BBC
 شاته

ولسمشر غني او اجراييه رییس عبدالله له یوه بل سره لیدلي

Image copyright GETTY
Image caption نژدې دوه کاله مخکې د ملی وحدت حکومت جوړولو پر مهال ویل کېدل، چې د دواړو لوریو ونډه به ۵۰ سلنه وي

افغان ولسمشر محمد اشرف د دغه هېواد له اجرايي مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

که څه هم تر اوسه د دغې ناستې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د افغان ولسمشر ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، چې د دواړو مشرانو تر منځ ناسته کې پرېکړه شوې، چې درې ورځې وروسته به دویمه غونډه کوي.

ښاغلي مرتضوي د هغو اصلي اختلافونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د عبدالله لوري ویلي و، چې د دولتي ګومارنو، واک وېش، ټاکنیز سیسټم اصلاح، اساسي قانون کې بدلونونه او الیکترونیکي تذکرې د اختلاف ټکي دي.

د اګست پر ۱۱ مه ښاغلي عبدالله عبدالله په غیر مستقیم ډول د ځان او ولسمشر غني تر منځ ستونزو ته په اشارې سره وویل، که ایتلافي حکومت وي او که غیر ایتلافي بحث او خبرې پکې کېږي، خو وايي "څوک چې د بحث حوصله نه لري، د مشرتابه وړتیا نه لري.''

له هغه وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، د اجراييه رییس عبدالله عبدالله خبرې د 'دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې.'

په هغه اعلامیه کې، چې د ولسمشر له دفتره خپره شوه ویل شوي و، چې 'د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر هغه مبنا اجرات کېږي'.

نژدې ده کاله مخکې د ملی وحدت حکومت جوړولو پر مهال ویل کېدل، چې د دواړو لوریو ونډه به ۵۰ سلنه وي، خو اوس د عبدالله ټیم غړي وايي، د دوی ونډه تر دې کچې لږ ده.