ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


صافی د سولې بهیر کې د ښځو د ګډون پر اهمیت غږیږي

د حقیقت څه دی په پروګرام کې له ښځینه فعالي حسینې صافي سره د سولې په بهیر کې د ښځو د ګډون پر اهمیت خبري کوو.

18.08.2016 ازادي راډیو

چارواکي: د غني او عبدالله ترمنځ خبرې دوستانه ماحول کې ترسره شوې

د افغانستان د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست په وینا په ارګ کې د چهارشنبې د ورځې په مازدیګر د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ خبرې په دوستانه ماحول کې ترسره شوې. جمهوري ریاست وایي چې له پلان سره سم ولسمشر د اجرایي رییس خبرو ته غوږ ونیو. تیره اونۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته اجرایي رییس ولسمشر تورن کړ چې یو شمیر پریکړې یې د ملي وحدت د حکومت له تفاهم لیک سره سمې نه دي. د اجرایي ریاست ویاند وویل، تمه ده چې په راتلونکې غونډه کې چې بیا به د دواړو چارواکو تر منځ په څو ورځو کې جوړه شي، ولسمشر غني خپل نظر وړاندې کړي او په دریمه غونډه کې به نتیجه ترلاسه شي. په پرونۍ غونډه کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د اجرایي رییس لومړي مرستیال محمد خان هم ګډون کړی و.

18.08.2016 ازادي راډیو

رپوټ: د سوریې حکومت سیاسي بندیان شکنجه کوي

د بخښنې د نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي چې د سوریې حکومت په زندانونو کې خپل سیاسي مخالفین په سیستماتیک ډول شکنجه کوي.

18.08.2016 امریکا غږ

د عکسونو البوم: هغه چې له هوا سره غږیږي

د بریتانیا د هوايي ځواک په اړه د انځورونو سیالۍ غوره انځورونه

17.08.2016 BBC

اجرائیه ریاست کرزی د نظام پر ضد په دسیسه کولو تورن کړ

په داسې حال کې چې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه د دوو تیرو کلونو په پرتله په بیسارې توگه جدي شوي، د اجرائیه ریاست یو مقام د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د اوسني حکومت په تخریبولو تورن کړ. د افغانستان د اجرائیه رئیس ویاند ادعا کوي چې حامد کرزی د ملي وحدت حکومت تخریبوي. د اجرائیه رئیس ویاند مجیب الرحمان رحیمي وایي چې پخوانی جمهور رئیس تل د ملي وحدت د حکومت د کمزورولو په لټه کې دی. ښاغلي رحیمي د امریکا غږ ته وویل "ښاغلی کرزی د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو له پیل څخه هیڅکله هم د حکومت د غښتلي کیدو لپاره کار نه دی کړی، بلکې تل یې په منظمه اوسیستماتیکه توگه د حکومت د کمزوري کولو او دسیسې جوړولو په ټولو جریانونو کې یې لاس درلودلی چې د حکومت پر ضد د ستونزو د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي—هماغسې چې یې د تقلب په سازمان ورکولو کې لاس درلودلی دی". ښاغلي رحیمي همدا شان ادعا وکړه چې د رپوټونو او ارزونو له مخې، پخواني‌ ولسمشر په کابل کې د وروستېو سیاسي مظاهرو تر شا و. د رحیمي په ادعا چې ښاغلی کرزی ونه شي کړای چې "د ملي وحدت د حکومت بنسټونه" کمزوري کړي. د اجرائیه ریاست ویاند وویل " د ښاغلي کرزي سابقې ته په کتلو سره، هغه کړنو او سختو اشتباگانو ته په پاملرنې چې په تیر وخت کې مرتکب شوی—هغه ځای چې د بدلونونو په لومړیو ورځو کې یې درلوده له لاسه ورکړی دی او په هیڅ صورت د ملي وحدت د حکومت او د حکومت د سیاستونو په وړاندې د یو گواښ په توگه نه و او نه به وي". د تورنو ردول په افغانستان کې د نوي حکومت د رامنځ ته کیدو وروسته حامد کرزی د خپل جمهوري ریاست د دورې په څیر د والیانو، وزیرانو او مشاورینو په گډون د خپل مخکني حکومت د مقاماتو او همداشان د افغانستان د گوټ گوټ څخه د متنفذینو، سیاسي او قومي مشرانو او قدرتمنو اشخاصو سره په پرله پسې په لیدنو او کتنو بوخت دی.  ښاغلي کرزي تازه رادیو آزادۍ ته ویلي دي چې هغه د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ملاتړ کوي. ښاغلي کرزي وویل " نه، نه، نه ...ابداً نه، ابداً نه. په ټوله معنی د حکومت تائید کوم او غواړم چې هغوی خپل کار په سمه توگه پرمخ بوزي او د اساسي قانون په چوکاټ کې پرمخ لاړ شي. د قانوني سیاسي او ولسي مشروعیت پر اساس پرمخ لاړ شي. ملاتړی یې یم—البته چې هیله لرم هغه ژمنې یې چې کړي یې دي، پر هغه عمل وکړي تر څو زمونږ هیواد د ستونزو سره مخامخ نه شي". د اساسي قانون د لوی جرگې بلل یو د اوسني حکومت د مشرانو د موافقو له ډلې څخه دي چې د ملي وحدت د حکومت د دوه کاله کار وروسته باید جوړه شي، خو د یو شمیر څیړونکو په اند په ټاکلي وخت کې د لوژستیکي دلیلونو له مخې لویه جرگه جوړه نه شي. ښاغلي کرزي چې دمخه یې تل د متمرکز جمهوري نظام ملاتړ کړی دی، اوس د اساسي قانون د تعدیلو لپاره د لوی جرگې جوړیدل غواړي، ځکه د هغه په اند دغه د افغانستان د زیاتش میر خلکو غوښتنه ده. ښاغلي کرزي په دې اړه وویل " زمونږ هیله داده چې اوسنی حکومت په خپلو ټولو ژمنو عمل وکړي —په ځانگړې توگه د لوی جرگې جوړیدل د افغانستان د اوسني حکومت د مهمو وعدو څخه دي چې د افغانستان خلک په پخلو کې راټول شي او د خپلې راتلونکې په هکله تصمیم ونیسي، د خپل اساسي قانون او د حکومت د مشروعیت په هکله پریکړه وکړي". د افغانستان د ولسي جرگې غړی عبدالقیوم سجادي په دې باور دی چې د واکمن سنتي سیاسي فرهنگ په پام نیولو سره، سیاسي واک تل د شخص پر محور څرخیدلی او فردي گټې د عامه گټو په پرتله غوره گڼل کیږي او د ښاغلي کرزي فعالیتونه ددې امر څخه مثتنثی نه دي. د ښاغليسجادي په وینا د پخواني جمهور رئیس فعالیتونه دوه هدفونه پرمخ بیایي. ښاغلی سجادي وایي " د ښاغلي کرزي او د شاوخوا کسانو لپاره د دوو اړخونو څخه د اهمیت وړ دي، یو دا چې د ملي وحدت د حکومت د نیمگړتیاو په نښه کیدو سره په عامه افکارو کې د ښاغلي کرزي د حکومت نیمگړتیاوی له یاده وځي او دویم دا چې هغه مجموعه چې د سیاسي قدرت څخه بهر پاتې شوی ددې ضعف څخه په استفادې هڅه کوي چې ورځ په ورځ خپل نفوذ پیاوړی کړي". اجرائیه ریاست په داسې حال کې پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د نظام پر ضد په توطئه کولو تورنوي چې ډاکتر عبدالله تیره اونۍ د ملي وحدت د حکومت د دوه کلنو کارونو څخه ناراضایتي څرگنده کړه او جمهور رئیس اشرف غني یې په دې تورن کړ چې د حکومت د جوړیدو موافقه یې په بشپړه توگه نه ده پلې کړې. رپوټ: خالد مفتون  ژباړه: عارف عثمانزوی

17.08.2016 امریکا غږ

بریتانیا: تر اوبو لاندې ژوند په غوړېدو دی

ساینسپوهان وايي، د بريتانیا په تر ټولو دنګو او لوړو غرونو کې چې تر اوبو لاندې دي، ژوند په غوړېدو دی.

17.08.2016 BBC

د پېښور بې ژبې هټیواله

په پېښور کې نجونه معمولاً د هټۍ مسووليت په غاړه نه اخلي. بيا داسې نجلۍ ته چې خبرې هم و نه شي کولی په سړي سالاره ځاى کې کار کول لا گران وي.

17.08.2016 BBC

برتانوی ملا د داعش لپاره د ملاتړ په جلبولو تورن شوی

بریتانوی ملا انجم چودري په دې تورن شوی چې ګواکې خلک یې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې ملاتړ ته هڅول.

17.08.2016 BBC

غني او عبدالله "صمیمانه فضا کې" خبرې وکړې

ارگ وایي په راتلونکې غونډه کې به جمهور رئیس د ښاغلي عبدالله خبرې او وړاندې کړي مسایل، بررسي کړي او ورباندې به بحث وکړي.

17.08.2016 امریکا غږ

کلیفورنیا کې اور لگېدنې ٦ زره هټکاره ځمکه سوځولې

د متحده ایالاتو په کلیفورنیا ایالت کې اور تر اوسه څه د پاسه سل ودانۍ سوځولي او څه دپاسه زر تنه د اور د خپریدو له ویرې د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي.

17.08.2016 امریکا غږ

ولسمشر غني او اجراييه رییس عبدالله له یوه بل سره لیدلي

تر اوسه د دغې ناستې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د افغان ولسمشر ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، چې د دواړو مشرانو تر منځ ناسته کې پرېکړه شوې، چې درې ورځې وروسته به دواړه مشران دویمه غونډه کوي.

17.08.2016 BBC

فورډ شرکت ۲۰۲۱ کې بې ډرېوره ګاډی بازار ته وړاندې کوي

د ګاډو تولیدونکي فورډ شرکت ویلي ۲۰۲۱ کال پورې به بازار ته داسې پریمانه ګاډي وړاندې کړي، چې خپله به ګرځي او سټېرینګ به هم نه لري.

17.08.2016 BBC

د ګوانتانامو څخه د خوشې شوي بندي د کورنۍ احساسات

په خوست ولایت کې یوه کورنۍ په بې صبرۍ شیبې شماري چې د ګوانتانامو له زندان څخه خوشې شوی زوی وگوري.

17.08.2016 امریکا غږ

'د فلم پر سر شخصي اړیکي خرابول به حماقت وي'

د اکشې کومار او ریتک روشن فلمونه په یوه موده کې نندارې ته وړاندې شوي چې د اکشې کومار فلم رستم د عاید له پلوه بریالی فلم بلل کېږي. اکشې وايي د فلمونو پر سر شخصي اړیکې خرابول به حماقت وي.

17.08.2016 BBC

هند کې د کاغذپران تار د دریو کسانو مرۍ پرې کړې

د هند خپلواکۍ جشن پر مهال دوه ماشومان او یو سړي د کاغذپران پر تار وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو مرۍ د کاغذ پران پر هغه تار پرې شوې، چې د تېره کولو لپاره د ښېښې ټوتې پرې موښل شوې وې.

17.08.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more