'د فلم پر سر شخصي اړیکي خرابول به حماقت وي'
د اکشې کومار او ریتک روشن فلمونه په یوه موده کې نندارې ته وړاندې شوي چې د اکشې کومار فلم رستم د عاید له پلوه بریالی فلم بلل کېږي. اکشې وايي د فلمونو پر سر شخصي اړیکې خرابول به حماقت وي.
هند کې د کاغذپران تار د دریو کسانو مرۍ پرې کړې
د هند خپلواکۍ جشن پر مهال دوه ماشومان او یو سړي د کاغذپران پر تار وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو مرۍ د کاغذ پران پر هغه تار پرې شوې، چې د تېره کولو لپاره د ښېښې ټوتې پرې موښل شوې وې.
ترکیې د ترهگرو له ملاتړ نه انکار وکړ
د جرمني د تلویزیوني شبکې په رپوټ کې ویل شوي چې "ترکیه په منځني ختیځ کې د اسلامپالو ډلو د فعالیت مرکز شوی دی".
ترکیه تر کودتا وړاندې نیول شوي ۳۸ زره بندیان خوشي کوي
په داسې حال کې چې د ترکیې زندانونو کې د بندیانو شمېر زیات شوی، د ترکیې دولت غواړی ۳۸ زره بندیان چې د تېرې میاشتې له ناکامې کودتا مخکې نیول شوي، په مشروط ډول خوشي کړي.
خیبر ایجنسۍ کې چاودنې دوه پوځیان وژلي
له ډیورنډ کرښې سره نژدې د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ راجګل دره کې د چاودنې له امله د دوو پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
'ګوګل ډوو' د سکایپ او مسینجر سیال کاریال
د انټرنېټي لټون ګوګل شرکت د 'ګوګل ډوو' یو کاریال (اپلېکېشن) جوړ کړی چې د روغبړ 'چټ' سربېره د غږیز او وېډیو روغبړ اسانتیا هم لري. دغه کاریال ته ګوګل ډوو' نوم ورکړل شوی.
د اولمپیک سیالیو ۱۱ ورځ
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر ۱۱ ورځ بریتانیايي بایسکل ځغلوونکي جیسون کیني د بایسکل ځغلونې سیالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی.
بشري حقونو څار اداره: ښوونځي د پوځي اهدافو لپاره کارول کیږي
د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي، بغلان کې افغان پوځيان له ښوونځيو نه د نظامي اډو په څېر کار اخلي، خو د دفاع وزارت یوازې له تړلو ښوونځيو څخه موقتي ګټه اخیستنه مني.
د 'اسلامي دولت' په ملاتړ تورن انجم چودري څوک دی؟
په بریتانیا کې یو بریتانیایی مذهبي مشر انجم چودري د 'اسلامي دولت' نومې ډلې ملاتړ ته د نورو خلکو په بللو تورن شوی دی.
د تخار درقد کې د دولتي سرتېرو وضعیت په اړه ضد او نقیض رپوټونه
د افغانستان شمال کې دامو سیند درقد ټاپو کې د محلي پولیسو قومندان ویلي، له درېیو ورځو راهیسې هلته له ۳۰۰ ډېر امنیتي سرتېري طالبانو کلابند کړي. خو د تخار والي دفتر وایي، هلته سرتېري په وسلو سمبال دي او هغوی ته نژدې د طالبانو شتون د کلابندۍ په معنا نه ده.
'د مالیزیا په تېلو بار بېړۍ وتښتول شوه'
د مالیزیا سمندري چارواکي وايي، یوه مالیزیایي بېړۍ چې ۹۰۰ زره لیټره تېل یې لېږدول، تر تښتول کېدو وروسته د اندونیزیا اوبو ته وړل شوې. په بېړۍ کې د نژدې۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت تېل بار دي. تراوسه د تښتوونکو هویت نه دی څرګند شوی.
لویزیانا کې سېلابونه؛ ۸ کسان مړه او ۴۰ زره کورونه زیانمن شوي
په داسې حال کې چې د امریکا لویزیانا ایالت په سیل ځپلو سیمو کې د نورو اورښتونو اټکل کېږي، ددې سیمې اوسېدونکي په تدریجي ډول خپلو مېنو ته ستنېږي. ددغه ایالت والي ویلي، په سېلابونو کې د وژل شویو شمېره اتو کسانو ته رسېدلې او د ژغورنې عملیات روان دي.
ولسمشر او اجرائیه رئیس نن دوه په دوه لیدنه کوي
پر ولسمشر غني د اجرائیه رئیس عبدالله له نیوکو وروسته ټاکل شوې چې نن دواړه مشران په ارګ کې دوه په دوه سره وویني او د اختلافاتو د لرې کولو پر سر خبرې وکړي.
نیویارک ټایمز: له طالبانو جلا شوې ډلې ځانته نوی مشر ټاکلی
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي، له طالبانو د يوې جلا شوې ډلې غړو ځانته نوى مشر ټاکلى. د ورځپاڼې په وينا تېره دوشنبه د افغانستان په سوېلي زابل ولايت کې ملا امداد الله چې د ملامنصور داد الله وراره دى، د "محاذ دادالله" د ډلې نوى مشر غوره شو.
د اولمپيک ۱۱ ورځ: د بریتانیا لورا تروت د سرو زرو ۲ مډاله وګټل
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر ۱۱ ورځ بریتانیايي بایسکل ځغلوونکي جیسون کیني د بایسکل ځغلونې سیالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی. د مېرمنو بایسکل ځغلونې لوبه کې هم بریتانیایۍ لورا تروت د سرو زرو مډال ګټلی دی.