BBC
 شاته

فورډ شرکت ۲۰۲۱ کې بې ډرېوره ګاډی بازار ته وړاندې کوي

Image copyright
Image caption تاسې تصور کولای شئ، د داسې یوه ګاډي تجربه چې کنترول یې تاسې و نه لرئ، د یوه لوی بدلون په معانا دي مارک فیلډز

د ګاډو تولیدونکي فورډ شرکت ویلي ۲۰۲۱ کال پورې به بازار ته داسې پریمانه ګاډي وړاندې کړي، چې خپله به ګرځي او سټېرینګ به هم نه لري.

د شرکت مشر مارک فیلډز کالفورنیا کې د یو لړ مراسمو پر مهال دغه پلان اعلان کړی. فورډ وايي دوی به د ګاډو اړوند تکنالوژي برخه کې پانګونه دوه برابره کړي.

د کمپنۍ په وینا دغه ډول ګاډي به ۲۰۲۱ کال کې پلور ته وړاندې شي. ښاغلي فیلډز بي بي سي ته وویل:

''تاسې تصور کولای شئ، د داسې یوه ګاډي تجربه چې کنترول یې تاسې و نه لرئ، د یوه لوی بدلون په معانا دي. موږ د دغه ګاډي تجربه ځکه کول غواړو، چې چلوونکي وکولای شي د ګاډي چلولو پر مهال کوم بل کار وکړي او یا هسې ساعت تېری وکړي.''

نوموړی وايي وروسته به د دغه ډول ' خپل سرو ' ګاډو د تولید کچه خورا لوړه شي.

دا وروستیو کلونو کې فورډ شرکت ته د یوه عادي موټر تولیدونکي شرکت پر ځای د تکنالوژي کمپنۍ په نظر کتل کېږي او د سې شنبې ورځې څرګندونې یې د ډېرو په نظر همدا ثابتوي.

ماهرین د دغه ډول ګاډي د بریالیتوب په اړه لا هم یوه خوله نه دي. په امریکا کې د سږ کال لومړیو کې د ورته تنکالوژۍ یوه کاروونکي ډرېور وژل کېدو له کبله د خوندیتوب په اړه تاوده بحثونه کېږي.