BBC
 شاته

هند کې د کاغذپران تار د دریو کسانو مرۍ پرې کړې

د هند خپلواکۍ جشن پر مهال دوه ماشومان او یو سړي د کاغذپران پر تار وژل شوي دي.

د وژل شویو کسانو مرۍ د کاغذ پران پر هغه تار پرې شوې، چې د تېره کولو لپاره د ښېښې ټوتې پرې موښل شوې وې.

۳ کلن سانشي ګویال او او ۴ کلن هري د خپلو ګاډو پر سرونو د الوتونکو کاغذپرانونو نندارې ته ناست وو، چې د کاغذ پران ښیښه يي تار یې مرۍ غوڅې کړې.

ظفر خان نومي سړی بیا پر موټر سایکل سفر کاوه، چې په ورته توګه ووژل شو.

د کاغذپرانونو دغسې تارونه د سیالو لوبغاړو الوتيو کاغذپرانونو غورځولو لپاره کاروول کېږي،خو دغه چاره ډېری مهال د مرګژوبلې لامل کېږي.

Image copyright EPA
Image caption چارواکي وايي، پلازمېنه کې به د داسې تار پېر پلور او زېرمه کول ممنوع کړي

په هند کې د خپلواکۍ ورځې ( ۱۵ اګست ) او نورو جشنونو او مېلو پر مهال کاغذپرانونه الوځول کېږي.

خو هر کال د دغو تارونو له کبله چې اوړه شوې ښېښه یا فلزات پرې موښل کېږي او د ( مانجهې ) په نوم یادیږي، د مرګژوبلې پېښې هم رامنځته کېږي.

د دوشنبې په ورځ ډیلي کې یو پولیس د دغسې یوه تار له کبله ټپي شو.

د ډیلي حکومت اوس د دغه ډول تارونو پر کاروولو بندیز لګولی او وايي د کارولو د خطرونو په اړه به یې د عامه پوهاوي یو کمپاین پیل کړي.

چارواکي وايي، پلازمېنه کې به د داسې مانجهې پېر پلور او زېرمه کول ممنوع کړي، چې پلاسټیک، نایلون، ښېښه یا هر ډول فلزات پرې موښل شوي وي.

دوی وايي که څوک له دغه بندیز نه سر غړونه وکړي، ۱۰۰ زره هندۍ روپۍ به جریمه شي او یا ښايي تر پنځو کلونو پورې زنداني شي.