلمند د کجکي بند د دریم توربین د نصبولو چارې پیل کړې.

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي چې دغه توربین به په راتلونکو شپیتو ورځو کې نصب او ګټې اخیستنې ته به وړاندې شي.

د بریښنا شرکت مشر قدرت الله دلاوري نن په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پرمختیايي ادارې له چارواکو سره د کجکي د دریم توربین د هوکړې پرمهال وویل چې له دریم توربین سره به نوره اتلس اعشاریه پنځه میګا واټ‌ بریښنا تولید شي چې په مجموعي توګه به د کجکي د بریښنا د تولید کچه به یوپنځوس اعشاریه پنځو میګا واټ بریښنا ته ورسیږي.

د افغانستان د برښنا شرکت مشر وايي که څه هم دوی له امنیتي پلوه ډاډه نه دي، خو هڅې کوي چې په خپل وخت د کجکي د بریښنا بند دریم توربین ولګوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پرمختیايي ادارې د بنسټیزو پروژو د برخې مشر جیرما کریو وايي چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې دوی د بریښنا په برخه کې له افغانستان سره د ۸۰۰ میلونو ډالرو مرسته کړې ده او د کجکي د بریښنا د بند دریم توربین به هم د دوی په مالي لګښت جوړ کړای شي.

د ښاغلي کریو په وینا دوی د افغانستان د حکومت د پلان له مخې د کجکي دریم توربین جوړوي که څه هم امنیتي ستونزې شته.

ښاغلی کریو وویل "موږ د حکومت د پلان له مخې کار پرمخ وړو،‌همداشان موږ د کندهار او هلمند ترمنځ د بریښنا د غځولو لپاره هم خپل پلان جوړ کړی دی، موږ به د حکومت لخوا د امنیتي‌ پلان له مخې پرمخ لاړ شو".

د کجکي د بند د بنسټ ډبره په ۱۳۳۲ هجري شمسي کال کې د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د سلطنت پرمهال کیښودل شوه او په ۱۳۵۴ کال کې دغه بند د ۳۳ میګاواټه بریښنا تولید پیل کړ.

افغانستان په اوس وخت کې تر درې سوو میګاواټو پورې له خپلو اوبو بریښنا تولیدوي، چې یوازې د کابل ښار اړتیاوي هم نه شي پوره کولی.

افغانستان د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره د خپلو څلورو ګاونډیو ایران، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان څخه بریښنا واردويد یادولو وړ ده چې اوس مهال په ټول افغانستان کې نږدې دیرش فیصده خلک بریښنا ته لاس رسی لري په داسې وخت کې چې په کال ۲۰۰۲ میلادي کې یوازې ۶ فیصده خلکو بریښنا درلوده.