د اولمپيک ۱۱ ورځ: د بریتانیا لورا تروت د سرو زرو ۲ مډاله وګټل
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر ۱۱ ورځ بریتانیايي بایسکل ځغلوونکي جیسون کیني د بایسکل ځغلونې سیالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی.
د مېرمنو بایسکل ځغلونې لوبه کې هم بریتانیایۍ لورا تروت د سرو زرو مډال ګټلی چې ریو کې یې دا د سرو زرو ۲ مډال او د اولمپیک ټولو لوبو کې یې دا د سرو زرو ۴ ډال دی.
د امریکا متحدو ایالتونو د جمناسټیک لوبغاړي سیمون بایلز په دغو لوبو کې د سرو زرو خپل پنځم مډال ګټلی دی.
بلې امریکایۍ الیس ریسمن د سپینو زرو مډال او روسیې د پنځم ځل لپاره د ښځو د لامبو وهلو په سیالۍ کې د سرو زرو مډال خپل کړی دی.
لورا تروت، بایسکل ځغلونه کې هغه لومړنۍ بریتانیایۍ لوبغاړې ده، چې د سرو زرو څلور مډالونه یې ګټلي.
تر اوسه د امریکا متحده ایالتونه د ریو ۲۰۱۶ کال اولمپیک سیالیو کې د مډالونو ګټلو په سر کې ځای لري.
امریکا ټول ۸۴ مډالونه ګټلي، چې ۲۸ یې د سرو زرو، ۲۸ یې د سپینو زرو او پاتې یې د ژیړو دي.
بریتانیا هم په دې لست کې خپل دویم ځای ساتلی.
بریتانیا ټول ۵۰ مډالونه ګټلي، چې ۱۹ یې د سرو زرو، ۱۹ یې د سپینو زرو او پاتې یې د ژیړو دي.
چین درېیم ځای لري، چې ټول یې ۵۱ مډالونه ګټلي، چې ۱۷ یې د سرو زرو، ۱۵ یې د سپینو زرو او پاتې یې د ژیړو دي.
روسیه د ۳۸ مډالونو په لرلو سره څلورم او جرمني په ۲۶ مډالونو پنځم ځای لري.
له مانع سره ۱۱۰ متره ځغاسته
د جامایکا عمر کلیوډ په اسانۍ سره پر مانع سربېره، د ۱۱۰ متره ځغاستې د سرو زرو مډال وګاټه.
هغه په ۱۳٫۰ ثانیو کې ټاکل شوې ځغاسته پوره کړه.
د هغه مینه والو او هېوادوالو ډېر خوشحالۍ وکړې.
د اسپانیا اورلاندو اورتګو او د فرانسې دیمیتري باسکو هم د سپینو زرو او برونو مډالونه وګټل.
د میز پر سر ټنیس
چین جرمني ته د میز پر سر د ټنیس سیالۍ کې ۳ د صفر مقابل کې ماتې ورکړه او د ریو اولمپیک کې د سرو زرو د اوولسم مډال ګټونکی شو.
د ریو ۲۰۱۶ مډالونه | ||||||
---|---|---|---|---|---|---|
هېواد | ټول مډالونه | د سرو زرو | د سپینو زرو | ژیړ | ||
۱ | امریکا | ۸۴ | ۲۸ | ۲۸ | ۲۸ | |
۲ | بریتانیا | ۵۰ | ۱۹ | ۱۹ | ۱۲ | |
۳ | چین | ۵۱ | ۱۷ | ۱۵ | ۱۹ | |
۴ | روسیه | ۳۸ | ۱۲ | ۱۲ | ۱۴ | |
۵ | جرمني | ۲۶ | ۱۱ | ۸ | ۷ | |
هم مهاله، جاپان سنګاپور ته د ۳ /یو مقابل کې ماتې ورکړه او د برونزو مډال یې خپل کړ. همدارنګه، د جاپان ۱۵ کلنې میما ایتو تر ټولو د کم عمر لوبغاړې ده، چې سنګاپور ته یې د میز پر سر ټنیس سیالۍ کې۳/۱ ماتې ورکړه او د برونزو مډال یې وګاټه.
د ښځو ۱۵۰۰ متره ځغاستې سیالي
د ښځو د ۱۵۰۰ متره ځغاستې د سیالۍ ګټونګې د کینیا فیټ چپګاتیچ کیپیګان شوه. هغه د سیالۍ په کم وخت کې پایلوبې ته ووتله.
د ایتیوپیا ګینزبه دیبابا دویم او د امریکا جنیفر سیمپسن درېیم ځایونه خپل کړل.
+ د اولمپیک ځانګړې پاڼه